د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هې ويده قومه !

عبدالله داستان 15.02.2008 02:50

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
افغانستان په نړۍ کې يو هغه هېواد دى چې تل د ناورينونو او ناخوالو سره مخامخ دى.
تروريزم، جنګسالاران، د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنه، اقتصادي کمزورتيا، د ژمي سړه هوا
او .........
له بده مرغه زمونږ دولت بيا داسې يوه تګلاره لري چې تل په يو ځاى کې خپل فعاليتونه متمرکز کوي، همدا لامل دى چې يوه لانجه يې ختمه کړې نه وي بلې لانجې او ناورين اوج نيولى وي . بله ستونځه دا ده چې ټول افغانان د افغانستان د دولت سره همکاري نکوي، دا چې دولت په دې کې څومره ملامت دى؛ په دې اړه ډېرې ليکنې او ډېرې تلويزيوني مرکې شوي دي، فکر کوم دا اړخ ټولو ته څرګند دى او بحث ته پرې هېڅ اړتيا نشته . اوس راځو دې برخې ته چې مونږ د خپل دولت سره هېڅ ډول همکاري نه کوو .
په افغانستان کې د يو نظام جوړول ډېر سخت دي، ډېر مالي او ځاني تاوانونه بايد وګالل شي تر څو يو نظام جوړ شي، خو هماغه نظام بيا ډېر ژر د همدغو افغانانو د لاسه له منځه ځي .
يو دليل خو يې ښکاره دى چې زمونږ د ولس سياسي شعور کمزورى دى . کفايت کوي چې د آى اس آى يا د سي آى اې يا هم کې جي بي يا د هر استخباراتي نظام يو استازى زمونږ د يو مذهبي سړي په جامه کې راشي او زمونږ دولت غير اسلامي معرفي کړي . نور نو بيا دا ملت او دا خلک د هغه سړي په اړه فکر نکوي چې دا فتوى ورکوونکى څوک دى او فکر يې د کوم ځاى نه اوبه څښي يا ؟؟؟
په افغانستان کې بل ډېر جدي مشکل چې دى، هغه دا دى چې د پښتانه نه بغير نور قومونه افغانستان د خپل هېواد په توګه نه پېژني او هېڅ يې زړه پرې نه خوږېږي .
بيا په دې ټولو کې دري ژبي دي چې هغوى د هر وخت او هرې وسيلې څخه يوازې د خپلې ژبې لپاره فکر کوي چې په څه ډول ارتقاء ورکړي، نور که افغانستان او ټول ملت په سيند کې لاهو کېږي هم هېڅ پروا نلري . دري ژبي کله، کله په پښتنو باندې تور لګوي چې ګويا په اصل کې پښتانه يهود دى او خويونه يې هم يهودانو ته پاتې کېږي .
ما د هېتلر کتاب ( زما جګړه) لوسته، هغه په نوموړي کتاب کې د يهودانو څخه ډېره کرکه څرګنده کړې وه؛ د هغه ټوله ليکنه را اخېستل د دې مقالې د حوصلې نه زياته ده، يوازې په څو مثالونو باندې يې اکتفاء کوو .
هېتلر ليکلي : زما د آلمان يهودان خوښ نه دي، ډېره کرکه ځينې لرم؛ ځکه دوى ته يوازې خپله ژبه مهمه ده، يوازې خپل مذهب ورته مهم دى؛ نور دوى د آلمان د ملي ګټو لپاره هېڅ فکر نکوي .
بل عيب يې دا دى، دا قوم چې په هر هېواد کې اوسېږي، د هغه هېواد رسنۍ او مطبوعات په لاس کې نيسي او د دې لارې نه خپل زهر د خلکو په مغزونو او فکرونو باندې تويو .
درېيم عيب يې دا دى چې په آسانه د بل قوم نه ښځې نه کوي خو خپله يې ژر لور ورکوي، همدا چې يوه يهوده يوې کورنۍ ته ننوتله؛ نور نو د هغې کورنۍ ژبه، کلتور او هرڅه د يهودو ګرځي او د هغې کورنۍ اصلي کلتور او ژبې ته صدمه رسوي؛ !
که چېرته مونږ همدا درې بېلګې په پام کې ونيسو، له بده مرغه درې واړه يې د افغانستان په دري ژبو کې شته . دوى د افغانستان په اړه فکر نکوي، رسنۍ تل په لاس کې اخلي او تل سوء تبليغات کوي، که يوه دري ژبې نجلۍ د بل هر قوم په کور کې واده شوه، نو د هغه کور ژبه او کلتور ته به بدلون ورکوي .
