د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له دري ژبې سره هيڅوک دوښمني نه لري

حبيب الله غمخور 14.02.2008 20:48


دري  ژبه زموږ دهيواد والو  ژبه او  زموږ  فرهنگي اوعلمي  وياړنه  ده 


پسله هغه چې دافغانستان  داطلاعاتو اوکلتور وزارت  دبلخ ولايت د ملي راډيو ټلويزون  څو کارمندان دهغې جملې د بصيربابي  په نوم يوخبريال  کسر معاش کړ  ، دامسله پدې نامه چې دفارسي ژبې سره دښمني کيږي  خورا  توده شوې ده .
لومړی مې دې مسلې ته زياته پاملرنه ځکه ونکړه ، ويل مې ديوه وزارت يوه کارمند قانون تر پښو لاندي کړی بايد اصلاح شی ،خوکله چې مې ډله ايزو رسنيوته پام  راواړاوه گورم چې له دېنه هم يوملي ننداره جوړېږي  . هغه دچاخبره ديوې سپږی لپاره درست پوستين اور ته اچوي . ددې لپاره چې زموږ يو شمير هيوادوال ايراني اخوندان خوښ وساتي اوهغوته خپل صداقت اوراستی څرگنده کړي  ديوې عادي خبري څخه ئي هنگامه جوړه کړه . داسی معلومېږي چې ددې مسلې  زيات  انلارج  اوپه يوه اوبل شکل دبې بې سي په فارسی ويب پاڼه کې  دمطالبواود وزير دعکسوخپرولوهم پر دې اور داوبوپر ځاي تيل وپاشل . دا اور لا نه و مړشوی چې ښاغلی محقيق صاحب خبر شو،سمدواره ئې دکميسيون غونډه دايره اوپه لوړ اوازئې وويل دادی اوس فارسي هم له منځه وړل کيږي ا دهغې سره دښمني کيږي ،داڅه حال دی ؟ داوزير ډير ژر بايد راوغوښتل شي . کميسيون هم بيله کوم دليله پريکړه وکړه چې داگناه کار وزير بايد را اظهار کړي  تر څودخپلي گناه په مقابل کې دپارلمان د دولسي جرګه کې دفرهنګي، ديني ، پوهنې او لوړو زدکړوکميسيون غړو پوښتنو ته ځواب ووايي .
دا خوډيره ښه خبره ده چې دپارلمان وهرې خبري ته فکر وی اوچارواکي داستجواب لپاره راغواړي ،مگر متاسفانه چيري چې لازمه وي هلته دوی له وزير صاحبانوسره په گډه ددې ملت پر غاړه چاړه ايږدی  .
دلته چې دايران  دفرهنگی يرغل  پروسه له خطر سره مخامخ شوه ،سمدلاسه ئې  له ايرانی موخو سره دخپلي خواخوږی دڅرگندولواودهغوي ته  ديوصادق خدمتگارپه توگه  له پارلماني صلاحيت څخه په استفادې  سره داطلاعاتو اوکلتور وزيردستجواب لپاره راوغوښت   .
له بې بې سي راډيوسره په  تليفونی خبرو کې ښاغلي حاجي محمدمحقيق څرگنده کړه چې :  دولسي جرګه کې دفرهنګي، دراتلونکې اونۍ سه شنبې په ورځ داطلاعاتو او کلتور  وزير راغوښتل شوی دی . هغه وويل دخرم اقدامات  دفارسي ژبې پر خلاف يوازي  دبلخ دتلويزيون دکارمندانوسره په ناوړه کړنو سره نه محدوديږي  ، بلکه په ولسي جرګه کې دفرهنګي، ديني ،اموروکميسيون شپږ نور ي داسي کړنې فهرست کړی دی چې دهغو په هکله به هم له هغه نه پوښتنې وشی . دهغه څخه په دې اړه هم پوښتنې کېږي چې ولې يې داطلاعاتو اوکلتور وزارت لوحه له دري څخه پښتوته اړولې او دنګارستان ملي نوم په ملي ګالري اړولى اوهمدا ډول ئي دراډيوافغانستان  اوملي تلويازيون په پروگرامونو کې ديوشمير نور تغيراتو راوستلي دي .
مگر  د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي خرم له بي بي سي راډيو سره  په مرکه کښي وويل دوى څو ځلي د ملي ټلويزون کارمندبصير بابي ته يادونه کړې وه چې، د ملي ترمينالوژۍ ضد تورې دې په خپلو رپوټونو کې نه کاروي خو له دومره يادونو اوسپارښتنو سره،سره بيا هم دې ښاغلي د پوهنتون ، پوهنځي او رغتون نومونو په ځاى بيمارستان، دانشگده او دانشگاه توري او نومونه کارول چې، د افغانستان ملي ترمينالوژۍ ته په کې زيان رسيده . مگر که دمحقيق اوهغه پشان نوروڅخه موږ پوښتنه وکړو چې  : ښاغلی محقيق که پدې ملک کښي پښتو ورکه  شي ،هرڅه په فارسی وي ،اوپښتانه چې ددې هيواد دټولو لوي پېټۍ ددوي پر اوږوپروت دی  له خپل حق نه تير شی اوداومني چې دلته دي هر څه دڅوايراني مشربو په خوشه تر سره کېږي ،تاسوبه پارلمان ته ددغې ډلې مشر راوغواړی اوله هغه نه به پوښتنه وکړی ؟ نه ! هيڅکله نه !
بلکه تاسو به هغه وخت خوښ شی . مگر څه وکړم پدې پوهېږم چې داخوب له نيکه مرغه سره لدې چې زموږ پښتنو چارواکو هم سره درسه ښورولۍ نه رښتيا کيږي .
داملک  دهغه چادی چي پرهغه ئي سر ورکړی  اودهغو ژبې اوملي هويت ته بايد په درنه سترگه وکتل شی !!! زه نه پوهېږم  چې دايران پلوه له کومه دومره فعال شوه ؟ چې گورې  دوي بياديوې عادي خبري څخه ملي مسله جوړه کړې وی  .
ما غوښته پدې هکله لنډ څو ټکی وليکم چې ولې يوعادي مسله  دومره جنجال ته پورته شی  ؟
رښتيا خو داده چې دافغانستان داساسي قانون د۱۶ مادې له مخې دغه وزارت مکلف دی  لمړی په دولتي  مډيا اوبياپه نوروخصوصي رسنيوکې  دملي ترميلنالوژی  منل شوی اصلونه  اوپدې هيوادکې مروجه ژبو ټولواړخونوته  که دچاخوښه وي  ،يانه په جدی توگه درناوی په نظر کې ونيسی . خوکله چې مې داپېژندل شوو متعصبو پاڼوته سر ورښکاره کړ گورم چې هلته  بله خبرنشته  ،همدا يوه مسله ئي تر لکۍ راټينگه کړېده  . په عجيیبو اوغريبو عنوانوئي ليکنې کړی  چې زه به ئې دبېلگې په توگه بيايو څونومونه راوړم  ، اوپه خپلو په اصطلاح  ليکنو کښې ئې  پر دې دلوي زړه خاوندپښتون قوم  بېله دېنه چې دهغوي نظر پدې هکله څوک واوری له واره سپکو سپوروته لاس کړئ دی  ، ښه داخو موږ ته عادې خبره ده ځکه پدې لوي اوکوچنۍ پوهېږي  چې زموږ په غيرتی هيواد کې ددې ولس دښمنان غواړي له هرې وسيلې څخه په استفادې سره دايومټۍ ولس بې اتفاقه کړی ،ځکه نوچې کله ېې په يوخبره نوک څرخ شی بيا ئې داسي غټه کړی چې  دمرداربويونه ئي دنړيوالوپزی هم نا ارامه کړی ، پدې هر افغان پوهېږي ،داولس وېشل اويودبل په مقابل کې درول ناشونۍ کاردی . نوبهترينه لارهمدا اسلامی  ده لار ده چې  وايي ((واذخاطب هومل  جاهيلون قالوسلاما)) زما کمپيوټر عربي حروف نلري  دټايپی تير وتنې څخه عفه غواړم اميدواريم چې په لوستلوسره ئي په مطلب پوهېدلی ياست
په ټوله نړی دهغه جملې  زموږ په هيوادکښي خصوصی  مډيا اوددې کليمې سره په څنگ کې دمطبوعاتو آزادي دامعنا اومفهوم نلري چې تر دې نامه لاندي  په افغانستان  کې پردئ کلتور اوپه بل هيوادکې  دمروجه ژبې  د  رواج موندلو لپاره کار وشی  . دډله ايزی خبروني چاپي اوتصويری وسايل مکلفيت لري ملي گټې اوملي افتخارات وساتی داکه کورنې وي اوکه بهرني چې په افغانستان کې دننه  فرهنگی فعاليت کوی ددې اصل په منلو مکلف گڼل کيږي . ايا ايران به مور ته اجازه راکړی ددوي په مطبوعاتی وسايلو کې موږ دري اوپښتو لغتونه استعمال کړو ؟ هيڅ کله نه . اوداددوي حق دی .موږ هم مکلفيت لرو خپله ژبه دپرديو له يرغل نه وساتو. داديوه  ملت کاراوصلاحيت دی چې دکومي ژبې کوم لغات منی اويادهغه بديل پيدا کوی .
که ددې راپورته شوی خبرې  په اړوند ټول نظريات راغونډ شي نو ددې مسلې په هکله نظرونه  پر دووبرخو ويشل کيږي :
اوله ډله  :
داکسان  چي زه هم ورسره ځان بولم  وايي  په افغانستان کې داساسي قانون په شپاړسمه ماده کې راغلي چې : ((د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي.
د مطبوعاتو اود راډيو تلويزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو، آزادې دي. ))
داطلاعاتو اوکلتور وزارت دهمدې ورسپارل شوی دندي له مخې حق لري دهر هغه ژورناليست ،وياند اوليکوال څخه  چې دولتي رسنيوته کارکوی پوښتنه وکړي ، ولي له ملي ترمينالوژی سره مخالفت لرې ؟ اوپه خپلو ويناو اوليکنو کې داهغه له استعمال نه ډډه کوي ؟
دغه نومونه چې له پښتو په دری ژبه کې رواج شوی اومنل شوی دي دا پنځوس کاله په راډيو ،چاپی نشراتو اوراوروسته په تلويزيونی نخپرونو کې  پکاروړ ل کېده ،اوس ولې هغه بايد استعمال نه شی ؟ دادومره وخت ولې داټول چوپ وه ؟ اوس چې بې ۵۲دافغانستان پر فضا ۲۴ ساعته پروازونه لري  ،اوله بهرنه راوستل شوی اوپر خلکوتپل شوی دهمدې پروازو په برکت نورمال اعصاب لري  ،اوله بلې خوا دايران لپاره همدا وخت دی چې په هربڼه په افغانستان کې بايد نا ارامۍ راپيداکژی تر څو بهرنيان  او افگان ولس دارامي گوله خولې ته يونسی  ،دهغې دموکراسی څخه په استفادي سره چې کله ئې خوښه وی اوکله بيا سرځينې ټکوی ، غواړي هر ناولی اوضدملي حرکت چې ئې زږه غواړي  په ډيرو نرمو،غوړو اودملي کليمې دمختاړي او وروستاړی په ورکولوسره  پلی کړي .
