د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا يې د نېک اندېش نظر، بد اندېش به يې څه وايي؟

حبيب الله غمخور 27.02.2008 03:40

که پښتون اوکه تاجک که ترکمن يې
که ازبک اوهزاره ددې وطن یې
دښمن غواړي چي له مانه تاجداکړی
پام دي وکړه ته اعضا ددي بدن یې

په افغانستان کې ټولو ژبو اودژبو ويونکوته  درناوی دټولو ملی دنده او وجيبه ده

دژبو تر منځ بحث اوسالمه سيالي ډير ښه اوپر ځاي کاردی ، همدا معقوله سيالي ددې لامل گرځي تر څو ژبه دپياوړتيا او علمی کيدو په لورگامونه واخلی  . 

 تر دې وړاندي  چې دنيک انديش يابد انديش پر ليکنه خبري وکړم يوې مسلې ته دټولو درنو لوستونکو اوهغو چې دافغانانو سره دښمنی لري پام را اړوم  :

افغانستان  پنځه زره کلن تاريخ لري  داتاريخ  دټولو ښو اوبدو سره پدې هيواد کې اوسېدونکو افغانو پوري اړه لري  ،داسي نشی کيداي چې ښه دې يو قوم اوبد دی د بل قوم په نصيب شی .

که دادځينو افغان دښمنو په مزاج برابر تاريخي حوادث وڅېړو په افغانستان کې هيڅ يوه پاچا ،امير جمهور ریيس دقومی اړيکوپر بنياد دخلکو سره برخورد ندی کړی ،هغوي هغه څه کول چې دوي غوښتل اودهغه چا سره مخالف وه چې ددوي سره ئي مخالفت کاوه . زه ځکه لنډه خبره کوم چې ليکنه دلوستلو تر حوصلې ونه وزی .

دافغانستان دتاريخ پدغه موده کې  په افغانستان کې  دغلامی دوران مخ پر ختمېدو اودفيوډالي مناسبات مخ پر غوړېدوه ،ظلم اواستبداد هم په هغه پيمانه و،خو داټولو قومي بڼه نه بلکه طبقاتی بڼه درلوده ،که کوم پاچا اومحلی  واکمن دچاسر پرېکړی نوداکار ئي په ټولوقومونو کې دخپلو مخالفينو سره کړی  دي اوکه ئي کوم چاته امتيازورکړی هم ورته عمل شوی دی .يعنی دوخت حاکمانو دخپل حاکميت دساتلو لپاره دافغانستان دهر قوم دشتمن (بډاي ) اوپه سيمه کې داعتبار خاوندی کورنۍ درناوی کړی ،دهغوپه امر ئي خلک زندانی اوځينې ئې  بيا له زندانه  راخلاص کړی دي  .

پدې لنډه خبره غواړم دا څرگنده کړم چې دپاچاهانو په کوم قوم پوري تړل اوبيا هغه قوم دپاچاپه کړنو ملامت گڼل له انصاف اوکه څوک مسلمان وي له اسلاميت نه ليري خبره ده . ځيني کسان چې پرون ئي دسياسي اويامذهبی اډيالوژيگانو پر بنياد سرحد نه مانه اوټول ئي يو گڼل اوس  چې داډول کاروان تر منزل گاه پوري ونشو رسېدلاي  اودولسونوپر بدبختيو،خواريو اوغريبيو راټوکېدلي شتمن کسان اوډلې غواړي  په سيمه اودهغې جملې په افغانستان کې خپلې اودخپلو بهرنيو ملاتړو موخی تر سره کړی نوپه يوه اوبله بڼه دولسونوپه منځ کې  اختلافاتو ته لمن وهی ،داکېداي سي دا ژبنی وي ،قومی ،يامذهبي اوياهم سياسی  وی .

اوس چې په افغانستان کې زموږ دولس  دښمنان د پوځی لاس وهنو اوترهگرودرالېږلوتر څنگ دافغان ولس په بې اتفاقیو کې  هم خپلی گټی وينی نوئي خپلو لاسپو څو ته هدايت ورکړ چې  ددې ملک ديوه لوي اکثريت سره  دمخا لفت  اودهغوی دسپکاوی او له ژبې سره  ئې ددښمنۍ لارخپله کړی ،چې داکار دشوروی يرغل دپيل په دوران کې  را پيل اودبي ۵۲ الوتکو لويو وزرونورهم وغوړاوه .

