د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کفارو د سپکاويو او نورو تېريو په وړاندي څه وکړو؟

عبدالمالک « همت » 11.03.2008 22:41

لکه څنګه چي درانه لوستونکي خبر دي په دې ورځو کي د ښکېلاک، لادينيت، ماديت او فسق او فساد
د ځالي، يعني سيکولري اروپا په دوو هيوادونو ډنمارک او هالينډ يا نيدرلينډ کي د اسلام سپېڅلي پيغمبر حضرت محمد مصطفى روحي فداه او د لوى څښتن  مقدس کتاب قرآن عظيم الشان ته د سپکاوي
د غندلو په موخه د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کي د مسلمانانو لخوا احتجاجيه غونډي جوړيږي، اعتراضونه کيږي او لاريونونه او مظاهرې رواني دي.
دلته د دې خبري يادونه اړينه ده چي څوک د دغو دوو اروپايي هيوادونو په هکله معلومات نه لري، هغوى به داسي فکر کوي چي دا به څونه ستر او مقتدر هيوادونه وي، چي د دونه ستر او متبرک ديانت لکه اسلام سره په دښمني کي دونه ستر جرأت کوي. خو خبره داسي نه ده. له دغو دوو هيوادونو څخه ډنمارک يو ډېر وړوکى هيواد دى چي څه له پاسه پنځه مليونه نفوس لري، چي دوه فيصده يې هم مسلمانان دي.
د دې هيواد واک اصلاً د امريکا په لاس کي دى او د امريکا نظامي اډې پکښي پرتې دي.
هالينډ هم يو نسبتاً کوچنى هيواد دى چي څه له پاسه شپاړس مليونه وګړي لري چي نهه فيصده يې مسلمانان دي او دغه هيواد هم د امريکا غلامي پر سر سترګو منلې ده.
جالبه لا داده چي دغه دواړه هيوادونه پاچايي نظامونه لري او پر دواړو ښځي پاچهي کوي.
بله خبر داده چي هالينډ په اروپا کي د غير قانوني نشه يي موادو تر ټولو غټ توليدوونکى هيواد دى. هالينډ اروپاته د هېروئينو، کوکائينو، چرسو او نورو مخدرو موادو د ننه ايستلو لار بلل کيږي. دغه راز
د دغه هيواد په ځينو ځانګړو ځايونو، لکه پارکونو او داسي نورو کي د مخدرو موادو استعمال قانوني
جواز لري.
هالينډ اوس په افغانستان کي يونيم زر عسکر او ډنمارک شپږنيم سوه عسکر لري. په دغو دوو هيوادونو کي اسلام ته د توهين کيسه داسي ده چي په ډنمارک کي څوتنو رسامانو ته وظيفه ورکړه سوې وه چي دوولس کاريکاتورونه وکاږي او د عالم بشريت ستر پېشوا حضرت محمد ته يې منسوب کړي. بيا ځانګړو حلقاتو دغه کارټونونه د ډنمارک د لوړ تېراژ خاوندي ورځپاڼي ”يولانډس بوسټون“ د ٢٠٠٥عېسوي کال د ډسمبر
د مياشتي پر دېرشمه خپاره کړل. بيا دغه خيالي تصويرونه د ٢٠٠٦ عېسوي کال د جنورۍ پر لسمه
د”ميګزين“ په نامه د ناروي د متعصبو مسيحيانو يوې ورځپاڼي چاپ کړل، ورپسې د ډنمارک (١٧) بېلو بېلو نشريو او د ځينو نورو اروپايي هيوادونو تر شپېتو زياتو رسنيو هم د دغو تصويرونو د خپرولو جرأت وکړ. چي له امله يې د ډنمارک او نړۍ د مسلمانانو قهر او غوسه راوپارېدل، په ډېرو اسلامي هيوادونو کي د دغو ورځپاڼو د بندېدو او د کاريکاتورونو د جوړونکو د محاکمه کېدو په موخه مظاهرې وشوې، چي له بده مرغه په هغو مظاهرو کي اخ و ډب رامنځته سو، ورانۍ وسوې او په لسګونو کسان مړه او ژوبل سول.
