زېرې: XO لپټاپونه په پښتو سمبال شول
02.03.2008 20:24
درنو وروڼو سلامونه او نېكې هيلې
هيله ده روغ او رمټ اوسئ.
تاسې به د OLPC (One Laptop Per Child) نوم اورېدلې وي.
دا يوه ښوونيزه، ناپيلې او غير منفعتي ټولنه ده، چې د ملګرو ملتونو لخوا تمويلېږي. موخه يې د بېوزله هېواودونو ماشومانو ته د وړيا لپټاپونو وركړه ده. ددې كار د لا اغيزمنتيا لپاره يې پتيلې چې ددې لپټاپونو ژبه د همهغه بېوزله هېواد ځايي ژبو ته واړوي.
نو د الله په فضل او كرم سره موږ دوه تنو افغان زده كړيالو چې د اسلام اباد
نړيوال اسلامي پوهنتون كې په زده كړه بوخت يو، دې كار ته په خپل خوښي
توګه راوړاندې شوي يو، او ددې لپټاپونو د ځايتابه پروګرم مو پيل كړ، چې د
څښتن په فضل سره مو دا دى د اړتيا وړ بنسټيزه ټرمينالوجي پښتو او دري ژبو
ته وژباړله. او په ازمېښتي ډول مو دوه لپټاپونه پوړجګونې (upgrading)
ته وسپارل. دا كار په برياليتوب سره ترسره شو، او دا دې نوموړي لپټاپونه
ددې وړ دي، چې په خپلو ځايي ژبو وكارول شي.
د يادولو وړ ده، چې د دري ژبې ځاييتابه پروګرم د اقتصاد پوهنځي زده كړيال صهيب عبيدي ابتهاج لخوا پرمخ بيول كېږي.
د اسلام اباد په اېچ ټېن سېكټر كې افغان كوشنيان له XO لپټاپ سره په خوشاله موډ كې
پدې لپټاپونو كې د ځينو لوبو، بوختياوو، ساتېريو... لپاره پروګرمونه شته.
او دا پروګرامونه له انګرېزۍ څخه پښتو ته ژباړل غواړي. كه څه هم دا لړۍ روانه ده، خو بيا هم له تاسو څخه په درناوي هيله كېږي، چې پدې راتلونكي
دوتنو په ژباړنه كې زموږ سره مرسته وكړئ كومې چې د پښتانه ژباړونكو په ګروپ كې ددې ((((
سرليكونو لاندې پرتې دي. ، ترڅو وكړاى شو د افغانستان راتلونكو
زورېدليو پلارانو ته يوه ښه ډالۍ وركړاى شو.
ستاسو د مرستو په هيله
په درنښت
عثمان انصاري
د OLPC افغان پروژې خدايي خدمتګار
OLPC Afghan Localization admin
OLPC: One Laptop Per Child - Non Profit Association
Regional Office for South & Central Asia
B-027, IIU Islamabad, Pakistan
http://www.laptop.org Email:jalalkut@gmail.com
Cell# +92-333-5253083 | Phone: +92-51-2527281
يادښت: د پښتانه ژباړونكو ډلې پته په لاندې ډول ده:
http://groups.google.com.pk/group/Afghantranslators
د XO لپټاپونو او OLPC په اړه لاندې ګورتپاڼې او بلاګونه كتلاى شئ:
http://wiki.laptop.org/go/OLPC_Afghanistan
http://wiki.laptop.org/go/The_OLPC_Wiki
http://wiki.laptop.org/go/XO:_The_Children%27s_Machine