د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ويرژړلي انګار ته

پوهاند دوکتور م.ا. زيار 16.03.2008 13:28

ستا د ځوانې جانې نيمه خوا مېرمنې د دردېدلي مرګ څړيکې تر ما او نورو کورنيو غړيو هم  راورسېدې او ستا د نورو دوستانو غوندې يې سخت ودردولو!
نو، اجازه راکړه چې په دغه وير او ناورين کې درسره موږ هم يوځای اوښکې تويې کړو او د زړه له کومي خپلې ژورې خواشينۍ او خواخوږۍ  درڅرګندې کړو!
ستاسې غبرګو ويرژلو او دردېدلو کورنيو  ته له بښانداو لوراند څښتنه زغم او ستر اجر غواړو او نامرادې نيمه خوا ته تلپاتې جنتونه!
   د هر درد و غم سيوری مو له درست کور کهوله لرې!
      زيار او کورنۍ