د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شيرخوستى به په غزني کې والي اوکه دامريکا دسفارت استازى وي؟

يماعبدالله زوى 08.03.2008 21:11

شاوخوا يوه اونۍ وړاندې دولسمشر کرزي دفرمان له مخې دلغمان هلمند او غزني لپاره نوي واليان وټاکل شول چې هلمند ته دلغمان پخوانى والي ګلاب منګل ، دې ولايت لطف الله مشعل او غزني ته شېرمحمد خوستى و.

دولسمشر له لوري دلغمان او هلمند لپاره د واليانو ټاکنو دډېرو سياسي کړيو په اند خورا پر ځاى ټاکنه وه خو دغزني دوالي په توګه دشېرخوستي ټاکنې هم سياسي او هم فرهنګي کړۍ له هيښتيا سره مخ کړې .

سياسي کړۍ ځکه دغې ټاکنې ته حيرانې پاتې وي چې دشېرخوستي نوم تر اوسه پورې په يوه کوچنۍ غونډه، مجلس او يادې ته ورته بل کوم پروګرام کې نه وياد شوى او نه هم چا پېژاند .
دخوست خلک به خبر وي چې يواځې څو ورځې په هغه ولايت کې دپټان دسلاکار په توګه پاتې شوى او ډېر ژر هغه هم له دې دندې وشاړه چې ګام يې په ارياناټلوېزيون ولګېده .

دفرهنګي کړيو لپاره ځکه دغه ټاکنه دهيښتيا وړ وه چې هغوى په اريانا ټلويزيون کې دشېرخوستي له نوښتونو او چارو څخه خبر و.
شېر خوستى يو نامعلوم شاليد لري چې يو شمېر خلکو ته يې ويلي و چې ګواکې په امريکا يا کوم بل لوېديځ هېواد کې يې دماسټرۍ تر کچې حقوق يا واکپوهنه لوستې ده .
په اريانا نټ ورک کې دشېر خوستي همکاران وايي چې داسې برېښېده چې دغه ښاغلي به سمې لومړنۍ زده کړې هم نه درلودې.
دوى وايي: (( کله چې به موږ دده زده کړو ته کتل نو ويل به مو چې دا ديو امريکايي پوهنتون ماسټر!!! دى تر دې خو په افغانستان کې دلومړنيو زده کړو يو ماشوم هم سم په خبره پوهېږي .))

دشېرخوستي په اړه ويل کېږي چې يواځې څوټکي انګريزي يې زده کړې وه هغه شى چې له بده مرغه زموږ په هېواد کې هر معيار ورسره تلل کېږي .

همدا لامل و کله چې نوموړى په لومړي ځل له امريکاڅخه هېواد ته راستون شوى و نو له پښتنو سره به يې هم انګريزي ويله چې ددې خبرې شاهدان کېداى شي په سلګونه کسان وي اوله دې کار څخه هم دشېرخوستي وړتيا او اصلي جوهر معلومېږي .

نوولې والي شو؟

دنوموړي په اړه ويل کېږي چې دامريکا له سفارت سره يې ډېر خواږه او دوستانه اړيکي لرل ان ځان يې دومره ورته نږدې کړى و چې په هره ميلمستياکې به يې ناست و .

دلته بايد دوه ټکي له پامه ونه غورځول شي لومړى دا چې يابه شېرخوستى ولسمشر ته خپلو سلاکارانو ور پېژندلى وي او يا هم دامريکا سفارت .
که خپلو سلاکارانو ورته دهغه دوالي کولو مشوره ورکړې وي نو له بده مرغه به ووايو چې ښاغلي ولسمشر دولس او حکومت ترمنځ په شته واټن باندې يو لوى ګام بل هم ورزيات کړ .
او که حالت داسې دوام وکړي نو دامريکا داستخباراتو هغه راپور چې وايي دافغان حکومت واک دهېواد په سلو کې په دېرش خاوره هم نه چلېږي او دکرزي دغه دعوې هم نورې نو بې ځايه دي چې له بي بي سي سره يې په مرکه په غيرمترقبه ډول وويل : ((په هېواد کې داسې ځاى نشته چې دافغانستان بيرغ هلته پرې ولاړ نه وي پرته له هغو سيمو چې دترورستانو په لاس کې دي .))

