د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لرغوني کابل فرهنګي څېره

عبدالودود پښتونځار 16.02.2008 12:09

دغه کتاب  دښاغلي پوهاند رازقي نړيوال لخوا ليکل شوى او دخواخوږي ادبي اوکلتوري ټولنې په مالي لګښت چاپ شويدى.

نوموړى کتاب د( علمي فرهنګي اوسياسي شخصيت ارواښاداستاد محمدابراهيم خواخوږي) دپنځه لسم تلين په وياړ، چاپ شويدى، خو دځينوستونزو له امله يې چاپ وځنډېد او دتلين له نمانځنې وروسته له چاپه راووت.
 
ټول کتاب (٩+ ٢٨٨) مخونه لري. کاغذ يې سپين دى تيراژ يې  زر ټوکه دى.مهتمم او ايډېټر يې ملکي خزان دى.ډيزاين يې دفيض الله ساپي لخوا شويدى اوچاپ ځاى يې (اګاه خپرندويه ټولنه) ده. دخواخوږي ادبي اوکلتوري ټولنې لخوا، اتم چاپ شوى کتاب دى.

 دليکوال د(سريزې)په ګډون شپږ ليکنې پرې شويدي.لومړۍ ليکنه دخواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې دمشرحاجي غرزي خواخوږي لخواد(سرخبرې)، دوهمه ليکنه دمرستيال سرمحقق عبدالحکيم ساپي لخوا د(تقريظ)،درېيمه ليکنه دمرستيال محقق کتاب خان فيضي لخوادهم (تقريظ)،څلورمه ليکنه دپوهنمل غلام نبي فراهي لخواد(ملي اونړېوالې فرهنګي هڅې) پنځمه ليکنه  داګاه خپرندوې ټولنې لخواد(ادبي تړاو) اوشپږمه ليکنه خپله د-درانه ليکوال رازقي نړيوال لخواد( سريزې) ترسرليکونو لاندې  شويدي.

ټول کتاب څلورڅپرکي او بېلابېلې برخې لري، چې په لاندې ډول دي:
 

موضوعگانې:
          تقريظونه:...................................................................................................................
د سرخبرې- غرزى خواخوږى:......... ...........................................................................
تقريظ – معاون سرمحقق عبدالحكيم صافى....................................................................
تقريظ- معاون سرمحقق كتاب خان فيضي................................................................
تقريظ(ملي او نړېوالې فرهنګي هڅې) پوهنمل غلام نبي فراهي .........................................
ادبي تړاو.....................................................................................
سريزه ...................................................................................................................

لومړى څپركى
 د لرغوني كابل تاريخي پس منظر...... ..... ..... ..... .
په تاريخي آثارو كې: له كابل او د هغه له نومونو څخه يادونې..............................

دوهم څپركى
د كابل دوه ګونى موقعيت
لومړۍ برخه: د كابل ښار موقعيت د لوګر سيند دواړو غاړو ته...........................
د كابل سيند دواړو غاړو ته د ښار............................... موقعيت.................................................................................
كابل د مغولي پاچاهانو په وخت كې ..... ..... ..... .... ..........................................
كابل د احمدشاه بابا په وخت كې او د هغه دروازې.... ..........................................
كابل د دراني تيمورشاه په وخت كې....................... ..........................................
دوهمه برخه: كابل د تاريخ په هندارو كې................. ..........................................
كابل د مذهبي اهميت له پلوه........................ ....... ..........................................
كابل د ستراتيژيكي او پوځي موقعيت له پلوه................. ...........................................
كابل د سياسي او اداري اهميت له پلوه.................. ..........................................
كابل د نړېوال تجارتي مركز په توګه....................... ..........................................

درېيم څپركى
 د كابل د زاړه ښار كوڅې، ګذرونه او بازارونه.......... ..... ..... ..
د كابل د لرغوني ښا ر د كم رنګه انځور يوه څنډه...... ..........................................

څلورم څپركى
د كابل آبدات او تاريخي آثار او ابنيې.
لومړۍ برخه: د كابل بالاحصارونه...................... ...
1- د بالاحصار موقعيت....................... .........................................................
2- د بالاحصار د جوړېدو نېټه........................ ......
3- په تاريخي اسنادو كې له بالاحصار څخه يادونې..
4- د بالاحصار ساختماني څرنګوالى او عمرانات
پاسني او ښكتنى بالاحصار..................................
5- د بالاحصار باره(بارو) ربض او خندق..................
6- د بالاحصار دروازې........................ ...............
7- د بالاحصار د ودانيو دورې..............................
8- د بالاحصار د بهرني حصار، د كلا د برج ، ارګ او بارو مرمت كاري
9- په بېلابېلو دورو كې كابل ته د پلازمېنې را بدلېدل
دوهمه برخه:    د كابل د آسمايي او شېردروازې په غرګوټو دېوالونه
1 - ددې دېوالونو اجمالي عمراني سبك.................
د چين د تاريخي دېوال سره ددې دېوال پرتله كول.....
2- د كابل شېرآباد (شېرپور) او جنګي كلا...............
-د قلعه جنګي ساختماني نقشه او جوړښت..............
-د كلا دنني عمرانات
3- سپېڅلي او متبركه اماكن.............. .............. ..
الف- سپيڅلي اماكن (جوماتونه) .............. ...........
ب- متبركه اماكن (زيارتونه) ....................... ........
4- د لرغوني كابل بودايي مركزونه او ساحې...........
5- د كابل قصرونه او حرمسرايونه........................
6- د كابل مينارونه او تاريخي څلي................... ...
7- كابل: د باغونو د ښار په توګه.............. ............
د كابل تاريخي باغونه تاريخي پس منظر........ ...
د كابل چينې او ويالې
الف- چينې.............. .............. .............. ...........
ب- ويالې........................ ........................ ........
د كابل او لوګر د سيندونو په سر پلونه...................
متفرقه برخې
1 تعليقات.................... ....................... ..........
2- پايلې................... ....................... ..............
3-وړانديزونه................... ........ ................... ...
4- اخځونه.................. ........................ ...........
لنډه پېژندنه........................ .......................

