د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملی ترمينولوژی مراعات کول ضروری دی؟

نور محمد غفوری 16.02.2008 21:35

په دې ورځو کې موږ د اطلاعاتو او کلتور د وزارت او د هغه د يوه کارمند (ژورناليست) تر منځ د جنجال او کشمکش د غټولو او پړسولو سره مخامخ يو. زه ددې موضوع په بطن کې نه یم اوله نږدې څخه پوره نه يم خبر چې د نوموړی وزير او د هغو د يوه تر لاس لاندې مامور ترمنځ ستونځه څه ده او دا ولې د مطبوعاتو په سطحه او هغه هم د نړيوالو مطبوعاتو په کچه پراخه او پړسېدلې ده؟ په دې اړه مې ډيرې او رنګارنګ ليکنې هم وليدی، چې چا له زړه سوی او د موضوع د حل په خاطر کړی دی، خو ځينو بيا د خپلو عقدو د خلاصولو او نورو هم له دې موضوع څخه د سياسی تجارت په ميدان کې د ځان او خپلې ډلې په ګټه د موضوع د څرخولو په منظور ليکلې دی. ځينو هڅه کړی چې له دې موضوع څخه په استفاده ځانونه د دری ژبو او تاجکانو مشران او استازی وښيی او ځينو هم بيا د پښتو او پښتنو د مشرۍ ادعاوې کړی دی.
ځينو خو دا موضوع يوه بهانه نيولې او د خپل ځان او سازمان د تبارز او تظاهر له پاره يې ترې کار اخيستی دی. چا هم د خپلې ژبې څخه د دفاع ترنامه لاندی د نورو قومونو سره د دښمنۍ ډول ته لرګی اچولی او بې مسئوليته او بې پروايې د هېواد د قومونو غټو کتلو ته په کوڅه ای او بازاری ژبه هم ښکنځلې کړی دی.

:زما له نظره داموضوع له درې اړخونو څېړلای شو
ددولت د وزير او د هغو تر لاس لاندې مامور ترمنځ کشاله، -۱
۲- د يوې او يابلې ژبې سره دښمنی،
د ملی ترمينالوژۍ د ساتلو په اړه د دولت د اجرائیه قوې ( د يوه وزير) قانونی او وظيفوی مسئوليت . . - ۳

۱- د وزير او دهغه د ترلاس لاندې مامور د کشالې په اړه بايد وويل شی چې دا خو يوه روځنۍ عادی موضوع ده، چې د ټول دولت او ملت په کچه په پرابلم اړولو نه ارزی. هر وزير او يا آمر د خپلو مامورينو څخه د موجودو وظيفوی لايحو په چوکاټ کې دنده غواړی او د موجودو لايحو او قوانينو په اړوند ورسره چلند کوی. د هر دولت د وزارت مقام مکلف دی دی چې د همغه دولت عمومی پاليسی او مروجه قوانين پلی کړی. دا نو د اجرائيه قوې په وزير پورې اړه نه لری، چې د مقننې قوې او يابل واکمن ارګان له خوا څنګه دا قانون طرحه او تصويب شوی او دا چې دا قانون د ده له خپل او يا د نوروله نظره ښه دی، او که ورباندې انتقاد لری!
د دولتی او ملی قوانينو جوړول د مقننې قوې واک دی او د وزارت د مربوطو لايحو جوړول هم د هغه وزارت د مربوطې څانګې او يا څانګو دنده ده. له هغه وخته چې يو قانون يا لايحه تصويب او منظوره شوې وی، تر هغه وخته چې د واکمن ارګان له خوا څخه د اړوندو اداری او حقوقی مرحلو له تېرېدو وروسته ورپکښې بدلون او تغير نه وی راغلی، ټول دولتی ارګانونه اوپه دې لړ کې د قانون تابع وزير مجبور او مکلف دی، چې پخپلو کارو کې هغه قانون او لايحې په نظر کې ونیسی.