اوس دې نو لوستونکي قضاوت وکړي چې آيا د افغانستان پښتانه د يهودو خوى او خصلت لري که دري ژبي ؟؟؟
د هغې ورځې نه چې افغانستان ته د دوه نيمو لسيزو جګړې نه وروسته سوله راغله، همدا خلک وو چې د نظام په ضد يې تبليغات پيل کړل، له دې چې حاکم رژيم د متحده ايالاتو سره ښې او نږدې اړيکې درلودې، د ايران په لمسون په ايرانۍ ژبه باندې دولت يا نظام پسې تبليغات پيل شول . درې سوه چاپي خپرونې جوړې شوې چې اکثر يې په دري ژبه دي، لس خصوصي ټلويزيوني چينلونه او يوازې په کابل کې نږدې پنځوس اف ام موج والا راډيو ګانو په خپرونو پيل وکړ چې په سلو کې ٩٠په دري ژبه خپرونې لري . پښتانه چې ساده زړي او پاک خلک دي، په دې خبرو باندې يې سر ونه خوږاوه؛ همدا کسان يې دولتي لوړو څوکيو ته راوستل چې هلته يې هم په اختلاس او بډې اخېستنې دولت نور هم نوم بدى کړ . که سړى واقعيت نه تېر نشي د کرزي د ډېر ضعف او کمزورۍ نه دوى تر وروستي بريده ګټه پورته کړه . ښايي د کرزي کمزوري او وېره هم زمونږ د ساده ګۍ، ناپوهۍ او بې شعورۍ نه اوبه څښي.
تاسو فکر وکړئ، په داسې حالت کې چې زمونږ خلک د سړې هوا له امله ډېر ځاني او مالي تاوانونه ګالي، دا رسنيو ته مهمه نه ده . ايران چې کډوال په زوره په دې يخه هوا کې له خپلې خاور راواېستل چې د افغانستان دولت تر فشار لاندې راشي، دا رسنيو ته مهمه نه ده ... خو يو ژورنالېست چې اساسي قانون نقض کړى، په ملي رسنۍ کې يې پردۍ کلمې استعمال کړي، هغه د اطلاعاتو او کلتور وزير د لوري مجازات کېږي، نو د ټولو رسنيو خولې د کلتور وزير په لوري خلاصېږي .
تېر کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت خپل کاري کلنى رپوټ د ولسي جرګې کلتوري چارو کمېسيون ته په پښتو ژبه راوړى وو، د نوموړي کمېسيون رئيس حاجي محمد محقق ( ايرانى جاسوس ) پښتو ګزارش په مېز وهلى وو او د اعتراض په توګه يې غونډه پرې ايښې وه . خو نورو ٢٤وزارتونو چې خپل رپوټونه په دري ژبه راوړي وو، هېڅ ډول عکس العمل يې په وړاندې هېڅ پښتون وکيل ښکاره نکړ . سږ کال بيا همدې سکتارېست محقق د کلتور وزير راغوښتى چې شپږو مواردو ته دې ځواب ووايي :
هغه ژورنالېست ولې د دانشګاه په ويلو لرې شو؟
ملي نګارستان ولې په ګالري ملي بدل شو؟
د ځينو سيمو نومونه ولې په پښتو واړول شول؟
د وزارت لوحه ولې په پښتو وليکل شوه؟
د ملي ټلويزيون پښتو او دري خبرونه ولې يو ځاى شول ؟ او ....................؟؟؟
د اطلاعاتو او کلتور وزير څخه دا پوښتنې په ولسي جرګه کې د څه شي له مخې کېږي؟
آيا د يو ملي عزم او نيت له مخې او که د سکتارېستي فکر له مخې ؟
ښايي دوى په عمر کې هم اعتراف ونکړي چې مونږ سکتارېستان يو او پښتو نه غواړو، بلکې دا موضوع داسې ښکاره کړي چې خلک حساسيت ښکاره کوي، د ژبو تر منځ بايد توپير نه وي نو زه د محقق نه دا پوښتنه کوم، دومره نورو وزارتونو چې خپلې لوحې د پښتو ژبې څخه دري ته واړولې، آيا کوم وزير مو د دې لپاره راغوښتى دى؟
بل پوښتنه دا ده، يوازې لوحه مهمه نه ده، په اداره کې بايد په دواړو ژبو مکاتبات او مراسلات وشي؛ آيا تر اوسه کوم وزير يا کوم بل چارواکى راغوښتل شوى دى چې ولې په يوه ژبه مکاتبات او مراسلات ترسره کوئ؟
د ملي ټلويزيون د دواړو ژبو خبرونو يو ځاى کول، آيا دا ښه کار دى که بد؟
زما په اند خو دا ډېر ښۀ ابتکار دى، يو خو دا چې د وخت د ضايع کېدو نه مخنيوى وشو، بل دا چې دواړه ژبې سره نږدې شوې، د بېلوالي نه يې مخنيوى وشو .
