د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوزير محمدګل خان مومندد يادغونډې ملاتړ

پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ 08.03.2008 22:42

دافغان ادبي ټولنې پیاوړواوقدرمنوغړو!
په جرمني کې دساینسپوهانوټولنه تاسوته دمینې ډک سلامونه اونیکې هیلې وړاندې کوي  اوبیا مودلوی خدای (ج) څخه روغتیا اوبرياليتوب غواړي .
دخبررسنيوله لارې مودخوشحالی نه ډک خبرترلاسه کړ چې دافغان ادبي ټولنه دروانې مياشتې په څوارلسمه نېټه دستر پښتون وزير محمدگل خان مومند بابا ياد غونډه کوي .
په جرمني کې دساینسپوهانوټولنه دتاسوله خوا دهېواد دعلمي ،تاريخي ،کلتوري ،ملي اوپوځي وطنپال  شخصيت  ارواښادوزير محمدگل خان مومند بابا دنمانځنې او يادونې ياد غونډه ستايي اوکلک ملاتړورڅخه کوي  .
 که څه هم موږدتاسوسره په فزیکي ډول  نه شويوځا ی کیدلای خو دپرتمينې يادغونډې په ورځ به زموږټول فکرونه  دستربابا اوتاسوسره يوځای شریک وي. دیوې خواد خواښينی ځای دی چې   نن ورځ  ارواښادزموږسره یوځای نه شته خوبلخواد خوشحالی ځای دی چې موږته يې دژوند لپاره يوه غټه علمي خزانه رابښلې ده . که وغواړوچې په رښتوني ډول  دارواښادنوم ژوندی اوارواح يې  خوشحاله وساتو،نو  زموږپه اندترټولواړينه به داوي چې  ځوان نسل دستربابادپښتواوپښتونولۍ فلسفه په ورځني ژوند کې پلې کړي. داپه دې مانا چې په لره اوبره پښتو نخو ا کښې د ارواښادوزير محمدگل خان مومند بابا پلویان په هرځای هروخت اودهرچاسره :
په پښتووغږيږي، پښتووليکي اوپه پښتوزده کړې ترسره کړي .

وزير محمد گل خان مومند خپل عمر دمورنۍ ژبې پښتو لپاره وقف کړى و . اوهغه به داويل ،چې  که چېرته پښتوژوندی وي ،نو پښتانه ژوندي دي او چې پښتانه ژوندي وي ،نوافغانستان به ژوندى وي
په دې تړاودستاسونوروبرياليتوبونو  په هیله .

(په درنښت )
پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ  
په جرمني کې دساينس پوهانوټولنې د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب