د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حميد بابا د خيال پراسمان د خال وخط اوريځې

پوهنمل حاجي محمد نوزادي 16.02.2008 22:28
#اوس دفکرتوره واچوه حميده چې دي نشته په پښتو کې څوک حريف
 هغه وخت لادښوونځۍ زده کوونکۍ وم چې دشعرلوستلو سره مې مينه وه . که څه هم زمادعلاقي وړزده کړه ساينسي مضونونه وه ، خو په ټولنيزو مضمونونو کې يواځې شعر وو چې کله ناکله به يې په خپلو سترګکونو سره دادب ترکوڅي پوري په ځان پسي کشولم . کله به يې وصال ته دومره تطميع کړم چې الجبرته به مې جبراً شاوګرځوله اوکله به يې بيا دهجرانه دومره وډارولم چې په ازموينه کې دنمرودترلاسه کولو پخاطر به مې لادشاعردسوانح اودکلام دنمونو ولوستلوته زړه ښه کولاي نشو . ماته هغه وخت هرنظم شعر وو او شعرمي يواځې په منظومه بڼه کې پيژندې . استعارو اوتشبهاتو مې له شعر نه زړه توراوه ، هرڅه مې په ډانګ پيئلې بربنډ خوښول . شاهد له همدي کبله به وو چې دخوشحال خان دابيت راته ډيرپه زړه پوري ښکاريده :
 زه خوشحال کمزورۍ نه يم چې به ډارکړم
 په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه
 دعبدالحميد ماشوخيل دکلام دنمونوڅخه دابيت چې دبديع اوبيان په مضمون کې مولوستې وو، اکثره وختونه زما همزولواو يا يوه ټولګۍ لوړو زده کوونکو زمزمه کاوه :
 خط پرمخ دصنم راغې ، که سپوږمۍ شوه په هاله کې
 دائي غاښ په خوله کې زيب کا ، که ژاله شوه په لاله کې
 دلوړ بيت دوهمه نيم بيتې راته دلومړۍ په پرتله ډيره خوندوره ښکاريده . ښايي دابه پدي خاطر وو چې په لومړۍ برخه کې راته هغه وخت دمخ د ) خط ( او دسپوږمۍ د ) هاله ( ترمنځ تشبهه په تکليف سره دپوهيدو وړ وه . دخداي حق خبره خو داده چې همدا اوس هم چې ښايي دسل ګونو شاعرانوپه زرګونو شعرونه اونظمونه به مې لوستې وي ، خوبياهم د)خط اوخال ( ترکيبونه په ځانګړې توګه دحميد ماشوخيل په شعرونو کې راته ډير ژور ښکاري اوکله ناکله رانه لاره ورکوي . ترهغه ځايه چې خبره د)خال ( سره تړاو نيسي نونژدي دټولو شاعرانو په شعرونو کې هغه په يوه يا بل شکل موندلاي شو . ان داچه رحمان بابا هم ديوه ملنګ او صوفي شاعر په توګه چې تل يې دنيااو مافيهاتر عقبا جارکړيده ، په خپل يوه شعر کې د ) خال ( يادونه داسې کوي :
 که يې خال غلام دمخ دي
 زه غلام يم د غلام
 مګر ) خط ( بياد )خال ( ترڅنګ په خپل وار هغه پورونې ( استعاره ) ده چې دحميدبابا ذهن اوخيال يې دومره محاصره کړي چې کولاي شو داشعارو ټولګې ته يې د ) خط ا وخال ( ديوان ووايو . که څه هم درحمان بابا په ديوان کې هم داسې بيتونه يو نيم ځای ترسترګو کيږي چې لږترلږه په شکلی لحاظ خو ماشوخيل لوستونکې ته ور پيادوې ، لکه دا ځينې بيلګی :
 ورقونه لټوم د هر مکتوب = پکښي غواړم خط وخال دخپل مطلوب .
 # # #
 چې ديار دخال وخط نښې پکښې وی = زوړند سر په موتاله دکتاب خوښ يم
 # # #
 دبل خط په عبارت به څه نظر کا = چې نظرکاندی داستاپه خال وخط څوک
 # # #
 خط دی تورحرفونه مخ دی پاڼی دکتاب دی = شغل دکتاب دی بل کتاب راڅخه يووړ
 # # #
 په رخسار چې دی د خط غبارڅرګند شه = سربلنده شوه فرقه دخاکسارانو
 # # #
 ما دعشق په درس کې نورڅه لوستې ندی = بيله زلفو، بيله خطه ، بيله خال
 # # #
 مخ دی اور خط دی سبزه ده زه حيران يم = چې سبزه په اورکښی څنګه زرغونيږی
 # # #
 باريک خط ئی زلفو لاندی کړ رحمانه = مورچه ګان دشپې له مخه پايماليږی
 # # #
 
 خو ددي خبري ثبوت به سخت وي چې وويل شي ددنيا دتارک صوفی عبدالرحمان اود ساده رويو په ميو مست حميد ماشوخيل دواړومطلب به لدي استعاري نه يوشې وي . نشم ويلاي چې دماشوخيل نه به وړاندي نورو شاعرانو پدي هکله ترکومه کچه او په کوم مطلب يادونی کړي وي ،خو له ده نه چې مې وروسته که دځينو کسانو په شعرونو کې يونيم ځای داشۍ ترسترګو شويوي ، ښايي دده تراغيزې لاندي به يې تکرار کړيوي .
 داچي د ) خط ا و خال( نه به په ځانګړې توګه دمومندو دنوموړۍ موشګاف هدف څه وي ، هغه به ده ته پريږدولکه دامتل چې وايي : دنارينه وو راز پټ ښه دي .
 
 خو هغه څه چې يادول يې غواړم دادي :
 مادخپل يوه فرهنګي دوست او شاعر ښاغلې عبدالمالک بيکسياردشخصي کتابتون نه يوه ورځ دحميدماشوخيل يوډير زوړ ديوان امانت واخيست چې دپيل څومخه يې دحالاتو بادونو تري وړي دي مګر دپاي مخونه يې دنيکه مرغه خوندي پاته دي . هلته د ديوان دشعرونو تر ختم وروسته داليکنه شويده ) : تمام شد ديوان عبدالحميد بزبان افغاني . بتاريخ يوم جمعه هژدهم شهر جمادی الاول. سنه ۱۳۳۱ هجري المعلي . (
 که څه هم په لوړه سنه کې دهجري شمسي يا هجري قمري يادونه نده شوي ، خو وروسته څوکرښي داشتهار په خاطر ليکل شوي چې دکتاب ختم ۱۹۱۳ ميلادي ښودل شويدي . دکتاب د اشتهاري کرښو په ترڅ کې يادونه شوي چې دکتاب قلمي ليکونکي مصنف صاحب حاجي ملاعبدالغفارکندهاري دي . نوموړۍ دټول کتاب په حاشيو کې دځينو مشکلو لغاتونو اوجملو تعبيرونه په ساده دري اوکله ناکله په پښتو ژبه ليکلي دي .
 د عبدالحميد ماشوخيل دديوان دغه قلمي ليکونکۍ دنوموړۍ کتاب په اتم مخ کې ددي بيت :
 څوک دي نه غندي نوخط ښکلې ، حميد ته
 قبلوي د ګل اغزي بلبل زما
 په اړه د )نوخط ( دتعبير اوتفسيرپخاطر په ورسره تړلې حاشيه کې داسې ليکې ) وخطش کنايت از پوشيدن وجه است بعوالم اربعه چون عالم خلق وعالم مثال وعالم ارواح وعالم حقائق واين هرچهار نسبت بلطافت رويش کثيف اند . چنانچه ميرزا ګويد : دلطيف دبيحدي تعريف پخو کړم = چې تمام کثيف يې رش پرمخ نيولې (
 همدارنګه دکتاب په نهم مخ کې ددي بيت :
 د نو خطو دُرُشتي زما اشتي ده
 په اغزن بوټې ارام کا عندليب زما
 د ) نوخط ( تعبير بيا دلته داسې کوي ) ونوخطيش کنايت ازتجديد شيون است همه ممکنات را درهر ان (
 نپوهيږم چې منصف صاحب به داتعبيرونه دکومو دليلونو پربنسټ ترسره کړي وي او څومره به هغه واقعيت ته نژدي وي کوم چې د موشګا ف شاعر فکر وژورخيال يې په هکله هسي زولانه دي چې نه ځان لدي بند نه ايستلاي شي اونه هم دزړه درد په ښکاره توګه چاته ويلاي شي . کله دخط په راتلو خوښي څرګندوي چې دساده رويو کبر وناز يې کم کړ اوکله بيا ساده ) بې خطه ( مخ ترخط لاندي داوريځي په منځ کې ورته قدري سپوږمۍ ښکاريږي ، ځکه نوخطانوته داحق ورکوي چې بايد ناز وکړي . کله يې دخال وخط په يوه خيال روح د ختن دملک آهوګرځي ، کله هم پرخوږه زنه باندي دخط راتګ ده ته لکه مچۍ ښکاري چې دشاتو پرکاسه راټولي شوي وي او کله کله خوئي پرساده مخ دخط نه زړه دومره زوريږي لکه پر ګل چې دهاتيانو غوبل راغلې وي .