دوخت يوه دولت  ،اوملی اکاډمۍ داپرېکړه کړې وه  ځينی هغه لغاتونه چې په ايرانی فارسی ژبه کې رواج لري اوموږ ورته په پښتوکې وړ بديل لغاتونه لرو بايد عوض اوهغه رواج ومومی . چې داکار په ډيره خوښی تر سره شو. له پښتو په دري اوله دري په پښتو کې زيات لغاتونه شته  . ددواړو ژبو عالمان ملي دنده لري چې دواړي ژبې سوچه کړی  ،زموږ په هيواد کې دننه دژبو سوچه کېدوسره هيڅوک مخالفت نه کوی  اونه ئې هيڅوخت کړی دي . ټول مخالفت له دغې پروسې څخه دسياسي موخو اوبهرنيوفرهنگی تيريوته دلاري خلاصېدوپه مقابل کې کيږي  . زه دلته دژبو پر قدامت خبري نه کوم  اونه هم غواړم  پدې هکله خبري وکړم چې ددې تاريخي لامل څه دی چې اوس يو شمير ايران پلوه زموږ په هيواد کې دمنل شوی  ملي ترمينالوژی پر خلاف تر دې نامه لاندي چې فارسي اودري يوده، ناوړه او افغان  دښمنه استفاده کوي  .
بلې !
  ددواړو ژبو(دري اوفارسی ) رېښه يوه  اودازموږ په هيواد پخوانی آريانا او اوسنی افغانستان کې زېږېدلي اولويه شوې  ده ،داژبه تر اوسنی ايران ،په بله بڼه کوردستان  ،اولوي هند پوري ورسېدل داوسنی تاجکستان خلک هم پدې ژبه خبري کوي . مگر په هر سيمه کې دې ژبې  لکه بله هره ژبه  دهغې سيمې داوسيدونکو اود هغوي دعالمانو،اديبانو اونورو فرهنگی څېر و دفعاليت اودولتي پلانو په درشل کې دهغوي دفرهنگی اوټولنيزو اړيکو لخوا لږ ياډېره متاثره شوې ده . دبېلگې په توگه په کوردستاسن کې دعربې ژبې  اوپه ايران کې پر عربی علاوه دغربی اروپا اوروسی  ژبو،په تاجکستان کې همدا تاجکی  دروسي ژبې  لخوامتاثره شوې ده  . په تاجکستان خولا دشوروي نظام په وخت کې  ئې الفبا هم  په روسی ليکل  کېده  .اوس کرار کرار بيرته دوباره  خپل اصل مسير ته راگرځی . ولي داچې په تاجکی ژبه کې به دپخوانی  دري ژبې څومره منځپانگه پاته وي  دابله خبره ده ، خويوڅه څرگند اوروښانه دی چې  په افغانستان  کې تاجک ،ياهزاره دتاجکستان داوسېدونکو په ژبه پوره نه پوهېږي  ،له همدې امله هغې ته فارسي اويادري ويل لويه  تيروتنه بولم ،خپله هغوي ورته تاجکی ژبه وايي  اوپدې وياړی  ،داچې رېښه ئې چيري ده دوي وايي چې رېښه ئې له لويي اريانا اوگراني دری څخه روټوکېدلې ده . مگر امام  علی رحمانوف به اجازه ورنکړی چې ددوشنبې تلويزيون دی په دري نشرات وکړی اويادي په تاجکي ژبه کې ددري ژبې  لغاتونه تر دي نامه لاندي چې دادواژي يو وخت يوه ژبه وه استعمال کړی  .
يو وخت انسانانو ژبه نه درلوده اوس  هم بايد گونگيان وی .
ددغو ټولو تغيراتوپر بنياد ويلاي شوچې اوس همدا دپخوانی يوريښې دژبې وينوکی يودبل په ژبه پوره نه پوهېږي ،حتاپه خپله سيمه کې دوي ډيرو شيانوته نوي لغاتونه جوړکړی دي په هره سيمه  کې ژبې دهغې سيمي دتمدن اونژيوالو اړيکو تر تاثير لاندي دتکامل سير تعقيب کړئ دی  . زه دادهيچاسره نشم منلاي چې افغان دري ژبۍ ووايي  چې  موږ په ايرانۍ فارسي کاملا پوهېږو. زه پدې باور لرم چې ((۵۰)) په سلوکې لغاتونه به ورته نوی وي  .همداسي په تاجکی اوکوردی اوهندی فارسی کښي که هلته کوم څوک ويونکی پاته وي .
داپدې معنا ده چې دهري سيمې خلکو اودولتونو غوښتل اوغواړي  دخپلې  خوښی اوسهولتونوپر بنياد له پخوانی فارسي نه راټوکېدلې ژبه پراخه اودخپل ولس داستفادې وړ وگرځوی  ،له همدې امله په ټوله نړی کې دژب پوهنو او ادبياتو اکاډمۍ  فعاليت اوهره ورځ څېړنې کوی  .