وروسته ځينو خبري رسنيو خبر ورکړ چي د هغه کاريکاتوريست جسد چې د اسلام پيغبر ته يې اهانت کړئ وو، سوځېدلی پيدا سو چي د هغه د دفتر مخته يې غورځولى وو .
په دې وروستيو ورځو کي يو ځل بيا خبري رسنيو خبرونه خپاره کړل چي ډنمارکي ورځپاڼو دغه کاريکاتورونه بيا چاپ کړي دي او پر دې سربېره د” ګريټ ولډرز“ په نامه د هالينډ د خپلواکۍ د ګوند مشر چي ګوند يې د هالينډ په پارلمان کي نهه چوکۍ لري، د ” فتنه “ په نامه يو (١٥) دقيقه يي فلم جوړ کړى او په هغه کي يې د لوى څښتن پر سپېڅلي کلام قرآن کريم له سپکاوي ډکي نيوکي کړي دي. ” ولډرز “ تر دې دمخه وړانديز کړى وو چي: ”پر قرآن کريم دي بنديز ولګيږي“ او اوس چي يې دغه فلم چمتو کړى دى، وايي چي هغه به په همدغه د مارچ په مياشت کي نندارې ته وړاندي کړي. خبري سرچينې وايي چي تر
”ولډرز “ دمخه په ٢٠٠٤ ع. کال هم يوه بل هالينډى فلم جوړوونکى ” تيو وان ګو“ د ورته جنايت د تر سره کولو له امله د يوه مسلمان مبارز له خوا دوږخ ته واستول سو.
اوس دادى دغه بل هالينډي او ډنمارکي ورځپاڼو هممهاله د نړۍ د امپرياليستي او طاغوتي ځواکونو په اشاره د نړۍ د څه له پاسه يومليارډ مسلمانانو غم غوسه راپارولې او زړونه يې ور زورولي دي. موږ پوهيږو چي دغه شر اچوونکي عناصر دغسي ناوړه کارونه د سوله خوښو مسلمانانو د زورولو او په امريکا او لوېديزه نړۍ کې د اسلام د سپېڅلي دين د چټک خپرېدو په وړاندې د يو ډول غبرګون په توګه تر سره کوي. که نه دين خو، اسلام وي که بل مذهب د لوى څښتن د لارښووني او د ژوندانه د يوې لاري په توګه درنو او شخصيت درلودونکو انسانانو ته بايد د درناوي وړ وي. د نړۍ په هيڅ ديني مکتب او فرهنګ کي دين او ديني ارزښتونو ته سپکاوى وياړ او ښه کار نه بلل کيږي. د اسلام په سپېڅلي دين کي ان له منځه تللي مړه وګړي ته د درناوي پولي او مشخص حقوق ټاکل سوي دي. بيا نو څنګه کېداى سي چي يوه دغسي دين ته سپکاوى وسي؟
د دې سوال جواب کېداى سي د سپکوونکو په طينت او شخصيت کي وموندل سي. زموږ په کتاب (قرآن) کي خو د اخلاقي ارزښتونو په اړه ډېر ټينګار سوى دى او مسلمانان ان د کفارو او مشرکانو د باطلو خدايانو له سپکاوي څخه هم منع سوي دي. دا چي زموږ د دين سپکوونکي د مادي ګټو او موخو د تر لاسه کولو لپاره له شر اچوني پرته بل هيڅ دين او ارزښت ته نه دي قايل نو د شر د ډلو سره مبارزه او مقابله مړاني او سنجول سوو، پاکو او معقولو هلو ځلو ته اړتيا لري. ( چي په دې اړه به څه وروسته خبري وسي). کاشکي دغه ناوړه کارونه يوازي د يوڅو متعصبو وګړو واى. موږ خبريږو چي د ډنمارک حکومت د دغو توهينوونکو ورځپاڼو څخه ملاتړ کوي او د هغو د مسؤولينو او کارکوونکو د ساتني لپاره يې د پوليسو پيرې پر درولي دي. له بله پلوه
