د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کارتر د ولسمشرۍ د وخت د ملي امنیت له مشر برژنسکي سره مرکه

رحمت آریا 23.02.2008 14:22

له انگریزي څخه پښتوته ژباړه
رحمت آریا
۲۰۰۸ کال د فبروري ۱۷ نیټه
کاناډا- آټاوا


د سي آی اې لاس وهنه په افغانستان کې، له زبیگ نیو برژنسکي سره د ۱۹۹۸ کال ددغې مرکې پربنسټ ، پرافغانستان باندې د روسیې د ۱۹۷۹ کال له یرغل څخه لا مخکې ریښې لري . په ۱۹۷۹ کال کې د کارتر د ادارې دغه پریکړه چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړي او هغه هیواد بې ثباته کړي د دغه هیواد د ورانۍ او د ولس د دړې وړې کېدلو بنسټیز لامل دﺉ.
ایم . سي.

په افغانستان کې د سي آی اې لاسوهنه

د ولسمشر جیمي کارتر د ملي امنیت له سلا کار زبیگ نیو برژنسکي سره مرکه
لو نوول اوزرواتور، پاریس د ۱۹۹۸ کال جنوري ۱۵-۲۱
دغه مرکه د نړیوالو څیړنو د نړیوالې ځالگې په پاڼې کې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۵ خپره شوې لېدلاې شـﺊ.globalresearch.ca ده او

پوښتنه : د سي آی اې پخواني مشر رابرت گیټس د خپلو یادونو په کتاب کې [له سیورو څخه] ویلي دي چې د روسانو له یرغل څخه ۶ مېاشتې مخکې د امریکې څارکــَښې ادارې په افغانستان کې مجاهدېنوته خپلې مرستې پیل کړې دي. په دغې مودې کې تاسو د ولسمشر کارتر د ملي امنیت سلاکار واست. له دغه امله داسې ښکاري چې تاسو به خپله ونډه لوبولي وي. آیا دا سمه ده؟

برژنسکي: هو. د رسمي پيښ لیکونو او پـیښ نیټـزو لاسوندو له مخې سي آی اې مجاهدینو ته د مرستو د ورکړې لړۍ د ۱۹۸۰ کال په لومړیو کې پیل کړه ، چې دغې نیټې ته په کتلو سره ویلای شم چې د مرستو لړۍ دروسانو د ۱۹۷۹ کال د دسامبر د ۲۴ له یرغل څخه وروسته درسمي لاسوندو پربنسټ پیلیږي. خوریښتونې خبره بل چیرې ده او هغه لا تراوسه پورې پټه ساتل شوې ده او هغه دا ده چې ولسمشر کارتر د ۱۹۷۹ کال د جولای په ۳ نیټه لومړنی لارښود لېک لاسلېک کړچې له مخې به یې د کابل د روس پلوي رژیم مخالفینو ته پټې مرستې سمبالېدلې. او په هماغه لومړۍ ورځ ما ولسمشر ته یولېک ولېکله او ټینگار مې وکړ چې زما په اند دغه مرستې به د شوروي پوځي یرغل را وپاروي.
پوښتنه: کله چې روسانو خپل یرغل ته د حق د لرلو بڼه ورکوله او دا یې ویل چې هغوی افغانستان ته د امریکا د پټو لاسوهنو د مخنیوي لپاره راغلي دي ، خلکو د هغوی خبره نه منله. خو ، داسې ښکاري چې د هغوی خبرې پرریښتوني بنسټ ولاړې وې. نن تا سوته پښیماني نه درځي؟

برژنسکي:پښیماني په څه؟ دپـټـو عملیاتو پلي کول یوه ترټولو ښه خبره وه. ما دومره اغیزه درلودله چې روسان مې د افغان لومو ته را وکاږل او ته غواړې چې پښیمانه اوسم؟ په هغې ورځې چې روسانو په رسمي ډول افغان پولې په پوځي ډول لاندې کړې ما ولسمشر کارتر ته لېک ولېږه. موږ ته اوس دا شیبه په لاس راغلې ده چې د روسې د شوروي اتحاد د جمهوریتونو پرمخ د ویتنام څپیړه ورکړو. په حقیقت کې د ماسکوسره ماڼۍ تر لسو کلونوپورې دغې خبرې ته اړه شوه چې داسې یوه جگړه پرمخ یوسي چې د دولت له خوایې ملاتړ نه کېده ، داسې یوه جگړه او نښته چې د روسې د سترواکۍ مورال یې دړې وړې کړ او په پای کې ددغې سترواکۍ دیوالونه ونړېدل.

پوښتنه: ان دا پښیماني تاسوته نه دریږي چې د اسلامي بنسټپالنې ملاتړ مو وکړ، هغوی ته مو وسلې او سلا مشورې ورکړې او په پای کې له هگیو څخه یې ترهگري سر راپورته کړي؟

برژنسکي:د نړۍ تأریخ ته تر ټولو غوره او اړین څه دي؟ طالبان یا د روسېې د سترواکۍ نړېدل؟ د مسلمانانو د غورځنگ یوشمیرراپارېدلې ډلې یا د مرکزي اروپا خپلواکي او د سړې جگړې پای؟ کوم یو؟

پوښتنه: د مسلمانانو د غورځنگ یوشمیرراپارېدلې ډلې ؟ خو دا ویل کیږي ، ویل شوي دي او تکرار شوي دي چې اسلامي بنسټپالنه په خپله نړۍ ته یو لوی گواښ دﺉ؟

برژنسکي:دا ببولالې اوشطحیات دي ! دا هم ویل شوي دي چې لویدیځ د اسلام په اړه یوه نړیواله پالیسي لري. دا لیونتوب دﺉ. نړیوال اسلام له اره نشته. له احساساتو او ولس غُـولـَـوُنې پرته، اسلام ته په منطقي ډول وگوره. اسلام دنړۍ یو مخکښ دین دﺉ چې یو اعشاریه پنځه بیلیونه لار رویان لري. خو تاسو د سعودي عربستان بنسټپاله اسلام ، د موروکو له منځلاري اسلام ، د پاکستان پوځ پاله اسلام، د مصرلویدیځ پلوی اسلام او د مرکزي آسیا د اسلامي هیوادونو سکیولاریزم له یو بل سره پرتله کړﺉ؟ د عیسوي نړۍ هیوادونه پرته له دغې خبرې بل هیڅ شـﺊ نه شي یو موټي کولای.

له فرانسوي څخه انگلیسي ته ژباړه: بیل بلوم
ددغې مرکې د نړیوالې ځالگۍ پته دا ده:
http://www.globalresearch.ca/articles/BRZ110A.html


Copyright, Le Nouvel Observateur and Bill Blum. For fair use only. د کاپي حق:
یوازې د سمې کارونې لپاره