که داسي نه ده نو ددغه يو ساده سوال جواب به  څه وی  : همدا اوس  دچاپی،ږغيزاو عکسی(کتابو،مجلو، اونيزو،ورځپاڼو، ويب پاڼو، راډيو اوتلويزيون) له لاری  يو شمير پېژندل شوی کسان اوډلي  شپه او ورځ  تلاښ کوی  دملت دحقوقوددفاع  ترنامه لاندی  افغانی  اصيل کلتور چي  دسيمي  دبل هر ولس تر کلتور اوږد تاريخ لري  دايرانی کلتور،ژبې ،لهجې اونورفرهنگی  توکو تر تاثير اوسويري لاندي  داسي راولي  چې دورکېدو خواته ئي لارپرانيزي ،دا کسان  پخوا چيري وه ؟؟؟ وايي عبدالرحمن خان  ظلم کړی ،شاه محمود خان  کړی  چا اوچا . . . هغوي ډير پخوا مړه شوی دي هډونه ئي خاوري شول .داپنځوس  په بل حساب سل کاله ارامه ارامی وه ،آسمان پورته ځمکه کښته وه ، داپنځه کاله  کيږی  يوه ځل  ټول راگرم شول اودژبې يامذهب ددفاع تر نامه لاندی ئي مټي رانغښتي ، نارې سورې ئي سر کړې .  پرون مې په اريايي سايټ کې يوه مقاله د څرک نوریال نومي په قلم  چې مستعار نوم  دی د((خرم صاحب د خدای روی ته وگوره، مکوه!))   تر عنوان لاندي ولوستل . دغه محترم ته غواړم  دومره عرض وکړم ،چې دئ مسلئ ته دخرم نوم ورکول اشتباه اوتيروتنه ده . زماهم دادريمه ليکنه ده ، لومړی زه دوزيرانو مدافع نه يم  اوله بلې خوا زه ځان تر هرچاپه افغانستان اوافغانانو پوري تړلي بولم ،هيڅ يو افغان  اوپه ځانگړې  توگه  دسالم  عقل خاوند  پښتون دې خبري ته لمن نه وهی چې په هيواد کښي ئي قومی ياژبنی اختلافات راوپاريږي  . همدا سايټ چي ستاسو مقاله ئي نشر کړې  ،يو وخت ماهم قلمی همکاری ورسره درلوده ،خوهيڅ وخت ئې  زما هغه ليکنې چې افغان دښمنه ئي رسواکول  نه خپرولې ،دوي  دپښتو ژبو يوازي هغه ليکنې خپروی چې ددوي پکښي گټه وی .همدا دليل شو چې ماخپله همکاري ورسره پرېکړه ، خوکه تاسو ځانته زحمت ورکړی په همدې  اويانورو متعصبو سايټو کې دژبې او قومونو په هکله خپرې شوی ليکنې ولولۍ پدې پوره باورلرم چې  سد به مو سرته راشی . زه او ټول ستاسو سره پدې قانع دی ، دهغه سړی سره چي په مردارو اوبو کې ولاړ وی اوتاپاک کالی اغوستی وي  داوبوپالشولوبه تير وتنه ده .خوپه  يوه خبره هم بايد ټول ځان  پوه کړی چې دلته دپښتو اودري  ژبې تر منځ داختلاف يو ټکی هم نشته ،موږ ته زموږ په هيوادکې ټولي مروجه ژبې  دخپلې مورنی ژبې غوندي گرانی دي . دلته يوازي  دپردودنوکرانودافغان دښمنه تلاښونو اوايرانی  اخوندانودهغوهڅو په مقابل کې مقامت  دی کوم چې غواړي زموږ  مروجه ژبې اولهجې د پهلوی فارسی اوايرانی  لهجې قربانی کړی . پدې راپورته شوې خبره کې يوازي ستاسو په اصطلاح پښتنو ليکنې ندي کړی اونه ئې حساسيت ښودلئ دی ،که تاسوپه  دری ژبه نوري پاڼئ ولولئ اوياهلته دليکوالو ليکني پدې اړه ولولی  ډير شيان به درته روښانه سی اوباور نبه مو راسي چې موږ ډير لږ ليکلي . زه خپله پدې باور يم چې پښتانه اوغير پښتانه ټول دامسوليت لری  چې دواحد افغانستان  دمروجه ژبو اوکلتور څخه دهر پردی  هغه کلتوری تجاوز په مقابل کې چې تاثيرات یې  منفی وی ملي مقاومت وکړی .

محترمه  دوزارت نوم هيڅ ندی مطرح شوی داخوايران پلوو مطرح کړی دي  اوهغه هم غلط ،داځکه چې ددې وزارت نوم دظاهر شاه په وخت کې داطلاعاتو اوکلتور وزارت و دانوم خو ددې وزارت  پخوانی وزير چې اوس په هند کې دافغانستان استازی دی  سره لدې چې ډير پدې باور دی چې هغه دايران استازی دي  هغه واړاوه اودکلتورپر ځاي فرهنگ وليکه ،دادځوانانو وروستاړی دکرزی صاحب ډالی ده چې پوري وتړل شوه ،يوځل ئې ځوانانو لپاره  وزارت جوړکړبل ځل ئي دبل وزارت په نوم کي ورځاي کړ .همدا ډول گالری دلومړی ورځی ملي گالري وه ،دانوی نوم (( ‎نگارستان )) هم دهغه ايران پلو وزير تحفه ده .

په هر صورت هيله می داده چې پښتوژبی ليکوال  دنوروپه څير پښتانه پدې ملامت نکړی چې گويا داخبره پښتنو راښورولې ده ،تر څو پښتون دښمنه ئي پر سر وگرځوي اوخپله سياسي استفاده ترې وکړی لکه چې همدا اوس له بدمرغه ديوشمير کسانو له نومونو څخه همدا ډول ناوړه استفاده کوی .خوپښتانه داحق لري پرخپل ملی کلتور،ملي  ترمينالوژی بايندي دهر گاونډی هيواد اوپه ځانگړې  توگه  دايراني يرغل مخه ونيسي .    پښتنوته پدې خاطر نصيحت کول چې له خپلي ژبې نه تيرشی هيچاته په هيڅ بڼه دمنلو وړندی ،دهمدې نصحيتوپايله داشوه چي اوس يوشمير خرڅ شوی وایی تاسوبېله  يوې پټي  خزانې بل کوم کتاب نلری ، او ياداچې ددوي په اصطلاح فارسی په ټول افغانستان کې عامه ژبه ده ،ملی بڼه لري  اويوازي همدا يوه ژبه بايد ملي وی ،په يوه خبره بايد سر سره خلاص کړو چې ايرانی چارواکي دډير پخوا غواړي پهلوی فارسی  دټولي سيمی ژبه وی اودنوروژبوکمبله ټوله شی .

بنأ هيله منديو چې دې مسلې ته ژبو دجگړې رنگ څوک ورنکړی  ،دلته يوازی دکلتوري يرغل اوايراني لاسپوڅوسره دمخالفت مسله مطرح ده اوبس .