مادلته په سويډن کې له يوشمير فارسی ژبواديبانوسره ملاقاتونه کړي اوله هغوي نه  مې غوښتی  پدې هکله بحث وکړي چې دغه پخوانی فارسی  چيري لويه شوی اودسوچه تکامل لپاره ئي  څه کارشوی دی ؟
 دوي خو لومړی داويلې چې ددې ژبې نوم فارسي نه دري دئ ،داچه پخوانی فارس  يا اوسنی ايران سيموته داژبه   راورسېدل اودلته ورته دتاريخ په يوه معين وخت کې زياته پاملرنه وشوه اودوباره افغانستان ته ددربار دژبې په توگه ولېږل  شوه  پدغه وخت کې ايرانی  دولتمردانو چې پخوانۍ نوم ئې فارس  دی  ،ددي ژبې نوم فارسی کښېښود.  هغوي دا استدلال  کوی که چېري  له پخوا څخه ددې سيمی نوم ايران واي نوبايد ددې ژبې نوم ايراني ژبه واي ؟  نه داسي نه ددې ژبې نوم  دری دي اوپه مروردزمان ئي په سيمو کې نوم اوتر ډيره محتوا بدله شوې ده . دهغوي له خبرو اسوڅرگندونوڅخه مادازده کړې چې افگان پوهانوداتاريخي رسالت لوبولئ چې درې ئي سوچه ساتلې اويا ئي تر ډيره بريده له غربي اوعربی  ژبو ديرغل څخه د نجات لپاره زيات کارکړی  دي .غير سياسي  عالمان  اوهغه چې په رښتيا سړی ورته عالم ويلاي شی داخلک خو داسي وايي اودازمور دولس دپوهانو وياژ بولي .  مگر دايراني اخوندانولاس پوڅی بيا تر هر حه وړاندي دايران په چوپړ کښي دی اوتر هرڅه ئې دا خوښه ده ، اوايراني اخوندانو دنده ورسپارلې  چې دوي به دري ژبه ،فارسي اوپه هغه کي به ايران پيش گامه بولی . يعنې که ونه شرمېږي نو لکه  لطيف پدرام چې ويل ((من به  فرهنگ ايرانی افتخار ميکنم ))  ټول به له يوه سره همدا چيغه له خولې راوباسی . يو شمير دادليل راوړی چې  دری نشته همدا فارسی ده ځکه خو هم کله چې موږ اوس دښوونې او روزنې  ياعالی تحصيلاتو دري ژبې کتاب راواړو ،رښتيا یې هم پر وقايه ليکل شوی فارسی ژبې قرائت  ،مگر ما مخکښي عرض وکړ چې له دربارنه راپاته ميراخ دی داددې معنا نلري چې داټوله ژبه له اولې ورځی فارسي نوميدل  .
دادافغانستان دهغه وخت اوبياراوروسته دولتي چارواکو جفا اوخيانت دی چې په افغانستان کې ئې پر دري ژبه دفارسي نوم کښېښود ،ياپه بله اصطلاح دادافغانستان اوايران تر منځ دفرهنگی همکاريو ښه بېلگه ده . تاسو همدا اوس متوجه شی داهر ايرانی چارواکی چې افغانستان ته راشی همدا يوه خبره ئي دژبې پر سر وی چې وايي ((موږ حاضر يوله افغانستان سره هر اړخيزه فرهنگی مرستی وکړو)) یعني دوي مکتابونه راته چاپ کړي اويا محسلين راته وروزی  ،نوکله چې دوي وروزل که خير و ټول به له يوه سره همدا شان ايران مشربه اودايراني اخوندانو نوکران وی لکه حاجي محمد حمحقيق اونور بې شماره لاس پوڅی . تر کومهځايه چې ماته معلومات شته همدا اوس چې  په افغانستان په چينو سيمو کښي کتاب تونونه ديوي اويابلې انجو لخوا جوړېږي  هلته زيات شمير هغه کتابونه پراته دی چې په ايرانی فارسي  نشر شوی اوياپه ايران کې چاپ شوی وي . زما په عقيده اوباور ترهغو کتابو چې صبا ورسره په ورته جنجال اخته يو ښه داده چې درې  ياڅولر جلده په افغانستان کې چاپ شوی کتابونه پدې کتابتونو کښيم پراته وی  ،کنه دا ورځ راتکونکې ده چې زموږ په کتابخانو کې دايرانی کتابوډېږښت به موږ ته ستونزي راپيدا کړی  .
پښتانه  ددري سره حساسيت  نلري  اونه هم دفارسی دکليمې سره ،مگر دائې حق دی چې په خپل هيواد کې ددري اوپښتوتر منځ منل شوې ملي ترمينالوژی  اومتقابله اړيکونه دفاع وکړی .
يودوه ځايه مي ولوستل چي يوښاغلي دسويډني ،ډنمارکی اوناروي ژبوتر منځ داړيکو اويوبل ته دورته والی په هکله څه ليکلې وه اوپه بې ځايه دليل ېې غوښتی وه داثابته کږي چې په افغانستان کې هم يو څوک حق لري په رسمی ميډيا کې دپوهنتون  پر ځاي دانشگاه  اوياډکتر وپر ځاي پزشک اوداسي نور استعمال . خو داسي نه ده په سويډن کې زه اوسم هيڅوک حق نلري  دډله ايزی خبرونې په چاپی اوتصويري  وسايلو کې  چې په سويډني خپرونه تر سره کوي يوژورنالست  يا نطاق  ډنمارکی اونارويجی  ورته لغت استعمال  کړی ،اويادی کوم ليکلوال  په سويډنې ليکل شوی مطلب کې ددغو هيواد دمروجه ژبو لغاتونه وکاروی . بلې  ! دادرې واړه ژبو له المانی ژبې نه ډير څه راخپل کړی  ،مگر په هر لغات کښي ئي په خپله خوښه مداخله کړې اودخپلو خلکو دمروجه ژبې سره ئي برابر کړئ دي ،حتا ليکل ئي فرق لری ،په اوازکې ئي توپير شته اونور . بله خبره داده چي په اروپاکې يو هميواد هم علاقه نلري  دبل  هيواد فرهنگي افتخارات خپل کړی اويادهغوي ژبه دخپلې ژبې تر تاثير لاندي راولي  . دامثالونه  ددري اوفارسي په کله  ورکول دماشومانو خبري اودوخت ضايع کول دی . زموږ په سميه کښې دايران  دتاريخ په اوږدو کې تلاش کړی چې له يوې خوا پښتو ورکه کړی اوکه بلې خوا ددري ژبې جرړي وباسي  ،دلته دژبو تر منځ سيالي  وسياسی موخی  لري اودسياسو مذهبی موخو لپاره دپروسه دزياتو مال لگښتونوپه  قيمت پر مخ درومی . پدې پوهېږو چې پدې ورستيو کې دکورنی جگړئ دناورين له امله زموږ زيات شمير افغانان پاکستان ته کډه وکړه اوهلته ئي ماشومانو هغه پښتو زده کړه چې په پاکستان کې مروجه ده ،دهغې سره داسي حساسيت نشته لکه دايراني فرهنگی يرغل سره دليل ئي دادی چې پاکستان له دې سره هيڅ ډول علاقه نلري چې په افغانستان کې اردو ژبه رسمی شی ځکه تر ډيره بريده په هند پوري اړه لري اوله بلې خوا هلته انگلسی ژبه دولتی اقتدار لري  . مگر له دې سره بياهم دپښتو ژبو پر ژبپوهانوده چې دراغلو زلمو ژبه اصلاح اوله دياليکټ  څخه ئي اردو اوانگلسي گډوډي وباسی  .افغاني پښتو نه بايد دپولې نه هاخوا پښتودمروجه اردو،انگلسی  ،پښتو گډود ډياليکټ  څخه متاثيره شی .
