د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بي بي سي ته نیوکې لېږل زموږ ملي او اسلامي وجیبه ده

هلال مومند 27.02.2008 08:24

ټول افغان د تل په شان یو ځل بیا یو نېک کار ته ملا تړلې ده. د ((ملي ترمنالوژي زموږ د ملي یووالي ښکارندوی)) تر عنوان لاندې یې هېوادوال هڅولي دي چې د بي بي سي مشران خبر کړي چې د بي بي سي فارسي څانګه د زیړ ژورنالیزم په لومو کې نښتې ده او هره ورځ زمونږ په ملي ارزښتونو ملنډې وهي او په هېواد کې د نفاق اور ته پوکی کوي.

زه هیله مند یم چې ټول به دې غږ ته لبیک ووایو. نورې هېوادپالې برېښنا پاڼې هم رابلم چې د ټول افغان د دې کار ملاتړ وکړي او خپل لوستونکي دې ته وهڅوي چې خپلې نیوکې د بي بي سي مشرانو ته ولېږي. که دا کار ونکړو نوهغه کاربه راباندې وشي کوم چې په دې لاندې کیسه کې په بې پروا خلکو شوی دی.

وایي یو مخلص پاچا ؤ. د خپلو خلکو سره یې بې کچه مېنه درلوده خو خلک (رعیت) یې ډېر بې پروا وو. پاچا غوښتل چې خپل رعیت ته یو سبق ورکړي او راویښ یې کړي. نو رعیت ته یې خبر ورکړ چې ما ته یوه بلا راغلې وه او ویل یې چې تر سبا سهاره پورې راته لوی دېګ شیدې راکړه او که نه په ټول ښار کې تباهي کوم.

پاچا خلکو ته وویل چې: زه بېګا ته د ښار په منځ کې تاسو ته یو لوی دېګ ږدم او هر کس باید پکې یو یو جام شېدې واچوﺉ تر څو د بلا له شره په امان شو. د شپې هر کس فکر وکړ چې که چېرته په دېګ کې د شیدو په ځای اوبه واچوم نو زما یو جام اوبه پدې دومره لوی دېګ کې نه معلومېږي. هر کس همدا فکر کاوه او د شیدو په ځای یې په دېګ کې اوبه اچولې. سهار چې پاچا دېګ وکوت، د شېدو په ځای له اوبو ډک وو. رعیت ته یې مخ راواړو:

-  که تاسو هر چا خپل مسؤلیت ادا کړی وای نو اوس به دېګ له شیدو ډک ؤ او د بلا له شره به په امان وای.

په هېواد مینو خلکو!

هر یو خپل مسؤلیت ادا کړﺉ؛ له بلا څخه ځان وژغورﺉ؛ په دېګ کې شیدې واچوﺉ؛ د بي بي سي مشرانو ته نیوکې ولېږﺉ.

په ټول افغان کې د اعتراض لیک پته:

بي بي سي ته خپل اعتراضونه ولېږئ