د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رحمة للعلمين پيغمبر (ص)

محمدحسن حقيار 18.03.2008 23:52

نړۍ په بشپړه تياره کې وه، پر ځمکې او ځمکوالو ظلم، جهل ، تېري ، بې رحمئ او قساوت حکومت کاوه ، شتمن او زورواکي ،بې تاجه پاچاهان او ټولواکه واکمنان وو، دقوم سردار به بې وزله، بې څوکه او بې شتو خلک خپل مريان ګڼل، په خپل لاس له خټو او تيږو جوړو شويو بتانو ته به عادت کېده او تيږي او خټې به خپل خدايان او پيدا کوونکي بلل کېدل، خپل خوږ او ګران اولاد به د جاهلې ننګ او غيرت له مخې ژوندى تر خاورو لاندې کېده دتعصب ، سمت پالنې او قومپالنې له مخې به دخپل ظالم ، ملامت او تيري کوونکي دوست ننګه کېده ، د کعبې طواف به لوڅ کېده اشرافو او معززينو به دخپلو مېلمنو د خوښۍ او پالنې لپاره هغوى ته ښکلې او ښايسته ازادې پېغلې او وينځې وړاندې کولې، خپلې مېرمنې به يو له بل سره تبادله کېدلې .او هامو، خرافاتو فال نيونې شګون دهر چا په ذهن کې ځاى نيولى و، هر چا به سحر او جادو ته مخ اړولى وو. له خور، ترور، خاله سره نکاح او يو ځاى کېدل کومه دشرم خبر نه وه . ... نو له تورتم څخه په دې ډکو حالاتو کې بشريت ديوې رڼا او له دې دردوونکيو حالاتو څخه د يوه وېستونکي او خلاصوونکي لار څارله .
سرګردانه اولار ورکي بشريت په ډېرې نا ارامۍ او بې صبرۍ هغه شېبې شمېرلې چې کله به ددې اوږدې، له وېرې، وحشت او دهشت څخه دډکې شپې دپاى او په افق کې دسپېدو زېرى واوري. هماغه و، چې نور نو د ٥٧١ ميلادي کال داپريل په ٢٢مه چې دربيع الاول له ١٢ مې سره برابره ده سحرمهال دا انتظار پاى ته ورسېد او الله ج نه يوازې انسانيت ته لارښود، بلکې د ټولو عالميانو لپاره رحمت راولېږه، ددې مبارک(ص) وجود له زېږېدلو سره چې نوم او نور يې لا پخوا ان د عرش دپيدا کولو په وخت کې ژوندى و، د کسرى ماڼۍ او دفارس اتشکدې ونړېدې.
دا مبارک د ټولو مخلوقاتو لپاره رحمت و، هر موجود دده دوجود له فيضه برخمن شو، دى له کوچنيوالي د لوړو او سپيڅلو اخلاقو نمونه وه، دى امي و، خو دنړۍ ټول فيلسوفان يې پوهې، شخصيت او زيرکتيا ته ګوته په غاښ وو، دده کرکتر او عالي اخلاق، الله ج پخپله ستايي : (( او بېشکه چې ته دلوړو اخلاقو خاوند يې )) دده ټول کړه وړه دالله دراليږلي دين (اسلام) تصوير او تصور وبلل شو .
علماء وايي چې وحى يا الهي ارشادات دوه ډوله دي يو ډول ته يې جلي يا څرګنده وحى وايي او بل ډول يې خفي يا ناڅرګنده وحى ده، چې دده مبارک ټول اقوال ، افعال ، هدايات کړنې او لارښوونې يا دالله جلي وحى اويا دهغه لوى ذات خفي وحى يا ارشادات دي .
او الله ج هم خپلو بنده ګانو ته امر کوي چې په بشپړ ډول دده صلى الله عليه وسلم اطاعت وکړئ، هم په تشريعي اوهم په تعبدي چارو کې په ده پسې ولاړ شئ او هم په خوى عادت ، شخصي او کورني چلند کې دې خپل امام او پيشوا وګرځوئ (( له شک پرته چې د الله ج درسول (ص) ژوند ستاسو لپاره دژوند کولو يوه ښه نمونه ده . ))
داهم روښانه ده چې دده شريعت ، دده لخوا راوړل شوى دين اود ده پيغام او ارمان هم ټول دانسانيت او ان د ټول خلقت لپاره له نيکو هيلو، نېکمرغيو او نيکو پيرزوينو ډک دى.