رابه شودليکنی اصلی او اساسي لامل ته دغه سړی هم چي ځانته ليکوال وایی  په مستعار دنيک انديش  په نامه داليکنه کړې  ،يوه خبره اړينه بولم چې پدې ورستيو کښي که تاسو پام کړی وي ټولی هغه ليکنې چې پاروونکی اوافغانښمنه خصوصيات لري په بدلو نومونو خپريږي ،البته يوڅودگوتوپه شمار کسان چې  غواړي پر خپلو دا ډول ليکنوعلنی تجارت وکړی او امتيازتگر لاسه کژی هغوي هم په لومړی سرکې په مستعارو نومو خودير ژر رسواشول اوس په خپلو نومو ليکنې کوی ،ډيره اساسي خبرژه داهم ده چې دايران استخباراتی دري واړه شبکې غواړي په افغانستان کې  دفرهنگی اختلافاتو درازېړېدوپه موخه په بدلو اوستعارونومو خپله ليکني  کوی ،له همدې امله ډير څېړونکی پدې باوردی چې پدې مسله کې دايراني چارواکي يوازي په افگانستان کې پر خپلو گمارل  شوکسانو تکيه نه کوی بلکه خپله هم ميدان ته په بدل نامه وردانگی  . له همدي امله زه پدې باوريم چې داليکنه هم دافغان نده ځکه څنگه کېداي شی يوافغان په خپل هيواد کې دنوروقومونو پر خلاف داسي څه وليکی ،په هر حال زه کوښښ کوم  ددې ليکنې يو لږ څه مسايل سمدلاسه ځاي پر ځاي بيله زياتي تبصرې نه جواب کړم .

داښاغلی ليکی :

  اين خرم خان را ببينيدكه دست به  چه كارهاي دراين عصرجديد ميزندوزبان قبيله را با نابودي زبان همه اي مردم افغانستان جاگزين كرده به ادا كننده گان واژه زبان مادري، فارسي دري مجازات تعيين ميكند؟! . . .  استادان گرامي، ناظمي، باختري، زرياب،داكتر رويين،مهرين، بيژنپور،پدرام،سياه سنگ، رهبين، بارش، حميرانگهت  دستگيرزاده ، خانم زرياب ، خانم بها وصدها شاعرونويسنده اي زبدهء كشورچه در داخل وچه در خارج كشور، در برابراين كارواين پندار وزير فرهنگ، چه عكس العمل خواهيد داشت؟ لدې داروښانه معلوميږي چې دوي غواړي دايادشوی  کسان راوپاروی چې تاسو لاورته گوری ،ولي چوپ ناست ياست  ،سره لدې چې په پورته يادشووکسانوکې يوشمير بياهم مستعار نومونه دي اويوشمير ئي همدا کسان دي چې هر لحظه  دقبيله سالار پ تر نامه لاندی دهيواد لوي اکثريت ته سپکی سپوري وایی اوغلطی ليکنې کوی ټول تارخي حقايق په بله اوغلطه بڼه خلکوته وړاندي کوی . دې ټولوته تر خطاب وروسته يودم پر عطامحمد نور دبلخ  والي باندي  بې واره حمله کوي او ليکی ...استاد عطا محمد نور استاندار(والي) بلخ، بازهم ازسيستم استبدادي دولت مركزي پشتيباني خواهيد كرد؟ وحكومت مردم بر مردم راجرم جدا سازي كشور خواهيد دانست؟ د هغه پر حال دتمسا اوښکي تويوی ،کله نصيحت ورته کوی خوبيرته خپل اصلي هدف  ته راځی وايي  اين بيان ريس فرهنگ شما تفت گنديده اي فاشيزم به روي زبان شيرين فارسي دري نمي پاشد؟ اين اقا چه حق دارد كه انسانهارا دراين عصرمانع بيان واژه مادريشان شود؟ بلې رښتيا هم دادی تاسو خپله واياست چې دا ښاگلی ايرانی دي ځکه افغاني مور دته په دری ژبه داندی ورښودلئ دا ايرانی مور يوه ايراني زوي ته ورزده کوی . له همدي امله هم عطامحمد نور پر حق وچي  دهغه نه  ئې  ملاتژ ونکړ ،ځکه هغه په افغانستان کې دافغاني دولت مامور دی بايد اساسي قانون پلی کړی .

اين اقاي وزيرفرهنگ گريز، ضد فرهنگ اينقدر بيخبر است كه بازهم مانند تبار مستبدش مردم را وادار به پذيرش واژه هاي بي تاريخ وساخته وباخته اي پشتو تولنه را كه در بدل پول ملت خراسان ساخته وطرح ريزي شده اند، ميكند!

ښه ئي ويلي څوک چې خداي شرموی بنده یې نسي ساتلاي  ،دورايه معلومېږي چې خراسانی دی ،استخبارات هم کله کله غلطي کوی   دابې خوارکی  پدي ندئ خبر چې په ټولو هيوادوکې نه يوازي دژبې په هکله بلکه ټول علمی مسايلو دعلمی اکاډوميو کې څېړل کيږي  اودهرې مسلې په هکله هلته  لازمی پرېکړې کيږي  ،په افغانستان  کې هغه وخت پشتو ټولنه يوازنی علمی مرکزو چې کولاي ئي شول دداسي مسايلو په هکله پرېکړي وکړی ،هغوي ته افگانستان له بودجې نهمعاش ورکول  کېده نه دخراسان له خزانې څخه . داچې يو وخت وداسيمه  عربو دخراسان په نامهيادول  اوياشاعرانو په خپلو شعرونوکې ددې خبري يادونه کړې  هلته ئي هم يوازي ددغو متعصيبو کليو اوکوڅوته خراسان ندي ويلی ،اونه اريانا ددوي دکوردمخ دغولي نوم و.

دايران استخبارات هغوته چې دري ژبي دی اوچوپ دي زيات په قهر دي  چې پدې جمله کې دهغوي قهر له ورايه څرگندېږي  : اين فاشيستان معاصر وافغان ملتان كه بسياري كسان غير پشتو را تحميق كرده اند واز آنها سوي استفاده ميبرند. غواړي دبلخ والی  پر احساساتوراولي اوهغه ته نصيحت کوی  ،څرنگه چې ليکوال ايرانی دي نودافغانی کلتورپه باريکيو نه پوهيږي هغه ته خطاب کوي وايي  : ((آقاي استاد عطامحمد نور! برشما است كه دراين باره دقت نمايد وگسست فرهنگي واز خود بيگانگي تا اين سرحد بس است واگر بيشتر ازاين گسترش يابد واز جانب شما هم مورد حمايه قرار گيرد، شايعه بعضي مردم كه ميگويند، استاد عطا محمد نور هم از باشندگان اصيل بلخ ني، بلكه از جمله اي ناقلين فرهنگ تباه كن است، با حقيقت نزديك خواهد گرديد،مااين فارسي گويان قلابي را كم نداريم .)) يعني دبلخ والی هم يوله قلابي گويانوڅخه دی  .