 لنډه خبره داچي ددي ليکني څخه زماموخه دانده چې دحاجي صاحب ملاعبدالغفار تعبير بيځايه يا پرځاي ثابت کړم . داتوان هم دکانو اوځمکي پيژندنې ديوه ماهر په توګه په خپل قلم کې نه وينم چې دبديع او بيان دځانګړتياوو له مخي دحميد په ديوان کې دخال وخط دکنايو په هکله شنني اوڅيړنې وکړم . همداګړۍ مې يوازنۍ موخه داده چې پدي اړه دنورو صلاحيت لرونکو مسلکي څيړونکو سره په دغه کارکي مرسته وکړم . مادحميد ماشوخيل مومند په ديوان کې ټول هغه بيتونه او غزل ، کوم چې دخال اوخط په هکله دده د اه لوګۍ دي او په غزلو کې يې زماترسترګو شوي ، دلته مې راټول کړي دي . دمسلکي څيړونکو او شوقي لوستونکو څخه مې هيله داده ترڅو دخال اوخط کنايي او استعاري دادبي څيړنيزو ارونو له مخي وڅيړي ، اړوند اړخونه يې برجسته او دمصنف صاحب دتعبيرونو دليلونه او ريښي په ګوته کړي . او داهم دخال او خط په هکله د موشګاف عبدالحميد دخيالونو لړۍ :
 ****
 چې په مخ يې زدوګير دخط اغاز کا = نوربدل دساده رويو ناز په نياز کا
 دښه مخ هماي هله کا په چاسيورې = چې شهپر دخط وخال راوړي پروازکا
 خاص خلوت دښکليوعام په وخت دخط شي = کم قوت سړې له هرچاسره راز کا
 د اوريځي مياشت قدري وي په ليده کې = نوخطان بې ځايه نه کاندي که نازکا
 ****
 وابه نه ړوم نورمخ له ساده رويو = که دخط اره مې کښيږدي په تندي بيا
 ****
 څوک دي نه غندي نوخط ښکلي حميد ته = قبلوي د ګل اغزي بلبل ځما
 ****
 دنوخطو دُرُشتي ځما اشتي ده = په اغزن بوټي ارام کا عندليب ځما
 ****
 دارموز کا ديارخط په ماته ژبه = چې خوږه کړه نن ساعت هرچاته ژبه
 ****
 مشک دي هسي ستاوخط ته = لکه مشکو ته تراب
 ****
 لګي لا دخط په وخت ديار عتاب سخت = وي دشپي باد وباران سيل وسيلاب سخت
 ****
 دا افسوس کا خال وخط دنوخطانو = چې ا شنا شو دحميد پهند برات
 ****
 که هرڅو په خط نوخطه کاندي توره = زيربه نه کا دغه جهل دراجپوت
 ****
 دنوخط دخال وخط په يوه خال کې = دختن دملک اهو شو ځما روح
 ****
 هاله دُر دعاشق اوښکي شي په ښکليو = چې يې نوي شي دخط بهار له مخه
 اُمرا دحسن تل ځي په رکاب کې = چې يې پاڅيده دخط غبارله مخه
 ****
 دتورخط ليکه يې ګډه په سپين مخ شوه = تور وسپين ځما دسترګو شو پدا ګډ
 ****
 په راتله ديار دخط حسن پايمال شي = لکه وکاندي په ګلو څوک غوي منډ
 ****
 دخط خيال مې دي له سره تلونې ندې = که سايه پري دهماي شي برابره
 ****
 له خوارې ديار په خط زړه ښه کومه = دغريب د پښو وکيښ شي خار په خار
 ****
 خدايه خط ديارله مخه لرې ليري = په اسلام باندي برمشه لاس دکفر
 هغه مخ چې مې کعبه وه د دووسترګو = مسلط کا باندي خط مواس دکفر
 وکه جوش دخط سياهي ديار په مخ کې = که نمرود کا بيت الله نخاس دکفر
 ****
 ژر په ژر به يې سياهي دخط پښيمان کا = دا دمخ په روښنائي باندي مغرور
 ****
 خال وخط دي هسي چاري په مخ وکړي = لکه ګل شي دهاتيانو په غوبل سر
 ****
 ليکه دتورخط ديارله مخه شوه چاپير = ښهر داسلام کړ غلبي دکفر ګير
 ونړاوه سد سکندر جوجو ما جوجو = اوکه خال وخط ديار په مخ شوه رابرسير