د ډنمارک لومړي وزير اندريس فوګ راسموسين د مطبوعاتو د آزادۍ د پلوۍ په نامه د دغو کسانو څخه دفاع کړې ده او ويلي يې دي چي ”يولانډس بوسټون“ ورځپاڼه نه د ده حکومت بندوي او نه د هغه هيواد محکمې. بلکي د ډنمارک ځينو رسنيو له نړيوالو څخه غوښتي دي چي د دغي ورځپاڼي ننګي ته را پاڅيږي. په فرانسه کي د بې پولو ژورناليستانو اتحاديې هم د مطبوعاتو او بيان د آزادۍ د دفاع په پلمه د دغي ورځپاڼي څخه ننګه اعلان کړې ده. عجيبه ده چي يوه ستر او سپېڅلي دين ته دغسي سپکاوي د مطبوعاتو او بيان آزادي ګڼل کيږي، خو پر قرآن کريم باندي د بنديز لګولو وړانديز بيا هيڅوک د آزادۍ ضد عمل نه بولي؟!

درنو لوستونکو !
تاسي خبر ياست چي تر دې دمخه هم زموږ اسلام، قرآن او زموږ ستر پيغمبر ته کفارو په څرګنده ډول ډول سپکاوي کړي دي. په امريكا او اروپايي هيوادونوكي پر دې سربېره چي طاغوتي ځواكونه لګيادي پر اسلامي هيوادونو باندي د تجاوزونو پلانونه جوړوي اوپلي كوي، او په پرله پسې توګه يې شته لوټوي،
د مسلمانانو پر جوماتونو باندي بريدونه كيږي، اورونه وراچول كيږي، د مسلمانانو سره تعصب او بد چلند كيږي، د اسلامي شعايرو سپكاوى كيږي، ډېر بې ګناه مسلمانان، لکه شيخ عمر عبدالرحمن اونور د امريكا او اروپا په زندانونو كي د وير او عذاب شپې تېروي. مختلف عېسوي سازمانونه د مليونونو ډالرو په لګښت او ډول ډول چلونو په اسلامي هيوادونو كي د عېسويت په خپرولو، د مسلمانانو د عقيدو په خرابولو او مرتد كولو او د هغو په بې اتفاقه كولو لګيا دي.
په يوګوسلاويه، كوسوو، بلغاريه، بوزنيا، يوګنډا، تركيه، مصر، الجزاير، روس، چيچينيا، يونان، نايجريا، انډونيزيا، فلپين، برما، هند، كشمير، چين او نورو كفري او د كفر تر اغېز لاندي اسلامي هيواونو كي
د مسلمانانو سره ډول ډول ناوړه چلندونه سوي دي او اوس هم كيږي. د دغو ځايونو د مسلمانانو له بمبارولو، عام وژلو، زورولو، زنداني كولو، سپكاويو، د هغو د ښځو پر عصمتونو له تېريو او نورو ډول ډول ناورينونو څخه موږ يا نه خبريږو يا ډېر لږ خبريږو.