له بلې خوا د هروزارت کارمند مکلفيت لری، چې د مربوطه وزارت اوامر او هدايات عملی کړی، صرف نظر له دی چې دی له روان سياست او يا د وزير له شخصی چلند سره موافقت لری او که يې نلری. که څوک دا کار نه کوی او له اوامرو سر غړوی، نو د مربوطو قوانينو په چوکاټ کې به د خپل عمل سزا وينی. دا وزير او د وزارت مقام دی چې د ټول وزارت د چارو د سمون او د خپل ځان او پرسونل درسمی او اداری اعمالو مسئوليت د ولس، پارلمان او جمهور رئیس په وړاندې په غاړه لری. د قانون او مروجو لايحو په چوکاټ کې د خپل پرسونل د مکافات او مجازات واک لری او کولای شی چې د لزوم په وخت کې له دې واک څخه کار واخلی. که چيرې مجازات شوی مامور ورکړل شوی جزا د خپلو اعمالو مطابق نه بولی او ورباندې انتقاد لری، نو کولای شی او حق لری چې د مربوطو او جاری لايحو او قوانينو په چوکاټ کې له خپل ځانه ، له خپل نظر او عمل څخه د دولت د حقوقو د څارنې او په عدلی ارګانونو کې دفاع وکړی.
په دې اړه موضوع مطبوعاتو ته کشول او ياپه پارلمان کې طرحه کولو ته اړتيا نه لری. . په داسې حالت کې د دې کوچنۍ موضوع څخه لويه سياسی موضوع جوړول او په پارلمان او مطبوعاتو کې ورته لمن وهل د ناوړه ګټو پلټونکو اشخاصو او حلقو کار دی او دا د ملت د ګټو د ساتلو او د دولت د اصلاح په اړه ګټور ګام نه دی. دا د يوه مامور اود هغه د وزير ترمنځ يا هم د يوه محلی ارګان او د هغو د وزارت د مرکزی ارګان ترمنځ قضيه ده او کېدای شی چې بې له شور او شره د حقوقی دعوا د لارې حل شی. .

۲- که داسې وی چې د دولت د اطلاعاتو او کلتور وزير د هېواد له يوې مشخصې او هغه هم رسمی ژبې سره مخالفت او يا لکه چې لوستلی می دی خصومت لری، دا بيا د تشويش وړ خبره ده. . دلته دوه حالته تصور کېدای شی:
يو داچې وزير شخصا له ژبې سره مخالفت لری، خو له خپل شخصی مخالفت سره- سره د موجوده دولت د وزارت د مقام د چلوونکی په حيث د قانون په چوکاټ کې خپله دنده پرمخ بيایی. نو په دې حالت کې که وزير له ژبې سره هر څومره مخالفت هم ولری، خو چې د ژبې سره په دښمنۍ کې يې عمل نه وی کړی ، پرابلم نشته.
دا خو ښه خبره نه ده چې د دولت يو وزير د له يوې او يا بلې ژبې سره دښمنی ولری، خو دا هم باید قبوله شی چې وزير هم لکه هر بل څوک د ټولنی يو غړی دی او د يوې او يابلې موضوع په هکله د خپل شخصی نظر په لرلو کې آزاد دی، چې څوک ورباندې په زور او يا سياسی فشار د بل نظر د تحميلولو حق نه لری.
بل داچې وزير ددولت د روانې پاليسۍ او موجودو قوانينو پر خلاف د افغانستان د يوې رسمی ژبې سره د مخالفت سياست پر مخ بيايی. په دې صورت کې باید لازم اسناد او شواهد وړاندې شی او د هغو مطابق پارلمان او يا حمهور رئيس د چارو د سمون په اړوند اقدام وکړی.
