د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د((افغان رساله)) اداره دقدرت الله حداد دادبي او کولتوري څېړنيزو هلو ځلو په درنښت غونډه کوي

08.03.2008 12:47

افغان رساله ( افغان پوست ) دهېواد دعلمي ،تاريخي ،ادبي او کلتوري شخصيتونو دنمانځنې او يادونې په لړ کښې داځل دافغان ملي ټولنې په همکارۍ دافغانستان دپېژندل شوي ،ملي ،سياسي او ادبي شخصيت ښاغلي قدرت الله حداد فرهاد دادبي ،کلتوري څېړنو ،هڅو او خدمتونو ددرنښت په وياړ دامريکا دويرجنيا په ايالت کښې پرتمينه غونډه کوي .
له ټولو ښاغليو ،پوهانو ،ليکوالو او شاعرانو څخه هيله کيږي ،چې خپل مطالب ،مقالې او خاطرې دروان کال 2008 د اپريل تر 30 مې نېټې پورې دافغان رسالې ادارې ته ور وليږي .
په دې سره به دعلمي ،کلتوري او ادبي هستيو درناوى وشي .
تاسو په دې پته اړيکې ټينگولاى شئ - مننه
افغان رساله / AFGHAN POST
آدرس : P. O. Box 30074
1027 Finch Avenue West,
Toronto, Ontario, M3J 3L6
CANADA

فکس: 4684-472-(905)
بریښنالیک :: afghanpost@rogers.com
ویب پاڼه : www.afghanpost.com
http://www.afghanpost.com/covers.html