ښکاره خبره ده چې محقق تل غواړي پښتو او پښتانه سبوتاژ کړي . څو ورځې مخکې د NDI به مؤسسه کې محقق د ځينو محصلينو سره کتلي وو او د هغوى پوښتنو ته يې ځواب وايه، هلته يې دا خبره کړې وه چې د ملي مصطلحاتو د ساتلو مسئله په اساسي قانون کې الحاق شوې ده، په اصل متن کې دا نشته .
تاسو ښه فکر وکړئ، کله چې په يو نظام کې داسې ويروسونه وي، آيا هغه نظام بريالى کېدلاى شي؟
پښتانه يې د ډېرې ساده ګۍ له امله ورانوي چې نظام مو مذهبي نه دى او نور قومونه يې د دې لپاره دښمني کوي چې ولسمشر پښتون دى .
دري ژبي درې کلمې د لاسه نشي ورکولى : دانشگاه، دانشکده او دادگاه .... خو د پښتنو څخه ټوله ژبه اخېستل شوې ده، مګر هغوى په دې هېڅ نپوهېږي، يوازې دومره ورته ويل شوي چې نظام اسلامي نه دى او په همدې يې باور کړى دى، د خپلو ورونو سرونه پرېکوي . په ملي اردو او پوليسو کې ښکلي ځوانان وژني او خپله هم وژل کېږي .
هې ويده قومه !
لږ راويښ شه، لږ شا وخوا وګوره ! لږ دوست او دښمن وپېژنه !
پښتون زلمى د بى ٥٢ډولې الوتکې د کروز په وړاندې سينه سپر کړې ده او د نورو قومونو ځوانان په يوروپ او امريکې کې ماسټري او دوکتوراګانې اخلي .
که چېرته حالت همداسې دوام وکړي، نو يوه ورځ به پښتون څوک په جومات کې ملا امام هم نه نيسي، په دولت اوسياسي نظام کې خو لا په ځاى پرېږده .
راځئ، دا نظام ستاسو دى، د خپل نظام نه مو ملاتړ وکړئ . د کريم خرم غوندې انسانانو څخه حمايت وکړئ چې هغه نن ستاسو لپاره توهينېږي او تحقيرېږي . که داسې نه وي هغه ته ډېره آسانه ده چې پخپله ژبه معامله وکړي او کلونه، کلونه وزير پاتې شي .
نن سره د دې چې نظام ستا دى، ستا په ژبه څوک په ټولو دولتي ادارو کې يو تورى پښتو هم نه ليکي . ستا ماشوم ته څوک دا حق نه ورکوي چې پخپله ژبه زده کړه وکړي .
پخپله ژبه خبرې کول، پخپله ژبه ليک او لوست کول ګناه نه ده، تعصب نه دى . خو نن که چېرته مونږ په پښتو ژبه خبرې، ليک او لوست کوو نو مونږ فاشېستان يادېږو .
آيا په نړۍ کې به بله داسې ژبه هم وي چې څوک پرې د خبرو کولو، ليکلو او لوستلو حق ونلري؟
مونږ ولې داسې يو؟
تاجکو د مسعود غوندې انسان نه، هغه چې د افغانستان د هرې ناخوالې او فاجعې تر شا يې لاس دى، ملي اتل جوړ کړ؛
دوستم چې تر هغه ستر قاتل، بې ناموسه او بې حيثيته انسان نشته، هغه د ازبکانو رهبر شو؛
آيا مونږ د کرزي څخه ملاتړ نشو کولى؟
راويښ شئ، لکه اصحاب کهف غوندې خوب مکوئ ( ځکه چې ستاسو خوب لکه د هغوى خوب غوندې ثواب نلري ) ...
داسې نشي چې يو وخت راويښ شئ، د تور لحد په کنده کې پراته ياستئ يا هم د زمانې او وخت د خلکو نه دومره بېګانه چې هېڅوک تاسو ته د انسانانو په سترګه ونه ګوري .