د يوه تر لاس لاندې مامور پرحق او يا حتی ناحقه مجازات سره د دری ژبې سره د وزير دښمنی نه شی ثابتېدای. ددې له پاره باید نور علايم او شواهد موجود وی. آيا پخپله د وزارت په چوکاټ کې وزير نور مشاورين او همکاران او په دې لړ کې حقوقی مرستيالان نه لری؟ آيا دا ټول د يوې ژبې سره د وزير له دښمنۍ سره موافق دی؟ او که مخالف وی نو آيا هغوی هم مخکې له دې قضيې د اړوندو حقوقی لارو ورڅخه شکايتونه کړی دی او د موضوع د اصلاح له پاره يې کوم بل اړوند مقام ته ليکلی او مستند وړانديزونه کړی دی؟

دا ځينې نورې خبرې چې د سياسی او تبليغاتی ډندورو پرته کوم بل شی نه دی، هسې اضافی او غير ضروری دی. دا موضوع چې ډيرو طرحه کړې ده، چې دری او فار سی يوه ژبه ده او که نه؟ آيا په دری کې د ايرانۍ فارسی ژبې اصطلاحاتو کارول سم دی او که سم نه دی، دا زما د معلوماتو پر اساس او زما له نظره په روانه موضوع پورې اړه نه لری.
که فرض کړو چې وزير په دې نظر وی چې، دری او فارسی يوه ژبه ده او يا برعکس په دې نظر وی چې دری او فارسی دوې ژبې دی، دلته په اداری چارو کې دا هيڅ د مجازات او يا مکافات موضوع نه ده. دا د ژبې دپيژندلو يوه تحقيقاتی موضوع ده او د وزارت له اداری کارو سره اړیکې نه لری؟ که وزير د خپلو مطالعاتو او تحقيقاتو په نتيجه کې دې نظر ته رسېدلای وی، چې دری او فارسی اصلا د يوې ژبې دوه مختلف ديالکټه (لهجې) دی، هم دده خپل نظر دی او که مثلا د خپلو ډیرو زياتو او خاصو او يا هم «کمو» او يا «کږو» معلوماتو له لارې په دې نظر وی چې دری او فارسی دوې مختلفې ژبې دی، هم دا ديوه فرد په حيث د ده خپل نظر دی او حق لری چې وئې لری. .
زما په باور موضوع د دری ژبې سره د دښمنۍ او يا دوستۍ نه ده. دری د افغانستان لرغونې او همدا اوس يوه رسمی ژبه ده او له هغو سره دښمنی او يا د هغو د تضعيف له پاره کارکول ، خپلې پښې په تيشه وهل دی. داسې کارته بډې وهل هم له ناکامۍ پرته بل څه نه راوړی. که څوک داسې فکر کوی چې د دری ژبې وده او پرمختيا د پښتو او يا کومې بلې ژبې د پرمختګ سره دښمنی کوی، دا يو غلط نظر دی. د پښتو ژبې وده به په دری او د دری دا به بيا په يقين سره په پښتو مثبته اغيزه لری. هر څوک حق لری چې پخپله مورنۍ ژبه خبرې وکړی او د هغو د رشد او غنا له پاره کاروکړی او د لغاتو ذخيره یې ورزياته کړی. هر څوک حق لری چې پخپلو خبرو او خپلو ليکنو کې د خپلې ژبې هغه لغات و کاروی، چې ورته ښه او مناسب ښکاری. يو فرد حق نه لری چې بل څوک د يوې او يا بلې کلمې له استعمال څخه منعه کړی او يا د خپلې خوښې د لغت ويل او ليکل ورباندې تحميل کړی. خو د هېواد په کچه د ملی ترمينالوژۍ د ټاکلو او ساتلو واک د اړوندو دولتی او واکمنو ارګانو سره دی. هيڅ فرد، ګروپ او د يوې او يابلې ژبې ويونکی دا حق نه لری چې په خپل سر او انفرادی او يا ګروپی ډول د واکمن دولتی ارګان له پريکړې پرته په ملی ترمينالوژۍ کې د موجودو قوانينو د تغير تر مخه بدلون راولی.
