د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بي بي سي ته د اعتراض لیک پښتو ژباړه

25.02.2008 01:34

قدرمنو لوستونکو!

دا دهغه  انګلیسي لیک  پښتو ژباړه ده چې له تاسو څخه د ټول افغان په سرپاڼه کې د((ملي ترمنالوژي زمونږ د ملي یووالی ښکارندوی )) برخه کې غوښتنه شوېده چې بي بي سي ته یې د نیوکې په توګه ولېږﺉ.

گرانو ښاغلو،

غواړو ستاسې پام هغو قصدي هڅو ته راواړو چې د بي بي سي د نړيوالې څانگې په ځينو برخو کې يې يو شمېر کسان د خپلې آجندا د پلي کولو او د يوه ځانگړي هيواد دگټو د تامين لپاره ترسره کوي چې دا د بي بي سي له اعلام شويو ارزښتونو سره اړخ نه لگوي. زما خبره په فارسي ژبه د بي بي سي د راډيو او انلاين خپرونو په اړه ده چې د هغې ډلې له خوا چې په بي بي سي کې يې ځاله کړې، خپرېږي.

دا ستونزه دومره ځنډنۍ ده چې آن د بي بي سي نوم يې اوس په "پي پي سي" (پېرشين پروموټينگ کمپني) اړولى چې مانا يې ده: د فارسي د چوپړ کمپنۍ ! کله چې خبره د ژبې، ايراني هويت او سيمه ييزو شخړو پر سر شي، بيا نو د بي بي سي فارسي څانگه بېطرفه نده، تر هسې بريده چې په خپل وس کې ټول کارونه ترسره کوي څوخپل ايډيالوژيک دريځ وساتي. زه به تاسې ته يوه وروستۍ بېلگه راوړم چې د افغانستان په اړه ده: د بي بي سي فارسي څانگې (راډيو او آنلاين دواړو) په افغانستان کې له يوې سيمه ييزې موضوع نه لويه ډنډوره جوړه کړه او دا موضوع د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا له دې امله خپل يوه سيمه ييز خبريال ته د انضباطي سزا ورکول و چې د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون ژبنى لارښود يې له پامه غورځولى و.

ددې لپاره چې دا موضوع د خپرېدو وړ وگرځوي، په مزارشريف کې د دوى خبريال له کوم ثبوت پرته رپوټ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت يو خبريال له دې امله له کاره گوښه کړى چې په خپل رپوټ کې يې د پښتو ټکو پر ځاى فارسي کارولي وو. په داسې حال کې چې اصلي خبره د دغه وزارت د هڅې په اړه وه چې ټول کارکوونکي هغه ټرمينالوژي وکاروي چې د هيواد په هر گوټ کې وگړو ته، د هغوى د قومي سټې له پام کې نيولو پرته، د پوهېدو وي. دا کېداى شي د عربي ژبې "محکمه" وي، يا ترکي "قول اردو"، يا فارسي "خوردضابط" او يا کوم بل پښتو ټکى.

دغه رپوټ ناکره، نامتوازن، له افترا ډک او ناعادلانه و. خو خبره پردې ځاى پايته ونه رسېده او د دوى د آنلاين برخې پر دې موضوع نور پښتني ضد جزييات هم ورزيات کړل او له لوستونکو نه يې وغوښتل چې په دې اړه خپل نظرونه ورواستوي. هاى، که تاسې کولاى شواى چې دا هرڅه ولولئ!!! خو داهم لا د لانجې پاى نه شو. د آنلاين غدۍ وروسته، زما د معلوماتو له مخې د ولسي جرگې د کلتوري او ديني چارو کميسيون سره چې مشري يې يوهزاره جنگسالار کوي، تماس ونيوه چې د پوښتنو لپاره د وزير د ورغوښتلو زور پرې واچوي. او داځل بيا په آنلاين پاڼه کې سرټکى داسې و :"د اطلاعاتو او کلتور وزير به د فارسي ژبې خلاف دريځ په نيولو وپوښتل شي"!!! دلته هم د شاليد خورا ډېر نور جزييات راوړل شوي چې وايي دغه وزير د فارسي ژبې خلاف په يو شمېر نورو کارونو هم پړ دى چې په دې ډله کې له فارسي نه پښتو ته ددغه وزارت د لوحې د اړولو خبره هم راځي. هو، سمه ده چې وزير دغه لوحه اړولې، خو چېرته دى ستاسې هغه عدالت او د قضيې د بلې خوا نظر؟ ولې چې کله مخکني وزير دغه لوحه له پښتو نه فارسي ته اړوله، د دوى لپاره دا يوه موضوع نه وه؟ ولې دا د دوى لپاره کومه ستونزه نده چې مخکني بدنام جنگسالار محمد اسماعيل د خپل وزارت لوحه فارسي کړه؟ آيا دا يوازې فارسي ده چې ارزښت لري که په دغه هيواد کې نور ولسونه هم شته چې د خپل هويت څښتنان دي؟

خبره په دې ځای پای ته ونه رسېدله، د بي بي سي فارسي انترنتي برخې بیا دعوا وکړه چې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې د وزارت لخوا د مامورینو اصلاح کول وغندل. دا نو بېخي بېکاره راپور دی چې زه یې ګورم  چې بي بي سي یا بل بېکاره انترنتي ویبسایټ یې برابروي. د بي بي سي  د فارسي برخې ډلې  دا ندي ویلي چې دا ټولنه په افغانستان کې رسمي نده او مشر یې دا وخت د قرانکریم د غلطي ژباړې په تور بندي دی. بس هغه څه یې ویلي دي چې د دوی بېکاره دریځ پیاوړی کوي.

ستاسو د فارسي برخې د ایران د ګټو د ساتلو او د افغان ضد بله بېلګه دا ده چې لا اوس هم لګیا ده نامتوازن راپورونه خپروي. تر اوسه یې په راپورونو کې دا نه دي ویلي چې په کندهار کې خلکو د بي بي سي فارسي په ضد لاریون وکړ او د بي بي سي فارسي نښه یې وسوځوله ، یا دا چې د پارلمان مخې ته په سلګونو خلکو لاریون وکړ او د پارلمان د کولتوري څانګې لخوا یې د کولتور د وزیر پوښتل وغندل.

زه کولاى شم په دې برخه کې همداسې ادامه ورکړم خو ستاسې د وخت د سپمولو لپاره يوازې غواړم هيله درنه وکړم چې دا ټوله مساله د يوه عادل پلاوي له خوا په بيړه ني ډول وپلټئ څو ددې مخورې رسنۍ نوم د هسې يوې ډلې له خوا نور سپک نشي چې دغلته د خپلو هدفونو د حصول لپاره ټول شوي، هغه هدفونه چې د بي بي سي له موخو سره اړخ نه لگوي. زه ستاسې ځواب ته سترگې په لاره یم.

په درناوي،