ماشوم هم بايد پدې پوه وي که داکار ولسونوته دمنلو وړوياي نوټولوبه په يوه ژبه  خبري کولاي ،خو داسي نه ده ،دهر هيواد خلک په خپله ژبه خبری اوپه خپل هيواد کې نمل شوې تر مينالوژی  ته درناوی کوی اودهغه په منلودقانون له مخې مکلف دی . داحالت کيداي شي په دولويو ژبو لکه عربي او انگلسي کي يو څه بل شان وي زه ژب پوه نه يم  ځکه نه غواړم دې مسلې ته ورننوزم  . ددې مسلې د ټولنيز اوسياسي اړخ دڅېړلو صلاحيت لرم
که کومه ملي دښمني نه وی ؟ نوددغې خبري دومره لويول  يوازي دپردود لاس وهنې  پايله  ده . ځکه  په ورځنيز ژوند کې زموږ خلک يودبل سره  په دري اوپښتو خبري کوی  ،ديوې اوبلې ژبې سندري  اوری ،په ودونو او کنسرتونو کښي ئي فرمايشونه ورکوی . ډيره لامهمه داهم ده چې موږ ديوه هيواد خلک اويوبل سره اخښل شوی يو اوس زموږ جلا کېدل ليونتوب  اومشکله خبره ده .
زه پدې پوره باولرم  اودلته په سويډن کې راته معلومه شوې ده هغه فاميلونه چې دايران څخه سويډن ته راغلي اوس کوښښ کوی چې اولادونه ئي دري  ژبه زده کړی  نه ئې پرېږدي چې ماشومان ئي ايرانۍ فارسي ووايي ،ماپه غوږو اورېدلی چې ورته وايي  په ايران کې چې موږ په فارسي خبري کولې هغه افغانی ژبه نه وه ،کوښښ وکړه افگانی ژبه ېعني  دری  زده کړې  .
که سوال وشی دوي په سويډن کې دې کارته څوک مجبوروی ؟ جواب به ئې دمتعصيبينو دډلي لخوا به ځواب څه وی ؟ خو  زه به ورته ووايم چې ددغوکورنیودغړو په وينا هلته دوي مجبور وه ايرانی  فارسي خبري وکړي تر څو ځان د ايرانی وحشي اوخوندانوله ظلمونو څخه په امان کې وساتي  ،يعنی په بازار اوکوڅه  داظالمان پرې پوه نشی چې افغان دی ،ځکه که پرې پوه شی چې افغان دي بيانو ډيري بدی اوبې موجبه سپکی سپو ري ورته وايي  . په همدې اساس اوس غواړي اولادونه ئي په دري خبري زده کړی اوغواړی اولادئې ددې پوښتنی په ځواب کې چې څوک ئې ووايي زه افغان يم   .
دغه ښاغلي اوخپله محقيق صاحب که دايران څخه راغلوپاکو اوسپېڅلو هزارگانو څخه پوښتنه وکړی  هغوي به زماددې خبري پخلۍ وکړی .داچې اوس له بدمرغه زموږ په هيواد کې زموږ يوشمير ايرانی پلو اودهغوي لخوا استخدام شوی افغانان چي له ايران څخه راغلی اودراتگ اساسي لامل ئي همداو چې بايد په افغانستان کې ددري  اوپښتو ژبې کمبله ټوله کړی .  دغې موخي ته درسېدولپاره اوس دوي گوياله اصلی فارسي څخه دفاع کوی ،کله چې ددوي اصلي فارسي ددفاع تر نامه لاندی  دافغانستان  فرهنگي اوعلمي ډگر تسخير اودری ژبه  ئې ورکه کړل ،بيابه نوپه پښتو پسي مټی راونغاړی  .
ځکه وايو چې ددري سره اختلاف نشته بلکه په ايران  کې دمروجه ژبې  اوايرانی کلتورديرغل سره مقاومت  دهر افغان دنده گڼل کېري  .