اوس که دا موضوع له بله اړخه وڅېړو چې د دولت يو مامور يا د اطلاعاتو او کلتور وزارت يو ژورناليست چې مورنۍ ژبه يې دری وی او د قومی او ژبنی تعصب او ياهم د ګاونډی هېواد په تحريک او لمسون د هېواد د بلې رسمی ژبې (پښتو) سره داسې له دښمنۍ ډک چلند کوی چې په ملی ترمينالوژۍ کې شامل پښتو نومونو ته پخپل سر او خپله خوښه ايرانی فارسی نومونه ورکوی او د وزارت د مقام توصيې او اخطارونه هم له پامه غورځوی، نو لازمه ده چې داسې کس د له مجازاتو پاته شی؟ هر څوک چې په هره ژبه خبرې کوی، خو چې ځان افغان او د افغانستان بولی، زه باور لرم چې داسې سرکشه او بې پرنسيپه کارمند به له قانون سره سم د جزا وړ وبولی.
پوښتنه بايد یوازې داسې مطرح نه شی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزير چې پښتون دی، له دری ژبې سره مخالفت کوی، بلکې اصلی سوال دادی چې مجازات شوی ژورنالست، چې پخپل سر او د قانونی جواز او واک پرته د هېواد رسمی نومونه او ملی ترمينالوژی بدلوی، او يا لږ تر لږه هغه نه مراعات کوی، نو دا نه يوازې چې د پښتنو بلکې د ټولو افغانانو او په هېواد کې د اوسيدونکو وګړو او د ټولو هغو پخوانيو او اوسنيو واکمنو ارګانونو په وړاندې بې احترامی او بغاوت کوی، چې د تاريخ په اوږدو کې يې د ملې ترمينالوژۍ په رامنځته کولو، خپرولو او د اداری او علمی مؤسسو او رتبو په نومولو کې برخه اخيستی ده. په دولت کې کار کوی، له امتيازاتو يې ګټه اخلی، خو پاليسی او قوانين یې نه مراعاتوی! د هېواد د يوه فرد او يامشخص ګروپ داسې خپل سری او سرزوری د ټول هیواد د تاريخ او فرهنګ ضد عمل دی او د پښتنو، تاجکو، ازبکو، ترکمنو، هزاره او نورو ټولو اوسیدونکو سولې او آرامۍ ته زيان رسوی. د دولت د هر وزير وظيفوی مکلفیت دی چې د ټولنې د عامه نظم د ساتلو او د قانون د حاکميت د خپرولو په خاطر د دا ډول خپل سريو او سرزوريو په وړاندې د نورو تدبيرونو ترڅنګ د قانون په چوکاټ کې له مجازاتی اقدام څخه هم کار واخلی.
که دا سې شقب او بې پرنسيپه سرکش کسان د ځان له پاره دا بهانه جوړوی، چې دوی غواړی خپله مورنۍ ژبه (دری) د نورو ژبو له لغاتونو او اصطلاحاتو څخه پاکه کړی، نو ولې بيا تر ټولو دمخه په ملی ترمينالوژۍ، چې د افغانستان د ټولو وګړو ګډ مال دی، حملې کوی او د دوی په اصطلاح په دری کې په ورداخل شوو پښتو لغاتونو وردانګی ؟ او ولې بيا غواړی چې افغانی ملی او رسمی نومونه ايرانی کړی؟ که په دې کې د افغانستان پر ضد سياسی موخې او د پښتنو په وړاندې د نفرت ، دشمنۍ او تعصب انګيزه نه وی، قومی زور آزماينه یې مرام نه وی او د هېواد د تجزيې خيال نه لری، نو مهربانی د وکړی لومړئ د دری د خارجی ژبو له اغيزو خلاصه کړی او عربی ، انګليسی او نور لغات د ور بدل کړی. په دری کې د ورداخل شوو پښتو لغاتونو شمير بې له هغو هم ډير کم او محدود دی، چې هر وخت په لنډه موده کې يې امکان شته.

هر څوک او په تېره بيا ژورناليستان بايد دا تل په نظر کې ولری چې افغانستان ايران نه دی. په افغانستان کې دری ژبه يوازينۍ ملی ژبه نه ده، بلکې په دې هیواد کې نورې ژبې او په دې لړ کې بله رسمی ژبه (پښتو) هم شته. هغه څوک چې په واحد افغانستان کې د آرامه او سوله ايز ژوند غوښتونکی وی، لازمه ده چې د مختلفو قومونو او مختلفو ژبو په وړاندې په احترام چلند وکړی. په افغانستان کې ټول قومونه او د مختلفو ژبو ويونکی مجبور يو چې يو د بل په وړاندې ګذشت وکړو او يو د بل تحمل ولرو.
