د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محقق په هېواد كې د بت پالنې بنسټ ايښودونكي

م ،عمرخيل 09.03.2008 17:33
دولسي جرگې د ديني او فرهنگي كميسيون مشر محمد محقق پرون د عبدالعلي مزارى جوړ شوى بت څخه پرده پورته كړه .
بت پالنه په اسلامى شريعت كې يو مشركانه او غيرى اسلامى كړنه ده ، دا چې زه ملا هم نه يم خو په دې پوهيږم چې دا كار د اسلام د ستر دين سره په ټكر كې ده .
دا چې د پارلمان ديني كميسيون مشر په دې پوهيږى چې بت پالنه او بت پرستى د اسلام د دين خلاف عمل دى ، نو ولې بيا پرون د عبدالعلى مزارى د بت د جوړيدو په غونډه كې پرانستونى وينا وكړه او دا كار يې وستايه ؟
په داسې حال كې چې دغه كړنه يو غيرى اسلامى غيرى شريعي او غيرى انسانى عمل دى او محقق په ښكاره د اسلام ستر دين اساساتو ته سپكاوى وكړ او بايد چې زمونږ د هېواد مجاهد او مومن خلك په دې پوه شي .
خو محقق ته خپل بت پرستى او بت پالنه دومره غټه خبره نده ، هغه ته غټه خبره داده چې دده په كميسيون كې څوك د پښتو او پښتنو نوم وانخلى .
تاسې وګورې چې څو اونۍ وړاندې يواځى د يو پښتو لوحى پرسر محقق څومره خپل د تعصب جذبى پورته كړى او څومره يې دغه خبره غټه كړه اوس تاسې وګورى محقق د اسلام اساسات تر پښو لانده كړه او په هېواد كې يې د بت پالنۍ بنسټ كيښود .
دا چې يو افغان مسلمان سلطان محمود غزنوى د اسلام د ستر دين لپاره د بت شكن وياړ ترلاسه كوى ، خو مقابل كې د ديني چارو كميسيون مشر متعصب محقق په هېواد كې د بت پالنۍ بنسټ كږدى او دا كار ستايى ، د محقق داكړنه د هغه د اسلاميت په اړه زمونږ په زړه كې يوه پوښتنه پيدا كوى چې محقق ولى له پښتو او پښتنوسره دومره د تعصب نه كار اخلى چې پښتو دهغه په وړاندې كفر دى ، ولې محقق يو داسې كړنه ترسره كوى چې په ښكاره د اسلامى شريعت پرضد په ټكر كې واقع كيږى ، زه وايم د افغانستان په تاريخ كې ښايې د محقق نوم په همدې شرميدلى كار سره د تل لپاره پاتى شي ، زه وايم محقق بايد له دې وروسته د ولسي جرگې د ديني او فرهنگي كميسيون له مشرتوبه څخه لرى شي ځكه دا كار د اسلام د دين په وړاندى يوه دسيسه ده او دغه كړنه د ډنماركى اوسيدونكى د اسلام ضد كړنې سره ورته والى لرى .
زه وايم كه چيرى افغان دولت ددې كار په وړاندې همداسې چپه خوله پاتى شي دا به د اسلام د مبارك دين د لمنځه وړلو لپاره د استمعارچيانو دسيسې وى .