د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ايران فرهنګي يرغلګر ډېر زړه ور شوي دي

عبدالقادر درویش 16.02.2008 15:46
له کله چې په افغانستان کې وروستی سياسي بدلون راغي او نړيوالو په دغه هيواد کې د بن د تړون له مخې موقت حکومت رامنځته کړ نو هغه مړې هيلې يو ځل بيا را ژوندي شوې، چې په افغانستان کې د يوه مرکزي واکمن داسې دولت چې هغه د بهرنيو لاس وهنې مخه ونيسي، د افغانانو په ذهنونو کې پرتې وې.
ددغه دولت په جوړېدو سره ځينو هيوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو هيوادونه پدې فکر شول چې څنګه په دولت او ياهم د ملت په منځ کې لاس ولري ترڅو يې ګټې خوندي دي د همدې د ترلاسه کولو لپاره دوی په افغانستان کې د جګړې دوخت له خپلو لاسپوڅو په ګټې اخيستنې سره پاکستان په افغانستان کې پوځي لاسوهنو سره د امنيتي خنډونو په جوړولو او د دولتي مخالفينو پياوړتيا ته دوام ورکړ خو زموږ بل ګاونډي چې تر پاکستانه زيات خطرناک دي ( ايران ) خپل فرهنګي يرغل لا قوي او هڅي يې پراخې کړي پدې برخه کې غوره نمونې د افغانستان له کتابتونونو سره د ايران هغه مرستې يادولی شو چې په ښکاره کتابونه وو خو دا په اصل کې هغه دارو وو چې د افغاني فرهنګ پر وړاندې د عملي مبارزې لپاره دغې خاورې ته راوړل شول.
دکتاب په نامه ددغو ګوليو او مهماتو راوړلو لړی هغه وخت ډير زور اخيستی وو چې داطلاعاتو اړ فرهنګ د وزارت په مقام رهين ناست وو، خو کله چې ولسمشر ښاغلي کرزي، ښاغلي خرم دغه پست ته کانديد کړ اد افغانستان ولسي جرګې د باور رايه ورکړه نو د ايران دغه راز لاسوهنې له مخنيوي سره مخامخ شوې خو دا هغه وخت وو چې ايران د خپل فرهنګي يرغل په ترڅ کې د افغانستان د اساسي قانون يو شمېر مادې لاندې او په اړه يې د ګڼ شمير هغو کسانو په مټ د يوې ځانګړې ډلګۍ ملاتړ ترلاسه کړی وو چې هغه د اساسي قانون ترمنالوژي وه دوی له وخته ښاروالۍ ته د شهرداری، پوهنتون ته د دانشګا، سترې محکمې ته د دادستان عالي، متعلم ته د دانشجو او داسې ګڼ شمېر نور نومونه چې اساسي قانون خوندي بللي دي خو دوي واړول.
د افغانستان داطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې د اساسي قانون په عملي کولو مکلف دي نو له مخې يې د ملي ترمينالوژی د خوندي ساتلو لپاره مټې راونغاړلې خو پر وړاندې يې دمخالفت څپې د دولت په ټولو ارګانونو کې راپورته شوي او د ښاغلي خرم دغه قانوني ګام ته يې دتعصب نوم ورکړ او د قانون خلاف يې وباله. د ډېر افسوس خبره ده چې نن محقق را پورته کيږي او د قانون خبرې کوي دده کړه وړه ټولو خلکو ته که تاجک دي که پښتون معلوم دی هغه خو د هغو ظالمانو په ډله کې دی چې بايد په بيړه محکمه او اعدام شي ځکه چې په سلګونو کسان يې په ميخونو او ګوليو سره وژلي دي.
په هرډول زه د ولسي جرګې له هغو غړيو څخه هيله لرم چې په واقعي ډول دافغانستان د خلکو استازي دي او اساسي او پښتني قانون ته احترام لري دوی بايد د ښاغلي خرم سره يو ځای د ايران د فرهنګي يرغلګرو پر وړاندې کلکه مبارزه پيل کړي او د خپل قانون پروړاندې خنډونه چې هغه که محقق وي او که د دولت په کومه بله اداره کې څوک وي، د قانون منګولو ته وسپاري.
زه د فرهنګ له وزير سره هيڅ ډول رسمي او شخصي اړيکي نلرم او نه هم ددغه وزارت
په چوکاټ کې کومه دنده لرم خو د يو افغان په حيث دده ټولې هڅې ستايم له کله چې دغه ښاغلي نوموړي وزارت ته راغلي او له کله چې ښاغلي ثابت څارنوالۍ ته راغلی په رښتوني ډول يې دغه ادارې خلکو ته وروپيژندلې نو له ولسمشر کرزي څخه مي هيله داده چې نور نو د بهرنيو لاسپوڅو په وړاندې چې تل د اساسي قانون او دولتي پرېکړو په وړاندې خنډ ګرځيدلي ، کرار پاتي نه شي او د هغوی په وړاندې د قانون پرېکړې عملي کړي.