هر هغه څوک چې تر يوه او يابل نامه لاندې او په دې لړکې د ژبی څخه د دفاع تربهانه لاندې د هېواد د اوسېدونکو وګړو ژوند ته ناآرامی رسوی، قوانين تر پښو لاندې کوی، ټولنيز نظم خرابوی هغه د ټولو افغانانو او د موږ د ګران هېوادافغانستان ګډ دښمن دی!

۳- ملی ترمينالوژی د ملت په سطحه دزمانې په اوږدو کې د واکمنو ارګانونو له خوا منل شوی نومونې، علامې، نښې، کودونه، سمبولونه او نور علمی او اداری اصطلاحات او مقولې دی، چې هره يوه پرخپل ځای کې خاص مفهوم، معنې او هدف څرګندوی. خو کيدای شی چې د ملې ترمينالوژۍ يو سمبول يا لغت په عامه ، معمولی يوه او يابله ژبه او بل ځای کې کومه بله معنی هم ورکړای شی او بل ډول هم استعمال شی. دلته که له هرې ژبې (افغانی او يا هم خارجی) څخه کوم لغت، سمبول او مقوله ور داخله شی، نو د هغې ژبې له محدود چوکاټه وزی، په خاص ځای کې خپل خاص مفهوم ښکاروی او د ټول هېواد په ګډ مال او شتمنۍ بدليږی. د هېواد په داخل او هم په خارجی ملکو کې رواج مومی. په ډیرو ځايو کې په ملی ترمينالوژۍ کې شاملې کلمی ځنځيری خاصيت هم لری. په دې معنی چې د يوې تغير او بدلون د نورو د تغير او بدلون سبب کيږی او يا د يوې تغير مخکې له مخه د نورو تغير ته اړتيا لری.
که موږ د مثال په توګه په افغانستان کې د (پوهنتون) کلمه په نظر کې ونيسو، نو داپه افغانستان کې د ژبنيو، قومی او نورو اجتماعی حالاتو او په منطقه کې د سياسی او زموږ د جغرافيایی موقعیت او تاريخی لرليد اونورو سببونو پر اساس پخپل وخت کې د دارالعلوم، یا دانشګاه او يا یونيورسيتي له پاره منل شوی او تر ننه پورې کارول شوی رسمی نوم او لغت دی. له همدې سره بيا دپوهيالی، پوهنيار، پوهنمل، پوهندوی، پوهنوال او پوهاند کلمې او علمی درجې هم تړاو لری. داسې چې د پوهنتون تغير بيا د نورو علمی درجو د نومونو تغیرات هم له ځانه سره لری او د پوهنتون د زرهاوو فارغينواو استادانو اسناد او داسې نورو چارو د تنظيم هم په غيږ کې نيسی.
سوال دا نه دی، چې آيا په دری يا فارسی کې (دانشګاه) پوهنتون ته وايی او که نه؟ اصلی خبره داده چې په افغانستان کې د (دانشګاه)، دارالعلوم يا يونيورسیټی رسمی نوم «پوهنتون» دی او هر ژورناليست بايد همدا کلمه په پښتو او دری کې وکاروی، په تېره بیا چې د هیواد اوسنی اساسی قانون هم په دې اړه صريح مواد لری.
ملی ترمينالوژی د هېواد د سياسی، اجتماعی ، کلتوری او اقتصادی حالت او تاريخی او جغرافیایی موقعيت له په نظر کې نيولو سره د تاريخ په اوږدوکې يو پر بل پسې د هیواد دمعينو ارګانو له خوا د معین تعامل له مخې تصويب او جوړيږی، په معينو دفترونو او اداری تعاملاتو کی راجستر او ثبتيږی او د هرې ورځې په تېريدو سره د ولس او عامو وګړو منخ ته تفهيم او ورداخليږی.