بايد يادونه وسي چي دا ساده خبري نه دي او نه دا د يو څوتنو او يا د ډنمارک او هالينډ غوندي کوچنيو هيوادونو کار دى. د دې تحرکاتو تر شا د نړۍ د مسلمانانو پر ضد ستري دسيسې او توطئې رواني دي. يهود، هنود او نصارا د مسلمانانو سره تاريخي دښمنۍ پالي. وايي کله چي د ” غورو“ په نامه فرانسوي جنرال سوريه فتح کړه د صلاح الدين ايوبي  قبر ته ورغى، په لغته يې وواهه او ويې ويل: ” اى صلاح الدينه ! وګوره موږ د خپلي ماتي غچ واخيست. ستا خاوري ته بېرته د فاتحانو په توګه راغلي يو“. لکه چي وايي
( الکفر ملة واحدة ) رشتيا هم د نړۍ کفار د مسلمانانو په وړاندي سره يو دي، د نړۍ سترو کفارو، د امريکا
د سيکولرو، مادي پالو، نړۍ خورو، طاغوتي ځواکونو په مشري د نړۍ د مسلمانانو د مادي او معنوي شتمنيو د لوټولو په مقصد او د هغو د لا خوارولو او بې وسه کولو او د هغو پر هيوادونو باندي د ولکې ټينګولو لپاره او په امريکا او لوېديزو هيوادونو کي د اسلام د چټک خپرېدو د مخنيوي په موخه د هغو پرضد هم توده صليبي جګړه روانه کړې او هم يې د دې جګړې تر څنګ په پرله پسې توګه هغه جګړه او تېرى په لار اچولى چي وسله يې نوي څرګندي او ناڅرګندي صليبي پراخي كلتوري او تبليغاتي هلي ځلي دي. لکه چي تاسي وينئ او پوهېږئ دوى، د دوى په خټه كي د اخښلو عادتونو په څېر جنايتونو ته د مسلمانانو پر ضد په ډېرو پر مختللو او ډېرو نوو بڼو او په ډېرو پراخو ابعادو ادامه وركړې ده.
تاسي پوهېږئ چي په معاصر پېر کي دغو کفارو په خپلو هر اړخيزو ملاتړونو د مسلمانانو پر لومړۍ قبله بيت المقدس باندي د اسرايلو په نامه دولت له څه دپاسه شپېتو کالو څخه مسلط کړى اوپر بې دفاع فلسطينيانو او نورو عربو باندي يې د مرګ ژوبلي غوبل روان ساتلى او خپل ټاټوبى يې ورپوري سور اور ګرځولى دى. چي البته دغه کشتارونه په دې وروستيو ورځو کي خپلي لوړي کچي ته رسېدلي دي. په داسي حال کي چي په نړۍ کي د حيوانانو مدافعين سته او له څارويو څخه دفاع کيږي، خو د فلسطيني بې ګناه انسانانو په هکله داسي څوك نسته چي رشتينى غور او دفاع يې وكړي.
او لکه چي پوهېږئ په همدې يوويشتمه پېړۍ او د كمپيوټر او انټرنيټ په پېر كي همدغو د امريكا نړۍ خورو طاغوتي عناصرو د نورو اروپايي طاغوتيانو په همږغي او اتفاق د عراق او افغانستان پر شهيد پالونكو اسلامي هيوادونو په لڅ لغړ وسله وال تېري سره د اسلام پر ضد د هر اړخيز ي جګړې بل محاذ هم پرانستى دى، چي په ډېرو مډرنو وسلو په پرله پسې توګه بـې ګناه افغانان او عراقيان ډلي ډلي شهيدانوي او دغه مرګ ژوبله نور هم ورځ تر بلي زور اخلي.
په دې دوو هيوادونو كي امريكايانو او د هغو جرمي انډيوالانو داسي جرايم تر سره كړل او اوس يې هم ترسره كوي چي نه چنګېز په خبر وو، نه انګرېز او نه هم روس تر سره كړي دي. د دوى جرايم ټول نړيوال د سر په سترګو ويني. په دې هكله كه بحث وكړو څو ټوكه كتابونه به ځني ډك سي.