خو ددې بې وطنه په مقابل کې به زموږ يودري ژبی هيوادوال  روح الله روحاني  ليکی :

((اما واقعيت اين است كه اصل اختلاف در همه جا بوده و هست واين امر نه تنها بد نيست بلكه عامل تحول، دگرگوني و پيشرفت است و طرح چنين مباحث در رسانه هاي كشور را بايد به فال نيك گرفت .بدون ترديد ناديده انگاشتن فرهنگ، زبان و رسومات يك ملت و تلاش در جهت حذف تمايزات فرهنگي آنان امري است ناممكن ، حال چه اين ملت پشتو زبانان و افغانهاي ساكن در كشور ، يا تاجيك ها هزاره ها واوزبيك هاي هموطن ما باشد. ))

نيک انديش وړاندي ليکی  ((ميگويد كه واژه « بلخ» از پشتوگرفته شده است ! شك نيست كه آريايها داراي قبايل مختلف وزبانهاي گوناگون بوده اند.  )) داښه خبره ده چې دا ايرانی گوډاگی دامنی چې په ارياناکې مختلفوقومونو ژوند کاوه ،خودومره نه پوهېږي چې ديوې سيمی نوم دهغې سيمي داوسېدونکوپه ژبه اېښودل کېږي،يعني پښتويوه له پخوانيو ژبوڅخه ده اوددغه سيمي  په  ډيرو اوسېدونکو کښي مروجه ژبه وه چې ددې ښارنوم ئي بلخ کښېښود،  ددې بيچاره دپوهی له مخې که له پښتونه ددوي  فارسی  ليري شی  نو هيڅ شی به پاته نشي  ځکه ليکی ((اگر ما فارسي دري را ازاين زبان بيرون كنيم، به يقين كه نه زبان پشتوي وجود خواهد داشت ونه پشتانه اي )) خوپدې نه پوهېږي  چې لومړی  ژبه دفلسفی مفهوم اوتعريف له مخې  دانسانانو په منچ کې  هغه ټولنيز قرارداد دی چې دهغې پوسېله يو اوبل سره پوهوی ،ياپه ساده خبره ژبه ادنسانانوتر منځ دافهام اوتفهيم وسيله ده ،ځکه خوهم په يوه ژبه کې دبلې اصطلاحات اولغاتونه وی  . په دنياکې داسي ژبه نشته چې په اصطلاح  سوچه وی ، حتمأ  دبلې ژبې نه کوم شی را اخلي  . خودومره بايد وويل شي چې دپښتو اوددوي دفارسی ژبې تر منځ هيڅ داسي اړېکي نشته که فارسي ځيني بېله شی نو پښتو ورکيږې ،پښتو يوه ژوندی دغوړېدو اوتر شپيتو ميليونوزياتوخلکو ژبه ده،پښتو ځانته الفبې  اوگرامر لري .  دابېچاره دومره نه پوهېږي چې پښتانه له دې سره تعصب نلري چې له کومي ژبې  يا دهغه جملي له دري کوم لغات راواخلي . همدا اوس دکندهار خلک په هغه پښتو ژبه خبري کوی کوم چې دري لغاتونه ډير پکښي استعماليږي ،دبلي سيمی کوم کس ځانته داحق ندي ورکړي اونه ئي هم لري چې هغه ته ووايي ژبه دي سمه کړه ،خوکه دهمدې کندهار پښتو ته دډيورنډ څخه دهاخوا لغاتونه راننوزي نونور ورته وايي پښتو مه خرابه وه،البته دپښتو دسوچه کېدو لپاره لکه ددري دسوچه کېدولپاره په افغانستان کې بايد کار وشي نه په ايران اويا پاکستان کي .

زموږ يو دري ژبی هيوادوال ليکی : ((دو زبان دري و پشتو خود مي تواند عامل رشد و پوياي همديگر در كشور باشد و به همان ميزان كه دوبيتي هاي شيرين فارسي و هزارگي و زيبا است لندي هاي پشتو هم زيبا و شنيدني است و به همان ميزان كه شاعران بزرگ فارسي سراي وطن براي ساكنان كشور عزيز و دوست داشتني اند شاعران پشتو زبان ما هم عزيز اند و هردو باعث افتحار و سربلندي مردم عزيز ما است .  ))

دا تر سږمو له تعصبه ډک وړاندي وايي ((جايگاه اصلي ودايمي اين قبايل گوناگون كه تا امروز در بند جهالت سيستم قبيله پيچ ميخورند، همين دامنه اي كوههاي سليمان وخط مرزي هند وپاكستان است . هر پشتونيكه درديگر مناطق به نظر ميرسد،ناقلين وفرستادگان حاكمان مستبد وقت ميباشند . ((وړاندي یي دبلخ دنامه په اړوند ومنل چې په پخوانی اريانا کي مختلفو قومونو ژوند کاوه ،خو اوس وايي له دغو سيمو پرته چې ده ئي نوم اخيستی هر چيري چې پښتانه وينۍ هغه ناقلين دی ،پردې روښانه حقيقت سترگي پټوی که پښتنو دپخوانی  ارياناپه تاريخ کې غوښن ځاي نه درلوداي نو ولې ئي خپل تاريخی ټاټوبی  بولي ؟))

وړاندي دابې وطنه ليکی : اينها از زبان فارسي دري ميترسند وكسي كه بترسد، دست به نيرنگ ونابودي آنچيزيكه اورا مي ترساند، ميزند ...، بيچارگان فرهنگ سوخته ، جز نابودي ومنع قرار دادن فرهنگ ديگران، چاره اي ديگر بخاطر رشد فرهنگ قبيله ندارند واين قبيله هرگز با رشد فرهنگي هم سازگاري نداشته وندارند. له دغو خبرو څخه دده اصلي هويت اوداچې ايرانی دی له ورايه  معلوميږي ،دومره دنفرت  اوتعصب نه ډک دی چې نور نه پکښی ځايږي .

