د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ایران آخوندې رژیم له افغانانو سره په دښمنۍ کې

یوسف هېواددوست 03.03.2008 23:09
په ایران کې د افغاني مهاجرو د وژل کېدو له امله  د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز اعتراض لیک
په تېرو نږدې ورځو کې بیا د ایران آخوندي رژیم  د یو شمېر مهاجرو افغانانو په وژلو  سره خپل په  وینو ډک لاسونه  ، لا سره کړل او په ښکاره توګه یې څرګنده کړه چې د ایران آخوندي رژیم لکه د پخوا په شان له افغان او افغانستان سره  د زړه له کومې دښمني ، کرکه او تربګني لري . موږ ددغو تربګنو په تېر تاریخ نه غږیږو او نه غواړو د دې خبرې ډېر تفصیل ورکړو چې ایران د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان او افغانانو سره ستراتیژیکه  دښمني درلوده او په هر وخت کې یې افغانانو او د دوي ملي حاکمیتونو ته د مرګ ، ویرې ، یرغل او جګړو  پیغامونه راوړي  او اوس خو چې ایران  هڅه کوي د خپلو اټومي پروګرامونو په ترسره کولو سره د اټومي او بیولوژیکي وسلو   د جوړولو بندو بست وکړي ، دغه دښمني په ښکاره توګه بیانوي .د ایران اټومي کېدل  ټولې آسیا او په تېره بیا افغانانو ته یو ستر ګواښ دی   چې د نړېوال فشار سره سره ایراني آخوندان  پر دغې  سیمه ایزې زبرځواکۍ ټینګار کوي .ایرانیان هېڅکله هم نه غواړي په خپل چم ګاونډ کې یو خپلواک ، سرلوړی ، پرمختللی او سوکاله افغانستان وګوري ، له همدې امله هڅه کوي په افغانستان کې د یو شمېر (( افغانستانیانو )) او ایران مشربه آخوندانو په ګمارلو سره نا امني رامینځته کړي ، د ژبو او مذهبي فرقو د جګړو اور بل کړي ، د افغانستان تاریخ او ملي هویت له مینځه یوسي  او نور  یې که هېڅ د لاسه و نه شول نو بیا په ایران کې مېشت مهاجر افغانان نه یوازې وځوروي چې لوټ یې کړي او د مرګ کندې ته یې واچوي .دا د ایران د آخوندي رژیم د ستراتیژۍ یوه برخه ده .
موږ په داسې حال کې چې په ایران کې د وژل شویو افغانانو قاتل د ایران آخوندي او فاشیست رژیم ګڼو ، د خپل اعتراض غږ پورته کوو او د افغانستان  له دولت څخه   په کلکه غواړو چې ددغو شهیدانو  د معصومانه وژل کېدو قانوني پوښتنه وکړي .دغه راز په دې توګه له پاک الله نه  د نوموړو شهیدانو لپاره د ښه جنت هیله کوو  او د دوي له کورنیو سره خپله غم شریکي  څرګندوو .
الله دې زموږ او زموږ د ولس مل شي
په درنښت
د افغانستان او ډنمارک د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) په استازیتوب
یوسف هېواددوست