د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مورنۍ ژبې دنړيوالې ورځې دلمانځغونډې پرېکړه ليک

26.02.2008 10:44


۲۰۰۸ كال   د ژبو نړيوال كال
د فبرورۍ ۲۱ مه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ

د فبروري ۲۱ مه د يونسکو له خوا د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه پېژندل شوې ده ، چې هرکال د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې لمانځل کيږي. پردې سربېره سږ کال (۲۰۰۸ کال ) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له خوا د ژبو د نړيوال کال په نوم نومول شوی دی. ددې کال اساسي شعار دادی چې ‌ژبې مهمې دي.
سږ کال د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې  ټينګار په ښوونه او روزنه کې د څو ګونو ژبو په کارولو او د مورنۍ ژبې زده کړې ته د خاص اهميت په ورکولو تمرکز لري.
په افغانستان کې دا ورځ د مدني ټولنې د نهو سازمانونو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او يونسکو لخوا دکابل ښار د لويې جرګې په تالار کې ولمانځل شوه.

دغونډې ګډونوالو په پاى كې په لاندې ټكيو موافقه وكړه:

۱- د پوهنې وزارت دې :
ـ ډېر ژر په ټول هېواد كې د اساسي قانون د ۱۶ او ۴۳ مادې له مخې په خپلو مورنيو ژبو د هېواد ټولو بچيانو ته د زده كړې لار هواره كړي . په ۱۳۸۷ تدريسي مهال كې دې د هغو ښوونځيو ملاتړ لا پياوړى كړي چې په مورنيو ژبو تدريس په كې پيل شوى دى. دنورو ښوونځيو او سيمو يوه دقيقه شمېرنه دې وكړي او ددايمي او افغان شموله حل لپاره دې يو جامع پلان جوړ  او عملي كار دې پيل كړي.
- درسي كتابونه دې په ټولو ژبو د تناسب، تعادل، عدالت، د ټولنې عيني واقعيتونو له مخې چاپ  او وويشي.
- د ښوونكيو په روزنه كې دې جدي او هر اړخيزه هڅې پيل كړي. د ښوونكيو د روزنې په ټولو مركزونو كې دې  داسې زمينه جوړه كړي چې راتلونكي ښوونكي په دواړو رسمي  ژبو تدريس وكولاى شي ،  همدا راز د درېيمو ژبو ښوونكي دې وروزي.
- د مدني ټولنو او ولسي جرګې، لوړو زده كړو او اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره په هماهنګۍ دې ددې كارد عملي كولو د څارنې يوه كميټه جوړه او مشترك كار دې ورسره پيل كړي.

۲ - د لوړو زده كړو وزارت دې:
- د لوړو زده كړو  په ټولو موسسو، پوهنتونونو او  پوهنځيو كې درسمي او مورنيو ژبو زده كړې ته لار هواره كړي.
- په كابل پوهنتون كې د هېواد په دواړو رسمي ژبو زمينه جوړه كړي.
- د پوهنې له وزارت سره  ددرسي كتابونو په  جوړولو او تأليف كې مرسته وكړي.
- دپوهنتون په كادر كې د شاملېدو د نورو معيارونو ترڅنګ دې يو معيار دا وټاكي چې راتلونكى استاد بايد په دواړو رسمي ژبو د تدريس قابليت ولري.


۳-د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې :
- دهېواد د ژبو د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره  جامع پلانونه جوړ كړي.
- دولتي او نادولتي رسنيو كې  د ژبو توازن او تناسب وڅاري او دا دې يقيني كړي چې د ملتونو د ژبو متوازنه، متناسبه  او عادلانه وده په پام كې نيول كېږي.
- دملي ټرمينالوژۍ  د ساتنې او ملاتړ لپاره ټينګ اقدامات وكړي.
- دهېواد په رسمي ژبو دبشري  عقل، پوهې او معلوماتو دخپراوي كار ته وده وركړي او د بشريت ګډ ميراثونه د ولسونو ترمنځ خپاره كړي.

۴ -مدني ټولنې دې:
- په حكومت او دولت فشار راوړي چې د ژبو متوازن پرمختګ او ساتنې په برخه كې عملي كارونه وكړي او ټولو افغاني ماشومانو او زده كوونكو ته په مورنۍ ژبه د لومړنيو، منځنيو او لوړو زده كړو په برابرولو كې عملي، چټك او اغېزمن ګامونه پورته كړي.

۵- دملګرو ملتونو دفترونه او نادولتي ټولنې دې:
- د افغانستان له دولت او حكومت سره  مرسته وكړي چې دافغانستان د ژبو په ساتنه او وده او په مورنيو ژبو د زده كړو برابرولو كې عملي اقدامات وكړي.
- په خپلو خپرونو كې د افغانستان د دواړو رسمي ژبو توازن په پام كې وساتي.

۶- ټولې رسنۍ (راډيوګانې، ټلويزيونونه ، خپرونې، ورځپاڼې، جريدې او داسې نور...) دې :
- د افغانستان ټولو ژبو ته د درناوي د عامولو لپاره خپرونې وكړي.
- په ټولو خپرونو كې  دمورنۍ  ژبې د نړيوالې ورځې پيغامونه  په پام كې ونيسي.

۷-  د افغانستان ملي شورا دې :
- د قانون جوړوونكي او دقانون پلي كولو د څارونكي په توګه د ټولو ژبو د سالمې، متناسبې او عادلانه ساتنې، تقويې او ودې لپاره حكومت سره په ګډه كار وكړي او حكومت دې مجبور كړي چې د افغانستان بچيانو ته په مورنۍ ژبه د زده كړې حق وركړي.