بيا وایی : بنابرين درهمچو كشور با چنين شرايط بد فرهنگ ستيزانه، چگونه زندگي بايد كرد وبا اين آدمكان متحجر بي انديشه وديكتاتور آيا به وحدت وبينش ملي خواهيم رسيد؟ رښتيا هم ښاغلی بايد خپل پلارنی هيواد ايران ته ولاړسي ،پدې باور لرم چې همدا اوس  هم په افغانستان کې نه اوسېری  اونه هيڅ ډول پيوند له افغانستان سره لري ،بيگانه دي  اودبيگانه  خبري کوې  . نه يوازي  له پښتنو سره نه بلکه له ټولوافغانانو سره دښمنی لري ځکه ددغه ډول ليکوالو باداران دافغانانو رښتيانی دښمنان دي  . دخپلی سبستې ،دروغو اوسپکو سپورو پخلۍ په دچراغ علی په نامه ديوه چا په خبرو کوي وايي : به گفته اي اقاي چراغ علي، تجزيه ايكه سبب آرامش فرهنگي وزندگي بي جنجال شود، سودآور نخواهد بود؟داکوم چراغلي دی ،داستر شخصيت خو چاونه پيژاند،ډيره ښه نوم دې انتخاب کړی،چې هر څوک ستا ليکنه لولې پر چراغلی دي خاندي .

دومره غلط شکايت لري وايي : ما شاهد دوصد شصت سال زندگي، تحت ليواي حكومت مركزي هستيم، ايا روزمان از روزمان بدتر شده يا بهتر؟ ماوړاندي  وويل زه نه پوهېږم چې څوک ئي  خوپه يوه شي باورلرم چې شين هډئ ايرانی يي ،خو يوه لحظه به دا ومنو چې  په افغانستان کې پيدا شوی يي داچي دکوم چانه اوس مهمه نده ،نو که خپل ژوند ته وگورې اوستا تيرو نيکه گانو ته ،که خپله ريښه  درته  معلومه وي ،نو خو دادی سړئ  درنه جوړسوی دي الحمد الله ليکل کولاي شې ،داچې اخلاقي ستونزه لرې اودادب له چوکاټه وزې ، اميدواريم چې يوڅه موده وروسته به دهمدې مرکزي حاکميت  تر سيوري لاندې  بدي پښتانه داستونزه هم در حل او سم پر لار سړئ به درنه جوړسي . 

داسي شکايت هم  لري  اوښاغلی عطا ته په خطاب کې وايي : چند درصد مشاركت ملي دراين دولت مطابق عدالت اجتماعي صورت گرفته است؟ در كجاي اين دولت مردمان غير پشتون خودشانرامي بينند؟ شمااين آيينه را براي ملت نشان بدهيداگر ديگران غلط كرده باشند!سرود ملي؟ پول ملي؟ بيرق ملي واصطلاحات ملي؟ بېشکه  ټول له يوه سره شاکی دی چې دي ته په دولت کې کمه ونډه ورکړه شوېده ،پدې پوره باور لرم چې ته دمشارکت ملي په معنا اومهفوم نه پوهېږې که پوهېداي نوداخبره دي نه کول ،که پدې خفه یې چې ته ښاغلی عطامحمدنور پر ځاي نه یي ټاکل شوی ممکن ستا چاپيريال تاتر نور وښه وپېژنې اوهغه وي په تاشرميږي ځکه ئې تاته کومه چوکې نده درکړې داگيله له استاد عطان څخه نه بلکه له خپلومشرانواوهغوڅخه وکړه کوم چي تاسوئي په خدمت کې ياست  .

دليکنئ په ورستی برخو کې ليکی : مارا با شاهنامه قرار بمانيد وما شمارا با پته خزانه آرام خواهيم گذاشت .

ددې خبري په يلوسره چې ښاغلی  شاهنامه هم ستاسو غوندی پردوپرستونده د پرفيسورنيک انديش  پر ليکنه به  تبصيره  پر همدې ځاي ختم کړم ، ځکه داهغه ډول دی چې ټول ئي ديوسره ډنگوی . هغه زموږ خبره شول دوي ته بايد وطن پرېښودل شی ياټول کارونه ايرانی چارواکو په خوشه تر سره شي  بيانو دوي خوشحاله دی ،غير له هغه ملي وحدت ،سوله  دکوچنيو قومونودکلتور اوژبې پراختيا داټول له يوه سره په خطر کي دی . ښه ئي ويلي : که څوک تله دانصاف پلاس کښي درکړی   خپل ټټو اودبل آس به برابر کړې 

