د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مجيب الرحمن انګار ته لاسنيوى

16.03.2008 11:34

دانش خپرنځي او بېنوا فرهنګي ټولنې ته د هڅاند ژورنالست او خواږه فرهنګي ملګري ښاغلي مجيب الرحمن انګار د مېرمنې د مړينې ډېر دردوونکى خبر راورسېد.
انا لله و انا اليه راجعون
دغه ټولنې او ټول اړوند ملګري يې د خپل دغه ډېر زړه ته تېر، خواږه او درانه ملګري په دغه ډېره دردوونکې پېښه سخت ودردېدل؛ خو چې د لوى خداى جل جلاله قانون همداسې دى، چې هر ژوندى شى به د مرګ خوند څکي او زموږ ټولو هم همدا لاره ده؛ نو د خپل پروردګار هر امر ته تسليم يو.
د لوى الله جل جلاله لوى دربار ته لاسونه لپه کوو، چې زموږ دردېدلي ملګري (ګران انګار) زړه ته د صبر توان ورکړي او له نورو مصيبتونو يې وژغوري.
لوى الله جل جلاله دې له دغې ارواښادې مېرمنې څخه پاتو تنکيو (سلمى، ملالۍ او د دوى وړې خور) ته هم د صبر توان ورکړي او د خپل ګران پلار او نورو دوستانو د مهربانۍ سيورى دې يې پر سرونو خپور، د ښادۍ او عفت سپېڅلى ژوند دې يې په برخه وي.

آمين

دانش خپرندويه ټولنه
بېنوا فرهنګي ټولنه