دغو ظالمو او نيواکـګرو کفارو د تودې جګړېې تر څنګ سياست، دپلوماسي، غولوني، معاملې، درواغ،
د ملګرو ملتونو په نامه د سترو كفري ځواكونو له ګومارلو عناصرو څخه جوړه موسسه، او نور دېته ورته ډېر سازمانونه، د اسلام ډارن رهبران او ماديات پال پوهان، چل ول، زور ، ډالر او يورو، د ډله ييزو رسنيو
د تبليغاتو بهير، پاروونکي او توهينوونکي افعال، تحريک آمېزه مطبوعاتي تحرکات ، د جاسوسۍ تنستې او خپل ګومارلي او ګوډاګيان ټول يې په خورا زور او زوږ په لار او كار اچولي دي.
تاسي به په دې وروستيو کي اورېدلي وي چي د دغو کفارو يو رسوا سوى مرتد ګوډاګى پخوانى عبدالرحمن او اوسنى عبدالشيطان دغو کفارو څنګه د سترګو په رپ کي له زندانه خلاص کړ او اروپا ته يې ورساوه او بيا يې خبره چپ او غړپ سوه. دغه راز تاسي خبر ياست چي د محقق نسب په نامه يوه خرڅ سوي په يوه مجله کي ډول ډول اوتي بوتي خپرې کړې چي له امله يې بندي سو، خو په ډېر لږ وخت کي
د کفارو په اشاره بېرته خوشي سو. بيا د غوث زلمي په نامه د کفارو يوه بل ګومارلي د قرآن کريم تحريف سوې ژباړه چاپ او ووېشل. دغه راز په دې وروستيو کي د پروېز کامبخش په نامه د کفارو يوه بل تطميع سوي داسي اوتي بوتي د قرآن او د اسلام د ستر پيغمبر  په هکله ليکلي او وېشلي دي چي زما خوله دي ماته سي چي دغسي خبري به په کوم. دا خبري هيڅ د يادولو نه دي. له دغسي خبرو څخه العياذ بالله. خو له بده مرغه د کفارو ځيني نورو ګوډاګيانو چي په اصطلاح د ژورناليستانو د دفاع اتحاديې يې را ايستلي دي په ډېره بې شرمي سره له دغه آدرسه د اسلام پر پيغمبر باندي د دغه تورمخي تور لګوونکي په ملاتړ چيغي بوغي جوړي کړي دي او په سپين سترګۍ سره د هغه د خوشي کېدو غوښتني کوي.
نو درنو لوستونکو تاسي څه فکر کوئ چي دغه کفار ولي پر مسلمانانو باندي دونه زړه ور سوي دي؟ او ولي په دونه زور او زوږ سره زموږ پر هيوادونو، مقدساتو او نورو شؤوناتو داسي لڅ لغړ تېري کوي؟
د دې جواب ساده دى. دوى د مسلمانانو په وړاندي دغسي چاري او نوري نادودي ځکه تر سره کوي چي مسلمان د علم او فرهنګ له نعمته بې برخي سوى دى. مسلمان د علمي مرکزونو، پوهنتونونو، مدرسو،
د څېړنو او پلټنو د ادارو، عالمانو، کتاب او کتابتونو او مطبعو او د دې ساحې د نورو نوو وسايلو سره بـې علاقې سوى دى. مسلمان له صنعت او نوي ټکنالوژۍ څخه بې خبره دى. مسلمان په خپله سرټمبه ګۍ د کفارو سره
د اقتصادي، مدني، پوځي او ډېرو نورو ډګرونو په سيالي کي تر شا پاته سوى دى. مسلمان د ﴿       ﴾ په خلاف عمل کوي او له جهانه نيولې ان تر خپله کوره په هر ځاى کي دبـې اتفاقۍ، بېلتون او شخړو او جنګ جګړو په ناروغي اخته دى. مسلمان بې کوره، بې کاره، بې اسرې او وږى دى. خپل مشران او دولتونه خو هيڅ نه ورکوي، بلکي ډول ډول ظلمونه يې پر کړي او اوس يې هم پر کوي، خو کفارو په چل