د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دآفاق مجلې مسؤل چلوونکي ګران مجيب الرحمن انګار ته لاسنيوى

17.03.2008 12:59

دافاق اوسپرغۍ مجلې دامتياز څښتن م.ا.توحيديار ته دګران اوزړه ته نږدې ځوان ژورنالست اوفرهنګي ملګري مجيب الرحمن انګاردکورودانې دمړينې دردوونکي خبر راورسېده.

(انالله وانااليه راجعون)

دافاق اوسپرغۍ مجلې دامتياز څښتن دخپل دغه خواږه ملګري په دردوونکې پېښه کې خپل ځان شريک ګڼي ، داچۍ هرنفس دمرګ انتظارکوي او له دغې دردوونکې پېښې څخه خلاصون نشته او زموږ دټولو همدغه حقه لارده ، موږبايد دخپل څښتن هرامرته تسليم واوسو .
دافاق اوسپرغۍ مجلې دامتيازڅښتن او ټوله اداره دلوى خداى دربارته خپل ګنهګار لاسونه لپه کوي ،چې زموږ ګران اودرديدلي ملګري ته دزړه پراخ صبر ورکړي او په ګانده کې يې له نورو غمونو اودردونو په امان کړي .
ستر څښتن دې ارواښادې ته فردوس جنت ورکړي اودهغې تنکيولوڼو(سلمى، ملالۍ او ددوى وړې خور)ته دصبرتوفيق غواړو او له لوى څښتنه ورته  دخپل ګران پلاراونورودوستانودمهربانۍ سيورى  تل پرسرونو غواړواو دوى ته دهوسا اوسوکاله ژوند غوښتونکي يو .