يوه مياشت وړاندي  ايراني تلويزيون يوسريال داروپاپر وخت دماښام پر اوبجو اوديرش دقيقو خپورکړچې هلته په دری ژبوافغانانو ملنډی وهل شوي وې مگر محقق اومحقق پلوه اويادادايرانی فارسي ټيکداران چوپ وه . داځکه چې په افغانانو ددوي  دبادار(ايران) لخوا ملنډي وهل کېدې . زه دسويډن په يوه واړه ښار کې دهغو افغانانو ميلمه وم چې له ايران څخه سوېډن ته راغلي وه ،تر ډوډی خوړلو وروسته  ددې کورنۍ يو ماشوم په کانالو پسي گرځېد چې دايران دولتي چينل کې ئې داسريال ښکاره کاوه په ليدو سره ېې سمدلاسه پلار اومور يوځاي بېواره ورږغ کړه اين کانال پدرلعتانرا نگير که به ما افغانها ريشخند ميزند، وماراکه به انها نسانيت ياد داديم مسخر ه ميکند.زه حيران پاته شوم چې څه خبره  ده پوښتنه مي وکړه ،ولی  دومره پر ماشوم سمدواره دواړه په قهر شوی ،دوی وويل چې (( اول بايد ماشوم بداند که ازنام انها(ايران) بدمامي ايد، دوم شما ممکن اين سريال را نديده باشيد سرتاپامردم دري زبان  وهزاره مارا که در ايران هستند ريشخند ومسخره ميسازند . ماته  ددې خبرو تر اورېدو وروسته يوځل بيا ثابته شول چې زموعام دری ژبی هزاره دی ،تاجک ،که ازبک ياترکمن چې ايران ته تللۍ دی اوس له ايران سره څومره حساسيت  لري ،خو داچې دايران توصيف کوی رښتيا هم دايران  نوکران اودهغونه يو څه تر لاسه کوی ،ياپه بله ژبه داهغه ايران پلوه دی چې په افغانستان کې دايران سياسي اوفرهنگی گټي ساتی اوپدې لار کې تر افغانيت اوملي غرور تير دي .

روح الله روحاني  دهمدې سريال پر خلاف يو يو ډير ښکلی شعر ليکلی ستاسو پام ورته را اړوم  :

چارخانه
دلقكي ساخته با گويش ات ايران كابل
به كه خنديده به خود يا كه به افغان كابل؟
غزنه خنديده به شيراز و يا طوس به بلخ
يا به اين لهجه ي آلوده ي تهران، كابل؟
گركه سعدي زغزنين به شيراز آيد
با گذرنامه اين شهر و يا آن كابل؟
يا زقونيه خداوند تو برگردد بلخ
نكند حس كند آني است كه مهمان كابل!
حافظ از لطف دري، نظم دري شاعر شد
فارس خنديده بر اين لهجه ي رندان كابل!
چه شد آن رنج عجم زنده نمودن ها مان
چه شد آن تن كه مبادش اگر ايران كابل
نه بخارا و سمر قند خجند و دهلي
گنچه، قوينه و فرغانه و يمگان كابل
هركه افتاده و با درد خودش مي سازد
يانه ! مستند زرنج و غم ياران كابل
چار خانه شدن چار برادر يك دل
اين نه طنز است نه تلخ است و نه هجران كابل
ما همه يك تن و يك پيكر و يك روح و دميم
قطره دريا نشكافد به زمستان كابل


نيک انديشانو! داډول شعرونه ددوي دملي اوافغاني احساس ږغ اودملي يووالی بهترينه بېلگه ده ، زموږ يوبل  هوادوال  دهغو ليکوالو اوپوهانوسره قانع ندی چې دخپل شهرت په خاطر تر ملي افتخاراتو اوملي ترمينالوژي تيرېږی  اوهمدا ډول دبې بې سي دفارسی ژبې لاس وهنې ته په اشاره سره ليکی : 

بطور مثال به كلمات ذيل دري كه اين كلمات به كلمات زبان فارسى پهلوى در پروگرام مربوطۀ بي بي سي تعويض گرديده است، توجه شود:

فارسى پهلوى ايران  كلمات مروجه در زبان درى

كارمند- مامور،موشك = راكت ،شمارش =محاسبه ،هواپيما= طياره ، درگيري =زد و خورد،پيرامون =اطراف

پزشكى = صحى ،پزشک = ډاکتر ،بازرگاني = تجارتي ، نشست  = اجلاس ،ميهن= وطن ،خوابگاه= ليليه ، پالشگاه = تصفيه گاه ،هشدار=اخطار،شهروند=باشنده ،گسترش =توسعه ،بازتاب=انعكاس ، واكنش=عكس العمل ،شهردار= شاروال ، بازداشت =توقيف ، نوار = فيته ، نيرو= قوه ، برنامه= پروگرام ، زمين لرزه = زلزله

همه پرسى=  آراى عامه ، مرز=  سرحد، شهرك=قريه  ،دنبال=عقب  ،فرمانده =قوماندان ،دانش آموز =متعلم

دانشجو=محصل ،خوانش= مطالعهم ،  دادگسترى =عدليه ، اتش سوزى  =حريق ،هزينه  =بودجه ،ويژه =خاص، دادگاه=محكمه ،ارتش =قشون (اردو) ،شليك = فير ،فشرده = خلاصه ، فرودگاه  =ميدان هوايى  ،دبير =مدير

انبار    ديپو آمار =احصائيه ،بازجويى  = تحقيقات  ،شهرداری =بلدیه يا ښاروالي .

و تعداد كلمات ديگر... خاطرنشان ميگردد كه در ايران در زمان رضاشاه پهلوى، يك تعداد زياد كلمات از زبان فارسى سابقه اين كشور كه به زبان درى امروز كشور ما نزديك بود، حذف گرديد و در ادبيات فارسى ايران به عوض كلمات مذكور، كلمات جديد ديگر بميان آمد و زبان فارسى بعدى (زبان فارسى پهلوي) شهرت پيدا كرد و به اين ترتيب در قاموس زبان فارسى سابقۀ ايران، يك تعداد كلمات تعويض گرديد و يا افزوده شد. اما در كشور ما همان زبان سابق فارسى كه هم در افغانستان  م هم در ايران به آن مكالمه ميشد، بدون اينكه به كلمات سابقۀ آن تغيير  داده شود، باقى ماند و بعداً اين زبان بنام زبان درى مسمى گرديد و استفاده از آن در مطبوعات، مكاتبات و مراسلات ادامه يافت .

په يوه ليکنه کې يو محترم ډير بې ځايه تهمت لگوی ليکی : من پشتو می دانم و متأسف هستم که از این زبان برای مطالعه استفاده نمی کنم چون اکثر سایت ها یا کتاب هایی که به این زبان منتشر می شوند، از زبان پشتو برای تحقیر و اهانت من استفاده می کنند.