ول د شفقت غېږ ورته پرانيستې ده، هم يې د کار او وظيفې غم خوري، هم يې ژوند ورسموي او هم يې ملاتړ او حمايه کوي او که اړتيا سي د سترګو په رپ کي يې تر لوېديځه رسوي. مسلمان د خپل دين او دودونو سره پردى او بې پروا سوى دى. مسلمان د پردو جاسوسي او چوپړ وياړ او اعتبار ګڼـي. مسلمان خود کش بېګانه پرست سوى دى. مسلمان د قرآن د ارشاداتو په خلاف د کفارو سره وسله اخيستې خپل مسلمان ورسره وژني. مسلمان خپل مسلمان ورور نيسي، بندي کوي يې او ډول ډول عذابونه پر تېروي. مسلمان د خپل مسلمان ورور سره بد معامله ګي کوي، ظلم پر کوي، حق يې خوري، استعداد يې د استبداد په شلاخه وهي. پر توهين او تحقير يـې خوند اخلي. غيبت يې کوي، د درواغو تورونه او بهتانونه پر لګوي. سپکوي يې، خواروي يې او وږى کوي يې. مسلمان پر ديني عالم، کافر او فاسق او فاجر ته ترجيح ورکوي. مسلمان حق پالونکي او شجاعت لرونکي مېړني نه خوښوي، بلکي تخريبوي يې، خو چالاکان او چاپلوسان يې ډېر خوښ وي. مسلمان د پوه او عالم هيڅ قدر نه کوي، خو که يو هنر مند له بهره راځي په هوايي ډګرکي يې د يوه ستر شخصيت غوندي هرکلى کيږي. د مسلمان تر ديني او علمي محفلونو د سګ وانۍ او کرک جنګۍ ميدانونه خوښ سوي دي. کفار لګيادي پر موږ او پر نورو مسايلو څېړني او ګروېږني کوي، خو مسلمان د خپل قېمتي او شېرين عمر ډېره برخه په پتو او چپټو تېروي.
نو ګرانو لوستونکو چي خبره داسي وي ولي به دغه زموږ دښمنان کفار دغسي نه را باندي را درومي؟ او ولي به مو مقدسات دغسي نه را توهينوي؟ تاسي فکر وکړئ که موږ په يوه اتفاق واى، غښتلى پوځ او پياوړى اقتصاد مو درلوداى، خلک مو په علم او پوهه سمبال واى او مشران مو د ولس له منځه راوتلي واى او
د پردو نوکران نه واى، په هيواد کي مو شرعي قانون نافذ واى او هر يو مو په نس موړ، په تن پټ واى دغو کفارو به د دغسي تېريو جرأت کړى واى؟ په تېره که لږ تر لږه د افغانستان، پاکستان او ايران هيوادونه سره يو موټي واى کفارو به دغسي په بده سترګه راته کتلي واى؟ نه هيڅکله نه!
زه خو دا وايم چي له اصله ملامتي په موږ کي ده. په اسلام کي هيڅ نيمګړتيا نسته. نيمګرتيا زموږ ده. موږ په خپلو ناسمو عملونو د خپلو هيوادونو د ورسته پاته کېدو او د اسلام د انحطاط اسباب برابر کړي دي.
نو درنو لوستونکو ! په دغسي ناسم حالت کي مسلمانان څه کولاى سي؟ لکه په تېرو مظاهرو کي د خپلو هيوادونو عامه شتمنيو ته تاوانونه ورسوي؟ او که اخ وډب او مرګ ژوبله رامنځته کړي؟ دا خو د دښمن پر ژرنده اوبه ور خوشي کول دي. دښمن خو مو په دغه حال نور هم خوشاليږي. که له خپله دولته وغواړو چي د ډنمارک او هالينډ عسکر زموږ له هيواده وباسي او ديپلوماتيکي اړيکي ورسره وشلوي. هغه مو دا خبره نه اوري. که له ډنمارک او هالينډ څخه د مسؤولو کسانو محاکمه وغواړو دا خبري مو هم نه اورېدل کيږي.