محقيق او نور  داتور لگوی چې (( وزارت اطلاعات و فرهنگ افغانستان نام "نگارستان ملی" را به "گالری ملی" تغییر داد. )) پداسي حال کې چې تور بې بنياده اوله تعصب نه ډک دی چې زما پياديږي  اودغه تعمير جوړ شوی دگالتي ملي په نامه ياديده .خوهلته دننه يوه برخه دنگارستان  ملي په نامه موجود وه . اودبلې خوا دغه چې وایی دغه وزير داکار کړی  دوي په خپلوسترگو نه لېدل چې ددې تعمير په تندی څه ليکل شوی وه ،هغه وخت ئي ولی دې نوم ته پاملرنه نه کول ،پدې خبره کې يوشمير پخوانی متعصب قومی اوژبنی  چپيان  هم شامل دی داډول هغوي  هم ډنگه وی ،خوزه نه پوهېږم  دغه چې اوس ددغو خبرو سره دومره زياته علاقه لري اوداددوي په اصطلاح افگان ولس ته دخدمت لاره بولی  يو وخت ئي ډير ښه واک درلود همدا شان بهرنيان ئي شاته ولاړوه هگه وخت ئي ولې دخبری نه کولې ،اويوازی ئي دانترناسيونالېزم  ډول وهلوته ملاتړلئ وه اوهغه ته ئي نڅا کوله ،نن بيا په يوه اوبل نامه قومي اوژبنی مسايلو ته لمن وهی  ؟؟؟
يو دري ژبي ورور څومره ښه استدلال کوی  وايي : ((به فکر من این یک اقدام خوبی است زیرا میتواند از تجاوز فرهنگ های بیگانه به کشور ما جلوگیری کند. من مخالف هیچ زبان نیستم اما در صورت که فرضاً ما کلمه خانم داشته باشیم چه ضروت است از بانو استفاده کنیم یا در صورت که شفاخانه داشته باشیم چه ضرورت است از بیمارستان استفاده کنیم؟ )) يوبل بياتر دې لاهم ډير په قردی وايي : ((مقامات وزارت اطلاعات و فرهنگ کار درست و بسيار خوبی انجام داده اند کسایی هستند که می خواهند کلمات بيگانه را در زبان شرين دری داخل نمايند و اين خودش يک خيانت به فرهنگ مردم افغانستان عزيز است. ))
زموږ يوبل هيوادوال وړانديز کوي وايي : ((به نظر من این اقدام وزارت قابل ستایش است چرا که ایرانی ها میخواهند زبان فارسی را جاگزین زبان دری مابسازند. آنها حتی دری را یک بخش زبان فارسی خواننده به آن فارسی دری میگویند. چرا ما باید زبان خود را با زبان ایرانی هایکجا نماییم . من پیشنهاد میکنم که دانشمندان زبانشناس ما کوشش نمایند اصطلاحات ایرانی را از فرهنگ ما دور نموده با لفات ناب دری ان را جاگزین سازند. )) خويوبل هيوادوال پدې پوهېدلی چې خبره چيري ده ځکه وايي :((اين همه شروع يک جنگ داخلی در افغانستان است . در صد سال اخير هيچ کسی واژه های ايرانی را استفاده نکرده. حالا ايران می خواهد مذهب وزبان خود را در افغانستان پياده کند. فکر می کنم که افغانستان از فرزندان احمد شاه بابا قربانی می خواهد. ))د ۲۰۰۸ کال  دفبروري ۱۲ بې بې سي
دوهمه ډله چې دې مسلې ته یې عاجل ملي رنگ ورکړی اودعادت له مخی په هر خبره کې پښتانه گرم بولی داسي ستدالال کوی ،چې په هربرخه کې به زه خپل نظر هموړاندي کوم :
زه دټولودنومونوداخيستلوڅخه دملي پخلاينې  اوملي مصالحوپر بياد معذرت غواړم .هيله دقبول وژوگرځی  .
يو محترم ليکی : ((.ً.. دانشمندان بزرگ ما که محصول این حوزه تمدنی می باشند و امروز افتخار بشریت و مدنیت عقلایی به شمار می روند؛ از حوزه تمدنی پارسی برخاسته اند. شیخ الرئیس ابوعلی سینای بلخی، محمد جلال الدین مولوی بلخی، ابو نصر فارابی، خواجه عبد الله انصاری هروی، جامی هروی، ناصر خسرو بلخی، رابعه بلخی، سعد الدین تفتازانی، رودکی، بیدل، حکیم ابو القاسم فردوسی طوسی، عطار نیشابوری، خواجوی کرمانی، حافظ شیرازی، سعدی شیرازی، شمس تبریزی و... پرورش یافته گان این حوزه تمدنی هستند . که دنوموړي لخوا اخيستل شوی نوموته ځيرشونو نو ((۹۰)) په سلوکې افغان علما يادوی ،اوافغانان ،اوکه ددوي داصطلاح نه استفاده وکژو پښتانه ټول هغه عالمان چې په افگانستان کې دنياته راغلی دخپل هيواد علمي اوفرهنگی وياړبولی  اپر ډيرو ئي همدا اوس له ايران اوتاجکستان سره اختلاف دی چې هغوي غواړي افغاني شخصيتونه په ځان پوري وتړی . زه دقوم دنوم  له اخيستلو هم نور ډډه کوم  ځکه نه غواړم چې په زما دليکنې څخه دقومي نفاق  پر  ضداستفاده وشی . راځم اصلی مسلې ته ،زه نه پوهېږم چې ولې دامسله  تر پخوانيو پوهانودنوموتر يادولوپوري ورسېږي ؟ هغه متل دی وايي (( ده دکجا  ودرخت دکجا)) . داطلاعاتو اوکلتور وزير وايي په خبرونوکې منل شوې ترمينالوژي بايد استعمال شی دوي ډول ته گوتی واچولې چې مهراگورئ دفاري پر خلاف قيام شوی ،څومره ضد ملي روحيه ددې خلکو په فکرو کې غښتلې ده .
