د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له مذهبه پرته انسانيت!!؟؟

واصل احمد سالارزی 05.03.2008 22:44

هسې خو د ماده پرستانو (مټريالېستانو) لخوا په هر پير كې د دين خلاف د كركې او نفرت يوه نوې څپه راپورته شوې، مګر په نني پېر كې د سوسيالستانو او كپېټالستانو لخوا دې غورځنګ ته يو نوې رنګ وركړې. ځينې خلك د كركې او نفرت د جذبې په مختلفو اړخونو او منطقي پايلو باندې غور او فكر څخه پرته دا خبره كوي، چې اخر ولې انسان له دين او مذهب له اغيزو څخه پرته په خپلواكه توګه غوره او خوشاله ژوند نشي تېرولې؟

چا چې كله په يوه مسئله كې په پوره غور او دقت سر ه فكر نه وي كړې، دوي خو خير په همدې لار روان وي، او تر هغه وخته پورې به په خپل زړه كې له دين او مذهب سره كينه لري، ترڅو پورې چې لادينيت په ټوله نړۍ خپلې ولكې ټينګولو سره انساني ژوند په بشپړ ډول دوزخ جوړ نكړي.

مګر هغه خلك چې د عصر له نارو څخه سمدلاسه نه اغيزمن كېږي، او د راتلونكيو وختونو او پېښو باندې د غور او فكر كولو عادي دي، دوي ته ښايي چې پدې خبره ضرور غور وكړي، چې آيا له مذهبه پرته به انسانيت ژوندې پاتې كېدې شي، او كه چېرې دين او مذهب له نړۍ څخه رخصت شي، نو انسانيت به ناچاره ډول له كوم وېروونكي حالت سره مخ شي؟

ددې مسئلې له شننې څخه مخكې د ځينو خبرو روښانونه اړينه برېښي:

۲- زموږ سر و كار د دين له ګډو وډ حالتونو سره نه دى. كه چېرې ځينې چالاك او رند خلكو د دنيوي ګټې لپاره د دين او مذهب څېره خرابه كړه، نو دا د هغوي ناولتوب او ورانې دى. له دې وراني سره د دين او مذب هېڅ ډوله سر و كار نشته، او ددې ډول خلكو له كارونو څخه هېڅ څوك هم دين نشي ملامتولې.
۲- په نړۍ كې چې هر دين او مذهب په خپل ځاى د فكر و عمل كوم نظام راپېژندلې، موږ يې تفصيلاتو ته نه ورځو. زموږ سر و كار د دين او مذهب له اړيا سره دى. موږ به يواځې دا وګورو، چې كه چېرې له نړۍ څخه مذهبي افكار او احساسات په بشپړ ډول لرې كړاى شي، نو د انسان د انفرادي او ټولنيز ژوند نقشه او انداز به څرنګه وي!؟ او ايا دې نقشې او انداز ته به يو متمدنه ژوند وويلاى شو او كه نه؟

د څښتن تعالى وجود

(د مادې لمانځونكيو چې دين او مذهب په كوم ډول سره بېكاره او بې وزنه ثابتولو لپاره په كوم انداز سره د ارتقاء داستان جوړ كړې، هغه ډېر ناسم دى. چونكه ددې ډلې ټول زور په دې خبره دى، چې اصل شى ماده ده، او څښتن هم د انسان په ذهن كې ددې مادي نړۍ بهرنې انځور دى، نو لدې وجې د څښتن په اړه انساني تصورات د بهرنيو حالاتو په بدلون سره بدلېږي رابدلېږي.

په لومړي سر كې، كله چې د انسان د پوهې او ليدنې كچه محدوده وه، نو ده به د بې شمېره قدرتي شيان په څښتنولۍ نيولې ول، او د هغې لمانځنه به يې كوله. پس له هغې چې دده د پوهې كړۍ پراخه شوه، او د كائناتو په پېژندلو وتونېد، نو د څښتنانو شمېره وخت په وخت سره راكمېده، او بيا د يوه څښتن تصور باقي پاتې شو. نو اوس بايد چې لدې خيالي پيكر څخه هم انسان خلاصون ترلاسه كړي، ځكه چې دا هم ماضې يو وهم دى).

د څښتن په اړه دا ټوله فلسفه يوه ناكاره او ناسمه نظريه ده، چې له حقيقت سره يې له ليرې څخه هم كوم تړون نه ترسترګو كېږي، بلكه د څښتن شتون يو داسې حقيقت دى، چې انكار ترې نشي كېداى، او بې له منلو به يې په دې كائناتو كې انساني ژوند بې مانا پاتې شي.

د انسان په فطرت او د هغه په زړه او مغزو كې د څښتن تعالى د وجود احساس له هم هغه لومړي وخت څخه راپيدا شو، كوم وخت چې د بشر پلار (ادم عليه السلام) راوپنځول شو.