د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبریالي ،ستونزې اوله هغې سره مقابله

محمدظریف عنایت زی 05.03.2008 22:50

خبریالي یوه ستونزمنه اوپه عین حال کې سپیڅلې دنده ده ،که یو خبریال په بې پلوۍ ، پوره اخلاص اوصداقت سره واقعیتونه خپاره کړي خپله اسلامي اوانساني دنده یې په ښه توګه ترسره کړې ده .
په نړۍکې هرکال په بیلابیلوپیښوکې په لسګونوخبریالان خپل ژوندله لاسه ورکوي ، ځکه خبریال مجبوردی چې دواقعیتونو د ترلاسه کولواومنعکسولولپاره دپیښو ځایونواوحتی دجګړې ډګرونوته ځان ورسوي ،که څه هم ښه پوهیږي چې داکارله خطره ډک دی خوددې لپاره چې خپل مسوولیت اودنده یې په ښه اوواقعي توګه اجراکړې وي نوهرې خطرناکې سیمې ته دورتلولپاره زړه ښه کوي .
خوموږوینوچې دخبریالانودمړینې مسلې ته دحکومتونوپه تیره بیا دنړیوالوموسسو چارواکي چندانې اهمیت نه ورکوي ، ډیرځله لیدل شوي چې کله یوخبریال ددې سپیڅلې دندې په وخت په قصدي اویا هم خطایي توګه دښکیلولوریولخواوژل کیږي حکومتي چارواکي ، دډلومشران اونړیوال مسوولین یوازې په یوه یادونه بسنه کوي او هیڅکله نه دي لیدل شوي چې په دې اړه واقعي پلټنې اوتحقیق وکړي ،نودانتیجه اخیستلاي شوچې خبریالان یوازې دي .
په دې باب خبریالانوته سپارښتنه کیږي چې ترهرڅه دمخه دخپل ځان دساتنې په فکر کې وي ځکه داسلام دسپیڅلي دین له نظره هم دځان ساتل یوه ضروري چاره ده اوباید په لوي لاس دمرګ کومي ته ځان ونه سپاري .
یوخبریال چې کله دراپوردبرابرولولپاره کومې خطرناکې سیمې ته ورځي بایده دي چې ترهرڅه وړاندې دځان دساتنې په فکرکې وي او له وړاندې له خطره دتیښتې لاره ولټوي ،تل ځان له خطرسره د مقابلې لپاره چمتوکړي اودراپوردبرابرولوپه خاطرځان له خطر سره مخامخ نه کړي ځکه خبرترلاسه کول دوژل کیدوارزښت نلري .
خبریال بایدپام وکړي چې دادهغه همیشنۍدنده ده سباهم کیداي شي تردې ښه خبر پیداکړي نوبایدترډیره دخپل ځان دساتنې په فکر کې وي اودیوه نوي خبریامهم عکس داخیستلولپاره ځان له لاسه ورنکړي کله چې پوه شي خطرډیردی هڅه دې وکړي زړه نا زړه نشي کلک تصمیم دې ونیسي ، خبریال بایدداسې چارې زده کړي چې له خوندیتوب سره یې مرسته وکړي .
دبیلګې په توګه ټاکل شوې ده چې مظاهرې وشي خبریال بایدله هغې یوه ورځ وړاندې دمظاهرې دکیدوځاي ته ورشي ځکه چې ښايي مظاهرې تاوتریخجنې شي نودهغې سیمې دلارواودموقعیت په اړه دې بشپړمالومات ترلاسه کړي ، له احتمالي خطرونو سره د مقابلې لپاره دې ځان چمتوکړي، خپل مرکزدې دغه رازسیمې ته له ورتلومخکې خبرکړي اوورته په ډاکه دې کړي چې څه وخت بیرته له هغه ځایه راګرځي ،دداسې کسانودټلیفون شمیرې بایدله ځان سره ولري چې داړتیاپه وخت کې ورسره تماس ونیسي .
اکثره چارواکي فکرکوي چې دخبریالانوویرول ښه کاردی ځکه هغوي بیالږددوي د کارونوپه اړه پوښتنې اوګرویږنې کوي همداراز ډیرځله لیدل شوي چې دخبریالانوتیپ ،کیمره اوداسې نوروسایل ترې اخیستل کیږي ،یاقاضي حکم کوي چې خبریال بایدد خپل خبر سرچینه ایشواکړي حتی په هغوهیوادونوکې چې د دیموکراسۍ شعارونه هم ورکول کیږي خبریالان ګواښل کیږي .
همدارازیوخبریال بایدپه لومړنیوطبي مرستووپوهیږي څوداړتیاپه وخت کې هم له ځان اوهم له نوروسره مرسته وکړاي شي .
خبریال بایددنوروخبریالانودتلیفون شمیرې هم درسره ولري اود خطرپه وخت کې هغوي هم خبرکړي دخپل دفترمشرته ووایي که تر ټاکلي وخته ورونه ګرځي هغه څه بایدوکړي ،دځان دژغورنې لپاره له وړاندې پلانونه وکړئ .
دخبریالۍکارت بایدله ځان سره ولري که څه هم کیداي شي ځینې وختونه دخبریالۍ د کارت لرل دهغه په زیان وي خودابیادنوموړي په تجربې اودکارپه چاپیریال پورې اړه لري اوپه هماغه وخت کې دبل هرچاپه پرتله په خپله خبریال په ښه توګه تصمیم نیولی شي .
خبریال بایدتل داسې فکرونه کړي چې که دنښتې اوجګړې ډګرته ورنه شي نوښه اوکره خبرنشي ترلاسه کولاي ،بلکه ډیرځله دخطرله سیمې بهرکره اوبشپړمالومات ترلاسه کیداي شي .
خبریال بایددراپوردبرابرولوپه وخت کې خپل ګرچاپیره ته ښه ځیر وي اودهرډول احتمالي پیښوپه باب هوښیارواوسي .
اکثره وختونه ډله ایزکارګټوروي خوډیرلږلیدل شوي چې خبریالان دې په ګډه دیوه راپوردبرابرولولپاره ولاړشي په داسې حال کې چې سپارښتنه کیږي خبریالان تروسه وسه ډله ایزکاروکړي حتی که یې یوسیال خبریال هم په ډله کې ورسره وي تریوازیتوبه ښه ده. دنښتویانوروپیښواصلي لوبغاړي دې پیداکړي اوخپلوکسانوته دهغوي اشارو او امرونوته دې ښه پام کوي .

