د مېرمن انګار پر مړينه د خواخوږۍ پيغامونه
15.03.2008 10:16په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افاق مجلې مسوول مدير مجيب الرحمن انګار مېرمن په حق رسېدلې ده.
انا لله و انا اليه راجعون.
موږ ارواښادې مېرمن انګار ته له خدايه فردوس جنت او انګار صېب ته د زړه صبر غواړو.
نذيراحمد سهار
------------------
له مجيب الرحمن انګار اوکورنۍ سره يې خواخوږي
دشنبې په سهاردکب مياشتې پر ۲۵ مه نېټه په پېښورکې دګران اوتکړه ژورناليست مجيب الرحمن انګار دمېرمنې له مړنې خبر شوو.
دالهي قضااوقدرپر وړاندې مونږمسلمانان بې له صبر او دوعانه بل کارنه شوکولای . لوی اومتعال خدای (ج) دې هغې مرحومې ته جنتونه اوانګارصېب ته دې خدای (ج) دزړه صبراوزغم ورپه برخه کړي.
د((لمن ))جريدې مشرتابه اوکارکوونکې ډله له ښاغلي مجېب الرحمن انګار سره په دې غم کې ځانونه شريک بولي، پاک خدای دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو وساتي.
انا لله و انا اليه راجعون
په درنښت
دلمن ،ادبي،کلتوري جريدې مشرتابه
----------