دده پيغام دادى چې درسته نړۍ بايد په امن کې وي، له ټولو موجوداتو سره دې که هغه ساه لري او که بې ساه وي انصاف وشي، هېڅوک بايد پر چا او يا کوم شي ظلم او تېرى ونه کړي ،ټول بشريت بايد ارام مطمئن او هوسا ژوند ولري پر توهماتو سحر او جادو، بتانو ګڼو خدايانو او ارباب الانواعو باور او عقيد ې پر ځاى دې د عقلانيت له مخې په واحد او ريښتوني خداى باور وشي .
، د کورکر انه تقليداو په پټو سترګو ديوشي دمنلو پرځاى دې له عقل ، تدبر او بصيرت څڅه کارواخېستل شي .
ده (ص)،داسې يو نظام ،قانون او شريعت را وړى دى چې بشپړه ضابطۀ حيات بلل کېږي يعنې دژوندانه دهر پړاو، هر ډګر، هرې پديدې او هرې پېښې لپاره قانون او هدايات لري. اسلام دسياست او واکمنۍ ، له رعيت او راعي سره دچلند ،ديوه دولت دنړيوالو اړيکو، د کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ په اړه همدا راز د اقتصاد، سوداګرۍ، کروندې، ساينس او تکنالوژۍ په اړه ډېرې ګټورې مشورې او سپارښتنې لري او عملاً يې دداسې حکومت کولو او خلافت نمونه وړاندې کړې ده چې دبشريت تاريخ يې دبېلګې له وړاندې کولو عاجزدى.
تقريباً دټولې نړۍ پوهان هغه که دهر دين او مذهب لارويان دي په دې يوه خوله دي چې د حضرت محمد (ص)، لخوا بشريت ته ډالۍ شوى دين له فطرت سره برابر، دديني او اخروي ګټو ضامن ، د بشپړ امن ، سوکالۍ، هوسايۍ، پرمختګ او نېکمرغۍ دين دى خو دا چې نړۍ نن ولې يو ځل بيا په تورتم کې ده، نړيوال او په ځانګړي ډول مسلمانان خوار وزار له امن سکون او اطمينان څخه بې برخې دي، هماغه يو زرنيم کلن پخوانى جاهليت اوس هم دنړۍ په اکثرو برخو کې حکومت کوي لامل يې دادى چې نړۍ اسلام ته شا کړې ده، دهغه(ص) لخوا راوړل شوى دين چا عملي نه کړ، دهغه(ص) ارشادات چا وانه ورېدل ، د بشريت او انسانيت لپاره دهغه(ص) قانون او دستور په عمل کې پلى نه شو .
اوس هم که څوک په رښتياد حضرت رسول اکرم او د رحمت للعالمين (ص) راوړى دين او هغه لارښوونې عملي کړي، اسلامي نظام او ا سلامي ضابطه حيات تطبيق کړي ،خپل سياست اقتصاد ، فرهنګ او ټولنيزې چارې له اسلام سره سمې برابرې کړي او په رښتيا هم اسلام خپله ضابطه حيات وګرځوي نو باور دى چې بشريت به له دې سرګردانۍ څخه خلاص شي ، نړۍ به هغه ډول هوسا وي لکه دراشده خلفاوو او حضرت عمر ابن عبدالعزيز په وخت کې چې وه ،ساينس به هغه ډول پرمخ ولاړ شي لکه په هسپانيه او اندلس کې چې وو، اقتصاد به دومره پياوړى شي چې د مصر په څېربه د زکوة اخستلو لپاره څوک نه پيدا کېږي او عدل به دومره عام شي چې دحضرت عمر په څېر چې په مدينه کې يې پر خپل زوى او د خپل والي پر زوى شريعت تطبيق کړ په هر عام او خاص قانون تطبيق شي او بشر به ر ښتوني هوسايي ومومي