د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مننلــــــــــيك

محمـــدامين بســـــمل 19.03.2008 22:11
گرانو لوستونكو نېكې هيلې اوسلامونه مې ومنئ!
نه پوهېږم څنگه او په كومو ملغلرينوالفاظواوكلماتو له ټولوهغو
قـدرمنوخوينـدو، وروڼـو،
فرهنگي ټولنو، ورځپاڼو، وېبپاڼواو راديوچلوونكو څخه مننه وكړم كومو چې، زما د خـداى بښلي پـلار حاجي محمـدموسى جان د مړينې له كبله زما په سرلاسونه كېښودل، دلاســا يې كړم، دغمشريكې پيغامونه يې راولېږل، تيليفونونه يې راته وكړل، ليكونه يې راولېږل، كور
ته راغلل اوزما غم يې راسره ووېشه، په جنازه كې زرگونو كسانو په داسې حال كې گـډون وكړچې د واورې سپينې بړستن لــويه پكــتيا پوښلې او په زرمت كې حالات دومره كړكېچن ول چې د سـپينې واورې په سر يوې خواته امريكايانو گـــزمې كولې بلې خوا ته مخاليفــين گرزېدل او زموږ د شينكي اسمان ښايسته او سپېڅلې فضاهم جنگي الوتكو اوهليكـــوپــترو ناارامه ښـوده خوبياهم زموږ په هديره كې زرگونوباتوروزلمو بې له كومې وېرې زماگران پلارخاوروته وسپاره او ورپسې يې دسيكات اوخيرات مراسم هم سرته ورسول ځكه خو لـه
بل هرچا څخه لمـړى له پاك اﷲ څخه مشكوريم چې زما د گران پلار د مړينې له وجې تر نن ورځې پورې چاته كوم زيان ونه رسېد په دوهـم گام كې له پورتنيو ذكـر شوو دوستانوڅخه د زړه په مينـــه مننـــه كوم اﷲ موښــــاد او لا سرلوړي لــــره
يادونـــــــــــــــه!
نه پوهېږم چې شكر په دومره بېشمېرو خوږو دوستانو، خويندو اووروڼو كې د كوم يو نوم لمړى وليكم؟
ټول مې د زړ سراو د سترگو تورياست صرف دومره به وليكم چې كشـرانو اومشرانو ټولـو ښه پوره ونازولــــم خـداى(ج) دې تاسو ټولوته اجرونـــه دركـــړي .