د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جغتو د مدني او کلتوري بهیر لخوا ملاتړ

17.02.2008 15:48

د افغانستان تاریخ د خپلو نومیالیو شخصیتونو ګڼې نمونې لري چې د هیواد په مختلفو اړخونو کې یې دغه تاریخي ټاټوبي ته په هسکه غاړه د ویاړونو غاړکۍ تر غاړه کړې او په جرات سره یې د خپلو ملي ارزښتونو څخه نه یوازې د دفاع غږ اوچت کړی بلکي په دې لاره کې یې داسې متین ګامونه ایښي دي چې د افغانستان د کورنیو او بهرنیو غلیمانو یرغلونو ته د یوه مضبوط ځواب حیثیت لري داسې ځواب چې د لاسپوڅو او غلیمانو څخه یې د رزالت د خپرولو جرات اخیستی او د تل لپاره د ویرې په غارونو ننوتلي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر جلالتمآب عبدالکریم خرم د تاریخ په اساس پړاو کې داسې یوه نوښت او جرات باندې لاس پورې کړی چې د هیواد له اساسي قانون سره سم له خپلو ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ملي ژبې او ملي ترمینالوجۍ څخه یې د دفاع نوښت ګڼلی شو.
د جغتو مدني او کلتوري بهیر د اطلاعاتو او کلتور د وزیر له هغو متینو ګامونو او ملي نوښتونو څخه په کلکه دفاع کوي چې د نوموړي وزارت مقام یې د هیواد د پرمختګ او له ملي ګټو څخه د دفاع په لاره کې پورته کوي او په دې لاره کې د جنګسالار محقق او د افغانستان د غلیمانو هر راز دسیسې غندي.
موږ د افغانستان د ټولو مومنو او هیوادپالو پرګنو څخه هم هیله کوو چې په دې ډګر کې خپل هیوادپال وزیر او د هغه رغنده نوښتونه یوازې پرې نه ږدي بلکی له هغه څخه دفاع د خپل ځان فریضه و بولي.

په درناوي
د جغتو مدني او کلتوري بهیر