 ****
 لاکه مخ له خال وخطه آب وتاب ډير = ولي تاب وي داوريځي دافتاب ډير
 زيات شي کبر دباغوان په نوبهار کى = نوخطان کاندي په ځان ناز وعتاب ډىر
 يوحميد له توره خطه شکوه نه کا = دي بلا کړه عالمات خراب تراب ډير
 ****
 په نوخطو پسي تللې زړه موند نشي = هغه ورک شو چې په شپه داور په شوي ولاړ
 ****
 سپلنۍ غوندي په اور دنوخط حسن = سرترپايه سره لمبه شم شنه لوخړه
 چې ور وښود ښکلې مخ خط دبخښنې = اوس مې زړه ورسره کا ناحق جګړه
 ****
 منت بار دي يم دږيرې داغاز = چې يې کم کړ ستا دحسن کبر وناز
 چې غريب شي په وطن دنوخطېَ = ګوندي اوس شي په کرم غريب نواز
 ****
 که ګيله ديارله خطه کړم ګرم نه يم = زرغونه په سمن زار شو زما زوز
 ****
 په رخسار باندي دي کښلي توري پريوتي = پر ورځي ظالم تورخط اخير جنګريز
 ****
 که يې راکړ خال وخط وماليچن لاس = بياپر دوست باندي بر مشه ددښمن لاس
 ساده روي خط ته هوس له ساده ګې کا = وچمن ته پريښود نشي دچمن لاس
 نوخطان واړه ارمان که باري څه کړه = نه رسيږي دپرون په چاري نن لس
 ****
 لائي ز ه دبي مختوبه چورچور نات يم = بيائي که راباندي خط لښکر دپاس
 ****
 آب وتاب راته ښئي دنوخطانو = په خزان کې دبهار دګلو جوش
 دا نګار دخط سياهي راوړه په مخ کې = که پادشاه دزماني يې خرقه پوش
 ****
 تر ساده حسن نوخط بې وياړه کوت شي = دليچنو سترګو سيورۍ وي ترلمرخوښ
 زړه مې هسي په نوخطو ښکليو پري وت = لکه پريوزي ودوهي ته قلندرخوښ
 ****
 هره ورځ مې په بالين خضر حضريږي = چې يې خيال دخط وخال شو راته پيښ
 ****
 نوخطان دخط پوخت بې وخته ناز کا = رساوه شي په دغه ادينه فيض
 ****
 چې مې وليده په مخ ددل ارام خط = بيامونده دازاديه ما غلام خط
 خلاص مرغه ددام په دام کله ويسا کا = په نيوه ځما ناحق غوړوي دام خط
 داشنا دمخ دخط هيبت مې وخوړ = چې مې وليد په شرابو کې دجام خط
 دبهار اوريځي نه وي بې بارانه = په رښتيا که دبوسي زيرۍ پيغام خط
 دمقصود در مې ونه ليده تياره شوه = صبحدم ديار دمخ کړ راته شام خط
 دصحرا هوسۍ ارام په ميږيتون کا = ورکوي شوريده دل لره ارام خط
 دلداري ديار پکار تر خط پخوا ده = څه پکار که يې دلدارکه په ناکام خط
 لکه نه بې دوده اور بې اوره دودشي = هسي راکړ له خوبانو انتقام خط
 پري کوي يې هومره زړه له شوق و ذوقه = څوکوي ديار په مخ کې انتظام خط
 زمانه به دهر ښکلې بازار سوړکا =ماته ژبه کا حميدته داکلام خط
 ****
 دائي خط نشوونما کاندي له مخه = يا نرۍ نرۍ لوګۍ ځي له څراغ
 ****
 هسي زيب کا ښکلۍ مخ په خط وخال کې = لکه واغوندي مکې ته تورغلاف
 ****
 په راتله دخط چمن حسن ايمن شي = خداي دي نه کا په کفاروکښي غريب څوک
 ****
 داځما د اه لوګۍ په کې ليده شي = ائينه دي دمخ نده په خط زنګ
 ****
 زلزله ديار دخط دراتلو ګوره = نړوي مې پر تندي اسمان د مشکو
 چې اوريځ ديار دخط په خاطر راشې = وو روي مې ترليمو باران دمشکو
 دا يې خط نشو ونما کاندي په مخ کې = که په سپينه ځمکه ځي کاروان دمشکو
 ****
 خال وخط يې هسي چاري په مخ وکړي = لکه ګل شي تر پښو لاندي دهاتيانو
 ****
 په فريب دساده دل داساده رويه = کې ايستم دخال وخط په خرخښو