ښايي چې مدیریې ورته تلیفون وکړي اودیوه کارکولوورته ووایي خوپه داسې شرایطو کې چې خبریال دپیښې په ځاي کې دی په خپله بایدتصمیم ونیسي ،تل دې پام وکړي چې څه ډول شیان ورسره دي کیداي داسې څه ورسره وي چې له امله یې دکومې ښکیلې ډلې لخواتربریدلاندې راشي .
که خبریال په نوي چاپیریال کې کارکوي بایددهغه ځاي دخلکوله دودونو، کلتوراوژبې سره بلدوي ځکه دهغې ځاي دخلکوپه ژبه په څوجملوپوهیدل کیداي شي تاسوله مرګه وژغوري، کم ترکمه داچې (زه خبریال یم )جمله خوبایدحتمادهغې سیمې دخلکوپه ژبه زده کړي،کله چې داسې نوې سیمې ته یوخبریال ځي هرومروبایددهغې سیمې له ځايي خبریالانوسره ځان بلدکړي .
لنډه داچې خبریالې داسې دنده ده چې دنوروبرخوپه پرتله زیاتې ځیرتیاته اړتیالري اودهرې پیښې په باب دراپوردبرابرولوترڅنګ بایددخپل ځان دامنیت اوساتنې په اړه ډیرپام وکړي ،بریالی خبریال هغه دی چې ژورې ټولنیزې اړیکې پیژندګلوۍاوپراخ مالومات ولري .