خوهمدا لحظه ورته ووايم يابسم الله راسه سره مقايسه ئې  کړو چې په کومو سايټو اوډله ايزو رسنيو کې په خپرو شويو ليکنو،مقالو اوپروگراموکې دافغانانو تر منځ اختلاف ته لمن وهل کيږي . داډيره شه اودخوښۍ خبره دچې پښتو ژبې ليکوال پدې خبرو پسي چندان نه گرځی وايي هر څه چې ليکی ليکي  دې  ،پدې خبره اودرياب ته يوه مرداره لوټه گوځولو درياب نه مردارېږي  . داشرم خبره ده يوداسي کس چې وايي زه مطالعه کوم اوبياديوې ژبې پر ويونکو داسي تور لگوی  .

که دغو ټولو جنجالوته فکر وکړو له دوموخو سره مخامخ کيري چې بايد سرته ئې ورسو.

اول / بايد په پشتو ژبه علمی اثار وليکل شی اوله نوروژبو ژباړنې وشي ،دايوعلمی اصل دی يوه ژبه هغه وخت رواج مومی اوپراخيږي چې دويلو اوپه هغيې باندي دپوهېدو اړتيا احساس شی په ژبه باندي دپوهېدواساسی   اړتيا هغه وخت پيدا کږی چې په هغه ژبه نخبه اثار وليکل شی ،علمی څېړنې اوتحقيقات تر سره شی اوله بلې خوا له نور وژبو داسی علمی مطالب راوژباړل شی چې په هغو باندي پوهېدل اوخبر ېدل دنورو لپاره اړينه شی  ژبه يوازي په شعرونو،ناولونوسوقيصونشی غنی کيداي .

دوهم / تر کومه ځايه چې ديوه منظم پلان له مخې دا درې سوه کاله پښتو ژبې ته هيڅ ډول پاملرنه  نده شوې  ،په ودلتی ادارو اوتعليمی موسسو کې بېگانه ده پر دولر فشار واچول شی چې هرې ژبې ته دهغې دويونکوپرتله ارزښت اوځاي ورکړه شی .

خودا چې ولي ژبه تر اوسه شاته پاته ده اودهر کس اوناکس دملنډو لامل گرځېدلې لاندي لاملونه پکښي لويه ونډه لري : فکر کوم ددي وخت رارسېدلی رښتيا سره ووايو چې ولي په پښتو اوپښتنوملنډي وهل کيږي ؟

نو هغه به داوي چي :

۱ /  مخکې هم ودې ټکي ته اشاره وشوه چي پښتو ژبې  پياوړتياته پدې درې سوه کاله هيڅ يو دولتی چارواکې لکه څنگه چې اړينه وه پاملرنه نده کړې ،دولتی جگپوړي کسانوتل په بله ژبه خبري کړی ،فرمانونه ئي صادر کړی اوبيا پښتو ته راژباړل شوی دي . په دربارکې پښتويوه بېگانه ژبه وه اوهمدا اوس داسي چلند روان دی ،زه ډير داسي چارواکي پېژنم چې مورنۍ ژبه ئي پښتو اوپه دری غلطی خبری کوی ،خو ددي لپاره چې  تر نورو شاته پاته شوی نه وی  دمورنی ژبې سره دبيگانه چلندکوی . زه نه پوهېږم چې څوک خوشحالوی ،خوحتمأ به ديوچادخوشحالی لپاره  داکار کوی ،کنه  نوولي په خپله مورنۍ  ژبه شرمېږي ؟؟ بل اساسي دليل دادی چې داکسان کوم چې اوس مطرح گڼل کيږي هغوي مطالعه نه کوی په ډيره ساده بڼه ددري ژبو دليکنو اودايران دکيڼو اوښيو گوندونو دنشراتو څخه استفاده کوي دهغو ويناوی اوليکنې  په لږ تغير چې گوياددوي  ژبه  ده خپله ليکنه  ده خلک پري غولوی  . له همدې امله ټول دولتی کاروبا رپه پښتو نه تر سره کيږي .

۲ / په تعليمی اوتحصيلي برخه کې  ئي خو يوازي پښتانه پدې خوشحاله کړی چې دخوشحال خان او رحمان بابا ليسه په پښتو ژبه ده ،اوياداچي په پکتيا ياخوست ،کنړاوننگرهار کې پښتو کتابونه په ښوونځيو کې شاگردانوته ويشل شوی دي  .مگر که پدې برخه کې  په ځانگړې توگه په لوړو اومسلکی تحصيلاتو کې که مسله وڅېړونوهلته په پښتوژبه  ملنډي وهل کېږي  .

پدې څوکلونو دهغه جملې دا وروستی شپږکا له به راواخلو،وايي تر ۳۵۰ زياتي  ډله ايزي رسنۍ خپرېږي  ،په لسهاو راډيو گاني اوتلويزيوني چينلونه فعال دی ،دا ټول ښه کار اوبهترينه برياده . مگرخبره داده چې داټول دملي مسلې دحل په لاره کې څومره موثر اوپر ځاي کارکوی ؟ څومره په خپلو نشراتو کې دژبو انډول ساتی ؟ تر کومه ځايه چې معلوميږي دپښتو اوملي منل شوی ترمينالوژی سره د دښمنی لمن تر دولتي تلويزيون راورسېده،کله چې سرغړونکو انتقاد وشو ټولو له هرې خوا سر راپورته اودې کار ته ئي ملې بڼه ورکړه اوپه مختلفو دسيسو سره غواړي دژبنی حق تر لاسه کولو مسله په ستونی خفه کړی  ديادولو وړده چې پدې پروسه کې بهرنيو نشراتو دهغه جملې دالمان ږغ  اوبې بې سی راډيوفارسي   برخی ډير دې مسلې ته لمن ووهل .