 ځکه زه کوم اسره ديار وخط ته = اسانيږي مشکل متن په حشو
 ****
 هومره ښه دي خال وخط راسره وکړه = چې را وي ايستم له اوره په اغزو
 ****
 چې تر زلفو لاندي خط راوړي انبوه = يار له يار سره نه کا هسي دروه
 ****
 چې مشغول داستا دمخ په خال وخط شوم = مشغولا راڅخه پاته دکتاب شوه
 ****
 چې پر مخ دي دخط ليکه دوتا راغله = ګويا مخ لره دي توره بلا راغله
 ****
 ژر په ژر په ظالم حسن دبتانو = کاندي خداي توره بلا دخط نزول
 ****
 چې مې تن ملک دختن شو ځما لال = دا اثر ګڼم داستا دخط وخال
 ارايش له الايشه لعل مومي = په راتله دخط وخال مه شه ملال
 ****
 ورته مه ګورې هرګز په سپکو سترګو = نوخطان دي خرقه پوش بالانشين
 تر تور خط لاندي يې زنه هسي زيب کا = لکه ټولې شي مُچې په انګبين
 ****
 خط پرمخ دصنم راغې که سپوږمۍ شوه په هاله کې = دائي غاښ په خوله کې زيب کا که ژاله شوه په لاله کې
 خال وخط په ګلګون مخ کې ، ددلبرو دامثال که = لکه پروت وي غزيدلې ، خرقه پوش په دوشاله کې
 ****
 په نوخط حسن اثر دعاشق اه کا = دا پدي چې مسافر په زړه نرۍ وي
 ****
 په غبار کې يې دخط ګوره سري شونډي = سري سکروټې دي د اور په ايرو نغښتې
 ****
 دنوخطو په صفت مې زبان نښلې = چې تر دام لاندي دانه خوري مرغان نښلې
 دائي خط په کناره دمخ جنبش کا = که په خوان دشيرينيو مچان نښلې
 پاکبازان کړي په نوخطو ښکلومينه = پرسينه دشنوکوتروبازان نښلې
 ****
 دنوخطو دلبرانوپښيماني = دماښام دغريبانو حيراني
 لکه کاندي خال وخط په ساده رويو = خزان نه کا په ګلشن داويراني
 زد وګير يې دتورخط هسي هيبت کا = لکه ولګيږي جنګ سلطاني
 څه ګمنامه شوه دخط په هندوبارکښي = دخوبانو دښايست مسلماني
 ****
 که د خط په خاکستر ځپلۍ نه واي = دمخ اور به دي تراوسه ووملک سوې
 ****
 که دي راغله په مخ څه شو دخط لړي = په ايرو کې لکه لعل هسي رغړي
 ****
 څوبه خوب کوم ديار دخط له غمه = چې اغزي مې په ليمو کې غړوې
 ****
 له ساده مخه دصبر سبق چا ده = څو پيزي دخط په زير و په زور نشي
 هسي شپه ديار دخط راباندي راغله = چې هرګز به ترقيامته سهر نشي
 ****
 په راتله دياردخط ياران په دوک شي = باغ چې وټکيږي لاباغوان په دوک شي
 ****
 ماته پيښه شوه خواري ديار له خطه = که بخښې چاته دولت پَر دهماي
 ****
 يووړ خط صبر وارام ځما له دله = څه ارام په ميږيتون کا غزاله
 په راتله ديار دخط ژړا بايده ده = ولي نخښه دباران وائي هاله
 ****
 چې دخط په وخت اشناپالي حميده = رحمت باد په کفرستان کې مسلماني
 ****
 داشنا له خال وخطه معلوميږي = چې حميد به مسافردهندوستان شي
 ****
 دنوخطو په وعده باندي زړه مه ږده = هغه ورک شي چې په شپه داور په لورځي
 ****
 زد وګير يې دتورخط ګوره په مخ کې = په مکه دزنګيانو لښکر راغې
 دائي خط په دا دروصل مشرف کړم = که هماي مې په تندي برابر راغې
 داحميدديار دخط له غمه ژاړي = که باران دي دپسرلي په در در راغې
 ****
 
 دا وو دخال او خط دلاسه دماشوخيل د دردونو زګيروۍ او اه وونو لوګۍ چې پدي توګه مې څيړونکو او لوستونکو ته ډالۍ کړ . ددوي دنورو ژورو څيړنو په هيله .