د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغزني ولایت پښتا نه د جګړو قر بانیان

سيدرحمن فقيرزی 09.03.2008 13:33
دغز ني په ولا یت کې ګڼ پښتا نه میشت دي چې ډیر یې په غرنېو سیمو کې د کلیوالۍ ژوند لري او له خپلو مدني حقونو څخه لرې د خپل ستو مانه ژوندانه شپې ورځې سبا کوي د غزني ولایت په هغو لرو پر تو ولسولیو کې چې پښتا نه میشت دي ښوونځي ډیر کم دي او یاخو په ځینو یا دو شو یو ولسواېو کې همغه شته ښوونځې هم د بیلا بیلو لاملو نو له مخې تړلې دي او ماشومان چې د سبا ورځې بر خلیک ټا کوونکې دی له زدکړو څخه لرې پا ته دې خو د دې اپوټه [ بر عکس] په هغو ولسواليو کې چې هزاره ګان او پارسیوانان ژوند کوي ښوونځې فعال دي او استوګن ېې روغتیا یې اسا نتیاوو ته لاس رسۍ لري ا و دځينو ولسوالیو د خلکو دژوند کچه خو د غز نې ښا ر د خلکو له هغه څخه لوړه ده ددغوولسوالېو له مینځه به یواځی د جا غو ریو ولسوالې را واخلو چې خلک یی ټولې ممکنه اسانتیاوې په واک کې لري او هره ورځ ولسمشر ته ور ځې او نارې وهې چې زموږ ولسوالې دې د ولا یت په تو ګه ومنل شې هزا ره میشتې ولسوالې دښه امنیت لرونکې دې او خللک یې پرته له دې چې د طالب اویا دولتې سرتیرې په نوم ووژل شې په ارامه فضا کې د ژوندانه له شته وو اسنتیاوو څخه خوند اخلې ایا په پښتنو باندې څه شوې چې له ممکنه اسانتیاوو څخه بې بر خې دي او هره شیبه په بیلا بیلو نومونو ځورول کېږي ایا پښتون ولې نشې کولې چې په خپلې ولسوالې کې د خپلې ناروغې مور میرمنې او یا خور درملنه وکړي اوس مهال دغزني پښتانه دخپل ناروغ اویا ناروغې ددرملنې لپاره په وېجاړو سړوکونو کې په داسې حال کې چې هره شیبه دا ویره ورسره مله وې چې اوس به پرې دطالبانو او یا پولیسو په شک وسلوال ړانده بریدونه کیږې څو ساعته مزل کوي ایا نن ولې دپښتون پر کور دطالب يا القاعدې په نوم برید کیږ ې اویاېې د شنو سترګو امریکاېې عسکرو لخو ا په نیمه شپه کې کور پلټل کیږې ایا دا هر څه په خپله دپښتون له لاسه دې که ؟... نه هڅکله نه هیڅ څوک نه غواړې چې په خپله دې په لوی لاس ځانته غمونه جوړ کړې نن چې پر پښتون باند ې هر څه کیږي یوا ځنې لوې لا مل ېې دادی چې تر دا مهاله پورې هیڅ کوم دولت دغزنې پښتنو ته هغه ډول پاملرنه نده کړې کومه چې ورته په کارده او يواځې په ظاهرې بڼه غولیدلې دی نن چې پښتانه د ډال او تورې په توګه کارول کیږې وجه ېې له ښوونې او رو زنې څخه ددوې لریوالې دی که چیرې پښتانه د افغا نستان سل په سل کې سلنه هم جوړه کړې نو بیا به هم له خپلو رښتو [حقونو] څخه لری پاته وي متل دی چې واېې یو په سله سل په هیڅ که غزني مشتو پښتنو ته په همغه پخوانۍ ستر ګه و کتل شې او بچیان یی همداسې بې برخلیکه او نالوستې پاته شې نه یواځې دا چې په خپله دوی به له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شې بلکې ددولت پر وړاندې به هم لا ډیرې ننګونې را پیداشې خکه چې له نا لوستوځوانانو څخه هر څوک په خپله ګته کار اخستلای شې دولت باید په پښتون میشتو ولسوالیو کې ټولګټې پروژې په کار واچوې او ښوونځې فعال او ورغوې ترڅو ماشومان په زده کړو بوخت شې او وزګارو ځوانانو ته د کار کولو لار هواره شې خو باید وویل شې چې د ټولګټو پروژو په کار اچول هم ډاډ من امنیت ته اړتیا لرې چې دولت بو یه په دې برخه کې هم کو ټلې ګامو نه اوچت کړی او یادو شویو ولسوالیو ته د لو ټما رو پولیسو پر ځای رښتینې او په دین او هیواد مین پولیس سر تیرې ور واستوې ترڅو نورغزنې میشتې پښتانه د جنګ جګړو بلهاریان نه شي