دنوموړي سړی تعصب  په لاندي جملو کې له ورايه ښکاری  ،محقيق  صاحب بايد له دغه خپل دوست نه پوښتنه وکژی چې اياداډول سوالونه به دې دمقصد منزل ته ورسوی  ؟ يوه جالبه خبره چې هير مي نشي هغه دا چې ټول ايران پلوه اودنوروهيوادو لاسپوڅی په مستعارونومونوچې  څوک ئي ونه پېړني ليکنی کوي ، ؟  داښاغلی چې ټوله ليکنه ئي له ډاره په مستعار نامه  کړي خپل له تعصب نه ډک سوال داسي مطرح کوی  : ((. . .  سئوالی که از وزیر فرهنگ سوز داریم این است که جناب خرم! اگر زبان پارسی را از قاموس زبان خود (پشتون) طرد نمایی چه کلمات و واژه های را می توانی جایگزین آن نمایی؟ جواب  دومره ډير چې ته به ئي په ليکلوپسې ونه رسېږې  ،دابې خبره پدې نه پوهېږي چې پښتو يوجلاژبه ده  ،بيل گرامر  اوخپل ادبي قوانين لري  .
چند درصد واژه ها پر کابرد زبان پشتون از واژه های رایج در زبان پارسی اقتباس و اخذ گردیده است؟
جواب  دکومی  فارسی ؟ ستادوطن ايران فارسي اوکه په افغانستان  کې درې ژبه . داسول ځکه کيږي چې دده هويت څرگند نه دی چې داڅوک دی ،په همدې مسله کې په مستعارو نومونو دايران استخباراتي شبکې ډيري ليکنې کړی اوموږ ته له ورايه معلومېري چې  دادچاليکنه ده . خو چې  ايرانی همسايه خفه نشي  دومره به ورته ووايم چي  دري  ژبې د پشتوله ټولو هغولغاتونه استفاده کړې چې ورته اړتيا ئي لرل  .
سایقه تمدنی و فرهنگی زبان شما به کجا ختم می شود؟ چند سال از نوشته "پته خزانه" می گذرد؟ ياره رښتيا هم دامحترم  بې سواده  معلومېږي ،هغه دسياسيونو خبره لکه دشعله جاويد جريده شا اومخ ئي سره تضاد دي ،دده دسوال  هم پيل اوختم سره بيل دی . دومره به ورته ووايم چې پټه خزانه دپښتو ژبې یوازنئ سند ندی له هغه ورځې چې دې قوم  دژبې ليکل پيل شوی هغه  ستادژبې تر تاريخ  کم نه دی ،خو موږنه پوهېږو چې ته څوک اوله کومه ځايه ليکل کوې .
وړاندي ليکی  : آیا می شود از سابقه تاریخی زبان خویش برای ما بگویی تا حد اقل ما بی خبران از سابقه تاریخی و فرهنگی آن با خبر شویم؟  (البته ما به هیچ وجه قصد توهین به زبان هموطنان پشتو خود را نداریم و با دید احترام به آن می نگیریم آنچه مایه تأسف است آپارتاید زبانی و قومی وزیر فرهنگ ساز می باشد!) وايي لس جريبه ريشقه ئي وخوړل دوي ئي لامږک بولی  .داښاغلی په هيڅ ډول پښتو ته توهين نه کوی ،خوکه ده توهين کولاي هغه به څنگه وای  ؟ افسوس ددې بې فرهنگه  اوله ملي تعصب نه ډکوبې خبره  کسانوپر حال !
يوبل څوک د((زنگ خط برای نابودی تدریجی زبان فارسی دری در افغانستان)) تر نامه لاندي ليکی :
تصمیم ناخرد مندانه آقای خرم مبنی برمجازات استفاده از واژه های فارسی فقط  تک زبانی ساختن وزارت اطلاعات وفرهنگ و رادیو تلویزیون افغانستان و سایر نشرات رسمی درکشور را بدنبال دارد.
مگر دادي چې ټوله ورځ په پښتو پسې راخيستې اودهغې پر ضدمبارزه کوي داخو هيڅ  خبره ده . جالبه خوداده چې وايي بگير که نگيرت ،دوي وايي موږ دتک ژبی کېدو لپاره کارکوو ! پداسي حال کې  چې که دپښتو ژبو ليکنې ولوستل شوی دغه روحيه هلته نه ليدل کېږي .له نيکه مرغه يو پښتو ژبئ ماشوم هم وايي چې زموږ واژه قومونه حق لري خپلې ژبې ته کار وکژي اومور په گډه بايد ټولې افگاني ژبې غنې اوپياوړي کړو .موږ افگان هغه چاته وايو چې دافغانستان پدغه جغرافيايي چاپيريال کې ژوند کوی اوددې خاوري تابعيت  لري ،خودوي افغان يوازی پشتانه ته وايي  .اوس ملامت څوک دی ؟ هيڅوک دتک ژبې کېدولپاره په پښتنو کې تلاښ نه کوی ،خو يوه خبره ده چي اوس پښتانه پرونئ پښتانه ندی غواړي دخپلې ژبې ځاي وپېړنی  اوداثابته کړی چې پدې وطن  کې لويه برخه  دچا ده ؟
يوبل ښاغلی چې نه غواړي تر سيالانو پاته راشی او ايران ته د چوپړکونکوپه لست کې ئي نوم وليکل شی وايي  : ((   استحقار زبان فارسی از طرف آقای عبدالکریم خرم ، جلو گیری شود.
محترم وزیر صاحب اطلاعات و فرهنگ افغانستان شما در قرن بیست ویکم زندگی مینمائید وامیدواریم که ماهیت جهانی سازی اقتصاد و یک زبان سازی سیاست جهان سرمایه را خوب درک کرده باشید .نورئې نودژبی تاريخ ليکلي ته به وايه چادفارسي ژبې تاريخ  چاتر سوال لاندي راسوتلی دي .