دکتاب په اړه دليکوالانو لنډ نظريات په دې ډول دي:

ښاغلى غرزى خواخوږى دخپلې ليکنې په يوې برخه کې وايي:(( ......د كابل لرغوني وياړنې ډېرې څېړنې ته اړتيا لري چې له نيكه مرغه د هېواد نوميالي څېړونكي ليكوال ښاغلي پوهاند رازقي نړېوال په زيار او نوښت د لرغوني كابل فرهنګي څېره تر سرليك لاندې څېړنيز اثر چې په څلورو څپركو،متفرقه برخو او (٩+ ٢٨٨) مخونو كې ليكل شوي دي او د بډايه محتوياتو په خواكې د ښكلو او تاريخي عكسونو لرونكي هم دي....))  

مرستيال سرمحقق عبدالحکيم ساپى، دخپل تقريظ په يوې برخه کې،چې په پارسي يې ليکلى وايي:(( نگارنده اين سطور[ دکابل فرهنګي څېره] که با استفاده از وقت بصورت جسته و گريخته آن را مطالعه نمودم بدين باور رسيدم که اثر متذکره به سلسله کتب و رسالات نشر شده قبلي راجع به تاريخ تمدن و فرهنگ کابل زيبا اثر ارزشمندي است..... اين اثر که بزبان و رسم الخط پشتو به رشته تحرير در آمده حاوي معلومات و مطالب ارزشمند بوده وبه سهم خويش در زنده نگهداشتن تاريخ و فرهنگ غنامند اين کشور و بخصوص کابل زيبا و تاريخي داراي اهميت ميباشد...))

مرستيال سر محقق کتاب خان "فيضي)) دکتاب دپېژندنې په لړکې وايي:((مؤلف محترم از باغ هاي قديم قصرها و مينارهاي که در کابل موجود است نيز مورد پژوهش علمي قرارداده و بشکل واقعي آن تحقيقات را انجام داده است.در فرجام نويسينده محترم در نظر داشت قوانين تحقيق به نتيجه گيري پرداخته و پيشنهاداتي را نيز ارايه داشته است و همچنان از ماخذ داخلي و خارجي استفاده نموده است....))

پوهنمل غلام نبي "فراهي"  دخپلې ليکنې په لومړيوکې دکتاب په اړه وايي:((...زه په داسې حال كې چې له هر څه نه مخكې ددې با ارزښته علمي او معلوماتي اثر مباركي ښاغلي نړېوال ته وايم څو ټكي د مشورې په توګه ددوئ د راتلونكو هڅو لپاره ضروري بولم اوله دوئ داهيله كوم چې دې كار ته په بشپړ توان ادامه وركړي هغه څه چې نورو پلټنو او ليكلو ته ضرورت لري هغه برخه هم بډايه كړي.....))

ښاغلى فراهي دخپلې ليکنې په يوې بلې برخې کې دوړانديز په څېر يادونه کوي:((كه څه هم زما لپاره مشكله ده چې د داسې علمي شخصيت په يو علمي اثر او هغه هم مې د ډېر زحمت او زيار نتيجه ده په تېره بيا چې دغه علمي اثر لومړني په پښتو ليكل شوي اثر دى چې زه د هغه پر ټولو اړخونو څه وليكم اما د پيشنهاد په توګه يوشي چې ډېر زما تر سترګونه شو هغه د كابل پر فرهنګي مسايلو بحث وو.د كابل ښاريو وخت د سيمې تر ټولو ستر فرهنګي ښار وو ډېرو اديبانو، شاعرانو، تاريخ پوهاند د كابل پرفرهنګ د كابليانو پر ژوند، عنعناتو، رسم و رواج په زړه پورې مطالب ليكلي زما هيله داده چې ګران استاد نړېوال صاحب په په يوه مناسبه موقع ودې با اهميته مسئلې ته هم خپل پام وروګرځوي او دا علمي اثر به نور هم غني او بډاى كړى...))

دادبي تړاو ترعنوان لاندې يوې ليکنه کې،چې داګاه خپرندوې ټولنې لخوا شوې راغلي:((د آګاه د خپرندويې ټولنې مشرتابه او كاركوونكي له يوې خوا ښاغلي پوهاند نړېوال ته د زړه له تل څخه ددې ارزښت لرونكي اثر د چاپ او خپراوي مباركي وايي او له بخښوونكي خداى (ج) څخه ورته اوږد عمر او د پياوړې ليكوالۍ غوښتنه كوي اوله بلې خوا د خواخوږي د فرهنګي ټولنې مشر ښاغلى حاجي غرزى خواخوږي ته كورودانى وايي چې د خپل هېواد د پښتو  ملي ژبې د لا ودې، پياوړتيا، ليكوالۍ ته د ليكوالانودلاهڅونو په لاره كې نه ستړې كېدوكې هڅې كوي موږ ورته د ژوندپه ټولوچارو كې د سترو بريو هيله كوو...)