داسې ښکاري چې دولسمشر هم نوره له هېواد او خلکو څخه تمه ختلې او زړه يې مړ شوى دى ځکه ددې پر ځاى چې دخلکو او حکومت تر منځ دنږدېوالي هڅه وشي اپوټه دشېرخوستي غوندې خلکو په ټاکنه واټن نور هم زياتوي .
دغه ډول ټاکنې له شکه پرته په هېواد کې په شته ستونزو نيغ په نيغه اغېزه کوي او لري نه ده چې را روان اوړى په دډاکټر نجيب الله دحکومت په څېر يواځې کابل دحکومت په لاس کې نښتى وي او شاو خوا به يې مخالفين مورچلونه ټينګوي .

په هېواد کې له تاوتريخوالى سره مقابله

له تاوتريخوالي سره مقابله دحکومت لومړنى مسوليت دى او دخپل مسوليت له مخې بايد د تاوتريخوالي اوسنۍ کچه ټيټه او بالاخره يې له منځه يوسي .
دمقابلې لپاره کېداى شي ډېر څه اړين او ډېرې لارې اغېزمنې وي چې يوه هم پر دندو دکارپوه خلکو ټاکنه ده چې دغزني دپخواني والي فيضان ټاکنه يو همدغسي ګام و.

که چېرته هغه خلک چې دکار وړتيا او له هېواد او ولس سره رښتيني مينه او خواخوږي ولري په دندو وګمارل شي نو ارو مرو به روان حالات کابو کېږي او روانې ستونزې به له منځه ځي خو له بده مرغه دافغانستان په حکومت کې دغه فرمول تر اوسه پورې هېڅ کار نه ورکړى او نه يې ورکوي .

دم ګړۍ خو ددولت دريځ داسې دى چې دنړيوالوځواکونو په زور دحکومت مخالفين او ياغيان ښکېل کړي خو دتجربو له مخې دا کار ډېرې ښې پايلې نه شي لرلاى ځکه روانه جګړه دنړيوالو ځواکونو په شتون کې دا دى اووم کال ته ننوتلې ده او ورځ تر بلې زياتېږي .
په روانه جګړه کې دوه عنصره ډېر ښکېل دي چې يو يې طالبان او دويم يې دحکمتيار په مشر اسلامي ډله ده چې دحکومت پر وړاندې وسلوال بريدونه کوي .

په غزني کې هم دواړه ډلې فعالې دي او نږدې هره ورځ حکومتي اهداف په نښه کوي .
ددې ولايت پخواني والي فيضان الله فيضان دحکمتيار په مشرۍ له اسلامي ډلې سره اړيکي درلودې او له کله نه چې دغزني دوالي په توګه ټاکل شوى دى په دې ولايت کې دپېښو ګراف سم نيمايي راټيټ شوى و.

ځکه هغه کسان چې داسلامي ډلې په ملاتړ او استازۍ يې دولتي اهداف په نښه کول دفيضان تر اغېزې لاندې يې له مخالفت څخه کار واخيست او يو زيات شمېر خو په ښکاره هم له دولت سره يوځاى شول .
کله چې دغو کسانو له مخالفت څخه لاس واخيست نو طالبان يواځې شول او همدا لامل و چې هغوى کمزوري شول او حکومت وکولاى شول چې په تر ټولو ناارامو ولسواليو کې هم دبيارغونې کارونه او نور پروګرامونه پيل کړي ځکه داسلامي ډلې دکسانو بېلتون له هره اړخه دطالبانو پوځې کرښې اغېزمنې کړې وي او نور يې دهغه مقاومت وس نه درلود لکه پخوا چې يې و.
تمه داسې وه چې ولسمشر به دفيضان دټاکنې تجربه په نورو ولايتونو کې هم پلې کړي او په دې ډول به دجګړې اور ووژني، خو له بده مرغه چې دغه پروسه دهيلو پرخلاف وچورليده او په کې پايله کې شېرخوستى دغزني والي شو.