بې له شکه دولت کولای شی چې په ملی ترمينالوژۍ کې تغير راولی او يا هغه بډايه کړی، خو دا بايد د جدی اړټيا په صورت کې په لازم فرصت کې د مربوطو واکمنو ارګانونو له خوا تر بحث او څېړنې لاندې ونيول شی او په پوره حوصله او هر اړخيز غور يې په اړه پريکړې وشی او بيا همدا پريکړه په يوه لاس په ټول هېواد کې پلې شی.
دا د يوې او يابلې ژبې د ويونکو انفرادی او ډله ایز کار او واک نه دی او د اعتصابونو او مظاهرو له لارې يې په يوه او يابل ډول حل فشار راوستل هم معقول نه ښکاری. دا په پوره دقت او هر اړخيزه سنجش سره د هیواد د علمی، سياسی حلقو او ارګانونو تحليل او دقت غواړی. داسې چې دا کار بايد د ټولنې عامی سیاسی ګټې وساتی او د امنيت، ثبات، اتحاد او متقابل باور سبب وګرځی، نه داچې ثمر يې سرچپه شی.
د پردۍ ژبې هغه کلمې او لغتونه چې دری او يا پښتو ژبې ته ور داخل شوی، خو په ملی ترمينالوژۍ کې شامل نه دی، کېدای شی د همغې ژبې یوه او یا بله حلقه ورپکې بدلون راولی، خو د ملی ترمينالوژۍ بدلون بيا د يوې او يابلې ژبې د ويونکو افرادو او کړيو له واک او اختيار ه وزی.
د افغانستان په اوسنيو شرايطوکې هر وزير او په خاص ډول د اطلاعاتو او کلتور وزير د مروجو قوانينو اوموجودو لايحو په چوکاټ کې د ملی ترمينالوژۍ په ساتلو قانونا مکلف دی. نو دا کار که د نورو په نظر معقول دی او که نه دی، او که له هغې قانونی مادی سره حتی وزير پخپله موافقه لری او که نه؟
په افغانستان کې د مختلفو ژبوموجوديت او په تېره بيا د پښتو او دری ژبو له رسميت په نظر کې نيولو او همدا راز د هېواد اوسنی حالت ته په تفکر سره دا موضوع ځانګړی اهميت لری، چې هر وزير له خپل سرۍ لاس واخلی او د قانون په چوکاټ کې له ټولو مسئلو او په دې لړ کې د ملی ترمينالوژۍ سره هم چلند وکړی.
دا د اطلاعاتو او کلتور د اوسنی وزير کار نه دی، ، چې په افغانستان کې يونيورسیټی ته پوهنتون وايی او «دانشګاه» يې نه ده نومولې . دا هم دده ګناه نه ده چې پوهنځی يې (دانشکده) او ... داسې نور نه دی نومولی. دا نومونه ورباندې همدې د اطلاعاتو او کلتور اوسنی وزير نه دی ايښی. دا نومونه په معين وخت کې د معينو ضرورتونو او توافقونو پر اساس د معينو ارګانونو له خوا منځته راغلی چې د اوسنيو موجودو قوانينو په پولو کې يې ساتنه د همدې اوسنی وزير دنده هم ده، او تر څو چې رسما او قانونا ورپکې تغير او بدلون نه وی راغلی، د هغې له مراعاتولو سرغړونه د قانون ماتول دی او دا بيا د مجازاتو غوښتنه کوی . ملی ترمينالوژی هغه رسمی نومونه دی چې په خلکو کې يې رواج هم موندلی او لکه خاص اسمونه د هر چا لخوا بايد دقيق وکاروله شی.
په ملی تيرمينالوژۍ کې د پښتو او يا درې ژبې د ويونکو له خوا پخپل سر لاس وهنې د بې سرې او ګډوډۍ سبب کيږی او ډیر ې نورې ستونځې او مشکلات هم په حال او هم په راتلونکی کښې منځته راوړای شی .