۳ / داسي بې وطنه  به ځکه په پښتو اوپښتنو ملنډی وهی چې پدې هيواد کې ډير پخواراټوکېدلو سياسی گوندونو،انجومنون،ډلو اوځانگړو کسانو له ايرانی اثارو څخه په استفادې سره ځانته تکليف نه ورکاوه  اوپه ډيره ساده بڼه ئې په فارسی کي لاس واهه  اوگويا ښکلې مقاله ياکتاب ئي ليکه .دغه مفته ډوډئ خوړنکوپښتو ژبې ته دخيانت اساسي لامل وگرځېدل . جالبه خو داده چې همدا گوندونه غواړي  دوي ته پښتانه رايه ورکړی .

که دهيواد په سياسي تاريخ کې دټولو سياسي گوندونو نشرات بېله استثنا څخه وگورودابه راته جوته شی که څه همددوي  په ليکو (صفوفو) کې ئي ډير پښتانه وه خودوي ټولې اعلاميي ،ابلاغیې ،اوتيوريکی اسناد په دري يافارسي نشرول ،اوس سړئ پوهېږي چې له ډير پخوا دپښتنوسره په چپ بلاک کښي هم دښمنئ روانه وه ، هغوي دايران دتودي اوفدايان خلق اکثريت اواقليت دگوندنو اسناد په افغانستان کې  خپلو صفوفوته تو ضيح کول  ،ځانته ئې دومره زحمت نه ورکاوه چې هغه په پښتو اويانوروافغانی ژبوته راوژباړي ،له دې امله ددوي ملگری  مجبور وه  ايرانی فارسي زده کړو تر څوسياسی اثارولوستلاي شی  ،خومورنئ ژبه دهر ي ژبې دويونکو څخه هيره وه ،همدا دليل دی چې چپی اوراستي (ښی اړخه اوچپ اړخه ) گوندونه اوډلو مشران او کدرونه تر خپلې مورنۍ ژبې په فارسي ښه ليکنې کولاي شي،اوپدې کې پخواني شوروي اتحاد ډير رول در لود.

۴ / زه داسي کسان پېژنم چې په مورنۍ ژبه ډيری ښکلی ليکنې کوی مگر داکار نه کوی . ډير ځله مې ورته ويلې چې ولې په مورنۍ ژبه ليکنې نه کوی .خوکله چې مي دهغه ليکنه لوستې يوشمير ته مي ليکلې  چې دېته ورته  ليکنه مې په ايرانی سايټوکې هم  ولوستل  . يوشمير دابهانه کوی چې پرېږده دانور زمادليکنې په مفهوم پوه شي ،مگر متاسفانه داځان غولنه ده ،يوشمير لپاره همدا مسله ده تر څو خلک ئي وپېژنې چې په فارسی هم ليکنه کولاي شی . دغه سياسی بيسوادی ددې لامل گرځېدلې چې دايران پلوو ژبه ئي اوږده کړې  چې گويا ټول په دري يافارسی خبري او ويناوی کوی ،خو په حقيقت کې نه داگوندونه اونه هم شخصيتونه ددې ملت استازيتوب  پدې بڼه کولاي شی . داټوله سياسي سواداگری ده ، لدې امله سپېحلې پښتانه  داحق لري دولسمشر نه نيولې دټولونه وغواړي دخلکوپه ژبه خبري وکړی ،يعنی په سمنگان کې ازبکوته په دري اوسمنگان کې پښتنو ته په پښتو اوولسمشر ټول کارونه په لومړی سرکې په پشتو ترسره کړی بياوروسته نوروژبوته راوژباړل سی .بايدهمدا اوس  دخپل حق نه  دفاع وکړی اوټول سياسي اومذهبی سو داگر رسواکړي .

داخبري ددې معنا نلری چې زه ددري اويابلي ژبې سره اختلاف لرم ، داسي نده په حقيقت کې زه تر دغو سياسي سوداگرو په ډيره ښه بڼه دټولو ژبو درناوی کوم . که دوي له لومړی سره دغې ستونزي ياپه بله ويناحقيقت ته پاملرنه کړې واي اوس  به داناخوالي  نه واي اونه به گاونډيانو اوايرانی اخوندانوداتوان درلودای چې په افغانانوملنډی ووهی .

داليکنه به ددې هيوادوال نجیب الله عبدالرحیم زاده په دغو ټکو پاي ته ورسوم :  ((هموطنان گرامی! بیائید به خاطر خونهای شهدا، بخاطر اشکهای یتیمان برهنه پا در زمستان سرد امسال و سالهای آینده، بخاطر شیون و ناله ی بیوه زنان، بروی گریه  و شکوه های معلولین جنگ تحمیل شده، به خاطر ویرانه های سالهای جنگ کشور، دگر از چراغانسراهای پررنگ غرب، از جوار قصر سفید، از برج ایفل در شام پاریس، از ساحل مانش و اطراف راین، از جوار برج بگ بن و ازعشرت سراهای پر زرق و برق دنیای «آزاد» و «دمکرات» به دامن زدن به آتش مخاصمت و دشمنی میان اقوام باهم برادر کشور دست برداریم، بگذاریم تا برادر کارگر و فروشنده کندهاری و لغمانی و... بابرادر زحمتکش هزاره، تاجیک ازبیک... ما در یک کاسه و در پهلوی هم یک لقمه نان تر و یا خشک خود را چند صباحی به آرامی صرف نمایند.  بس است دگر سالها این روشنفکرنماهای تاریک اندیش برای ادامه ی جنگ در کشور از دورها کورسهای رزمی ونواهای تحریک آمیز نواختند و سردادند.

عاملین  برادر کشی و جنگ!! بروید از هموطنان خویش در ایران بپرسید که قصه های «دادشها» و «آبجی های» تانرا برایتان بیان دارند ــ از استاد نجیب الله مایل هروی (۱) و استاد سلطان حمید سلطان که تقریبا ۴۰ سال در خدمت زبان پارسی پهلوی در «دانشگاهای» ایران بوده اند بپرسید و از سرنوشت شان پند و عبرت بگیرید.))

په گران افغانستان کې مروجه اصطلاحاتو اوژبوته ددرناوی په هليه . پاي