که له خپلو تجارانو وغواړو چي لږ تر لږه خو دي د ډنمارک او هالينډ مصنوعات تحريم کړي او هيواد ته دې نه واردوي هم مي زړه ته نه لوېږي چي دا خبره دي ومني. د اسلامي هيوادونو مشرانو هم د امريکا له بېري غوږونه کاڼه اچولي دي. د نورو اسلامي هيوادونو خلک هم زموږ غوندي خوار او بې وزلي دي.
نو څه بايد وکړو ؟
تر ټولو ښه او لازمه خبره داده چي هر مسلمان هر څوک چي وي او په هر موقف کي چي وي خپل زړونه له باطلو او ورک لارو فکرونو او عقايدو څخه پاک کړي. خداى ته په صدق او اخلاص رجوع وکړي. نصوحه توبه وکاږي. د پردو غليمانو د ډالرو او امتيازونو په مينه کي د غرقېدو پر ځاى د خپل فرهنګ ( اسلام او افغانيت ) سره رشتيانۍ مينه وکړي. څنګه چي د وطن پالني خبري کوي هغسي په رشتيا هيواد پال سي. بې تفاوتي پرېږدي. منافقان او د پردو مزدوران منافقت او د اسلام په جامه کي د اسلام سره دښمني پرېږدي. خپل اسلام، خپلو خلکو او خپل وطن ته د رشتياني خدمت مټي راونغاړي. له پردو کافرو غليمانو او
د افغانانو د وژونکو او پر هيواد له تېري کوونکو څخه ځان راټول کړي.
په خپلو کي سره جوړ سو، کفار په هر ډول چي کيږي له خپله ملکه وباسو. د هيواد د ننګي او ودانۍ لپاره په صداقت مټي راونغاړو. په دې لار کي کار او زيار ته حاضر سو. په هيواد کي د سرترسري سولي د ټينګښت او بين الافغاني مذاکراتو لپاره په خبر نه منونکو خبري ومنو. که چا خبري نه منلې شرعي او افغاني چلند ورسره وکړو. په هيواد کي د اکثريت د خوښي اسلامي شرعي نظام جوړ کړو. شتمنو او وس لرونکو کسانو ته ښايي چي شخصي ښوونځي، کتابتونونه، ستري مطبعې او د علم او پوهي ادارې تاسيس کړي. د کارخانو او فابريکو په راوړلو سره د وطن د اقتصاد د پياوړتيا او د بې کارۍ په له منځه وړلو کي مرسته وکړي.
دا چاري مشکلي نه دي خو که هوډ او همت او پوهه او عقل وي. او غرض او منافقت او پردوته سر سپارنه نه وي. البته دغه د اسلام د دښمنانو او زموږ د مقدساتو د توهينوونکو ډېر غوره او مناسب جواب دى.که څوک دا چاري نه غواړي او يا يې ناممکني ګڼـي يا يې په خندا يا حکيمانه او فېلسوفانه دلايلو ردوي، دا يې نخښه چي هم به خپله خسيرالدنيا والآخره سي او هم به موږ او نور مسلمانان تر دې لا خوار او سپک کړي. وما علينا الا البلاغ.
په پاى کي په داسي حال کي چي د اسلام دغه د څه له پاسه يومليارډ مسلمانانو د دين او مقدساتو په وړاندي د مادي پالو کفارو ياد سوي او ډېر نور پاروونکي عملونه او د هغو د اجيرانو مغرضي څرګندوني، چټي بابولالي او منافقانه او غولوونکي سياست بازۍپه کلکه غندم، هغو ته وايم چي لږ څه له فکر او وجدانه کار واخلئ، د خپلو شومو مقاصدو او مادي ګټو لپاره د نړۍ د وګړو تر منځ د دښمنۍ تخم مه کرئ.