په فيضان پسې يو شمېر مافيايي ډلو چې په ولسي جرګه کې هم اغېز لري ، پخوانيو ټوپکسالارانو، هزاره متعصبينو او نورو قاچاقبرو پښې را لوڅې کړې دي او په ډول ډول نومونو يې تورنوي .
مزدورې رسنۍ له ((٨صبح)) او نور هم دې ته لمن وهي چې دغزني والي بې کفايته نالوستى او دحکومت پر ضد وښيي ، هره ورځ ډول ډول ليکنې خپروي او په ټوله کې غواړي دغزني والي چې يواځنى دکار والي و دخلکو تر پام ور بد کړي .
دفيضان پر ضد دتبليغاتو او درواغو په دې اټن کې دغزني پخوانى والي معراج الدين پټان هم ورګډ دى او وايي چې فيضان داختلاس دوسيه لري دا په داسې حال کې ده چې دى پخپله داختلاس له امله له خوسته غزني ته ولېږل شو او په غزني کې داختلاس کولو له امله له دولتي او حکومتي دندې څخه بيخي محروم شو.
په فيضان باندې دتورونو له لګولو څخه داسې ښکاري چې پټان په هېڅ هم نه شرمېږي ځکه په اختلاس او نورو ناوړه کړنو سربېره په غزني کې لومړى والي دى و، چې هم يې په حکومتي ادارو او هم يې له هغو څخه دباندې تعصب ته لمن ووهله او دغزني خلک يې سره چاړه او غوښه کړل .
پټان دهرازه +تاجک يوه پنځه کسيزه ډله درلوده او يوه اونيزه يې په واک کې ورکړي او هغه اشخاص او وګړي به يې توهينول چې دپټان له امريکايي مزاج سره به سم نه و.
پټان به خپل ضمير او وجدان ته هم له ځواب ويلو څخه نه وېرېږي چې په دې ولايت کې يې ولې دکرکې تخم وکاره .
داسې ښکاري چې نور نو دهېواد دجوړولو مسله حکومت ته اوپه ځانګړي ډول ښاغلي کرزي ته هم په زړه پور نه ده او که واى نو غزني غوندي مهم ولايت ته به يې د شېرخوستي پر ځاى يو بل تجربه کار او پوه شخص لېږلى واى چې لږ تر لږه تر يوه وخته خو دغه ددولت په واک کې پاتې شوى واى .
دا خبره په دې مانا نه ده چې غزنى به ارو مرو سقوط کوي او دولت له واکه به وزي خو شرايطو او دنوې والي وړتيا او شخصيت ته په پام سره که سقوط ونه کړي نو څوک دې ورڅخه بې غمه کېږي هم نه .

لکه مخکې چې مې ورته اشاره وکړه په غزني کې دوالي په توګه دشېرخوستي په ټاکنه کې که دولسمشر دسلاکارانو لاس نه وي نو بيا به ارو مرو په کابل کې دامريکا دسفارت لاس وي ځکه که دا دوه نه وي نو هېڅوک به هم دې ته زړه ښه نه کړي چې دشېرخوستي ملاتړ وکړي .
خو که دا کار دامريکا سفارت کړى وي نو ولسمشر دې په دې پوه شي چې په غزني کې يې دځان لپاره دستونزو په زياتولو کې لومړى ګام پورته کړى دى .
او دا دې هم نه هيروي چې امريکا هم دافغان حکومت له ملاتړ څخه لاس اخيستى دى او لري نه ده هغه مهال چې دغزني حالت دهلمند په څېر شي نوولسمشر به طوعا وکرها په دې خبره اقرار کوي چې ماخو دغزني والي نه بدلاوه خو امريکايانو راباندې بدل کړه لکه دهلمند دپخواني والي په اړه چې يې څو ورځې مخکې د سويس په داوس ښار کې پخپلو څرګندونو کې وويل .
ځکه تر کومه ځايه چې زه شېرخوستى پېژنم هغه به ديوه امريکا تور پوستي مردارخور عسکر چې پخپل هېواد کې په خيټه مزدوري نه ورپيدا کېده او دلته په ډالرو معاشي لري حکم ته دکرزي تر فرمان ترجيح ورکړي .

او دخوستي همدغه وړتيا وه چې دوالي تر څوکۍ خو يې را ورساوه .
له دې وروسته به تاسي ووينۍ چې په غزني کې بمبارۍ کومې کچې ته رسېږي او امنيتي حالات څومره ويجاړېږي .
که ولسمشر رښتيا هم ددې ولس په غم کې وي نو په خپله دې پرېکړه دې له سره غور وکړي او غزني ته دې يو بل والي واستوي او کنه بيا به اوبه تر ورخ تېرې وي او دخپلې دغې پرېکړې له امله به نه يواځې خلکو ته شرمنده بلکې دخپل ضمير تر ملامتي به هم لاندې وي .