داښه خبره ده که نومړی سړی  چې ډيره اوږده ليکنه ئې کړې افغان وی  ،نوبايد ورته ووايم که  په نړی  کښې ديوې  ژبې درواج پلوی ياست  نو بياولې دافغان په صفت دايرانی ژبۍ په خدمت کښي ياست شه به داواي چې ليکلې مو واي دري ژبه  بايد نړيواله شي ،چکه مې دري وويل چې دنوري ليکنې څخه مو دپښتو ژبې سره دښمنی له ورايه څرگندېږي  .
ددې متعصب بې ځايه اوبې بنياده دلايل چې د ((رژیم قومی کرزی و دشمنی علیه زبان فارسی  )) ترنامه لاندي ئې ليکلي ولولی   ((افغانستان کشوریست که از اقلیت های مختلف قومی تشکیل شده که عمده ترین آنها عبارتند از تاجک،هزاره،پشتون و ازبک که با زبان های مختلفی خاص خود تکلم میکنند. ولی زبان اساسی و طبیعتآ ملی و بین الاقوامی افغانستان زبان فارسی است که تمام اقوام افغانستان بالای ان تسلط کامل دارند.
بل ځاي په ډير سپين سترگئ سره لیکې : ((در قانون اساسی افغانستان دو زبان رسمی به تصویب رسیده که فارسی دری و پشتو است. و دولت مکلف است برای انکشاف این دو زبان بکوشد. بنآ هیچ چیزی مانع استعمال کلمات این زبان ها شده نمیتواند.و رژیم کرزی که آخرین نفس ها را میکشد . . . و خیلی دیر شده که فرهنگ تحمل برای مردم افغانستان قابل قبول باشد . دافغانستان په ټولو دولتي  اوغير دولتي اسنادو اودبې پرې ليکوالو په ليکنو کې  کله چې دقومونو نومونه يادېږي لومړی  پښتون ليکی  ،خودامتعصب  پښتنو ته په افغانستان کې  دريم ځاي ورکوی  .دبلې خوا ليکی  چې   په ټول افغانستان کې  قومونه  پر فارسي دري  تسلط لري . دده لپاره ټول افغانستان  ديوڅو په کابل کې ميشت پښتانه اويا يوڅودگوتوپه شمار پښتو ژبې روښنفکران دي  ،دته نده معلومه چې په افغانستان کې څوميليونه وگړي ژوند کوی اودهغه جملې ئي څومره پښثتانه دی او ولی هغوي په فارسي پوه شی ،داچې يوشمير زده کړې ده اوبخبري په کوی داپخپل ذات کې دامعنا لري چې دپشتنو ستر قوم تعصب نلري  ،خوددې سره په څنگ کې دنورو ورڼو قومو ډير پاک اوسپېڅلو خلکو پښتو زده کړې اواوخبري پرې کوی  .داښه خبره ده ولې دژبو تر منځ زرگري جنگ ته تاسو لمن وهی ؟ يو بل چاچې په ډير گمان ايرانی اتلاعاتو اويابسيجيانو کارمند به وي  ،يابه دايران په استخباراتو کي دساواک له وخته راپاته سړیوي تر جالب شعار لاندي ليکنه کړې : ((در مقابله با فاشیسم قبیلوی متحد شوید!
کله چې مي دا شعار واليد ،سمدواره مې هغه دکارل مارکس شعار چې ((پرولتاريايي جهان متحد شويد )) راپه ياد شو ،اوددې سره سم می  دخداي بخښلي حضرت باز خبره هم راپياد شوه (( ځي ياره جوژه به ئي نکژې خو ورانه به ئې کړی )) زه فکر نه کوم چې پردې شعار ودي څوک راټول شي .
 زه پدې باوريم چې  زموږ په هيوادکې  دغو مسلوته يوازي اويوازی دپردو لخوا لمن وهل کيري .  هغوي نه غواړي زموږ يومټی ولس چې تل ئي دملي يووالي  په زور اوبرکت  هر زبرځواک ته خوله ماتونکی ځواب ويلی  ،اوهيچاته ئې اجازه نده ورکړې  چې داملت سره بيل اويودبل په مقابل کې  سره وجنگوی  په هر شکل چې کېږي له ملي کړاونو اوجمجالوسره مخامخ کړی . خودنيکمرغی ځاي دادی چې زموږ ملت اوس  دیردو هر ډول دسيسو ته هوښيار اودهرې مسلې سره په پراخه حوصله  برخورد کوی .
زموږ ټول هيوادوال بايد پدې پوه وی چې پر پښتنو داډول تورونه له انصافه لري  اوجفاده ،موږ داټول چې پدې خاوره کې اوسئ خپل هيوادوال  او ورڼه  بولو،موږ ټول نوک او ورۍ گڼو اوپدې پوره باورلرو چې زموږ خاوري دښمنان به  که هر څومره نوکران استخدام کړي اوپه هرنامه ئي زمور خاوري ته راولېږي  پر دې بريالی نشی چې چې په افغانستان کې ژبنۍ ،قومی اومذهبی اختلاف راپيدا اوپياوړی کړی  . موږ ټول بايد دغليمانو فرهنگی اوسياسی ير غل په مقابل کې هوښياراوسو. اودحاجي محمد محقيق صاحب نه مي دپارلمان دوکيل اويوه عالمانه  ملي کميسيون   دمشر په صفت هليه داده چي دپورته ليکل سوو نظرياتووليکوالوته جدي پاملرنه وکړي ،داډول ليکنې دملي وحدت دپياوړتياسره دکلکې دښمنۍ علايم دی  ،اودغه بېگانه پرسته پدې ډول ليکنو سره غواړي دايرانی اخوندانوپه لمسون  زموږ بېچاره اودجگړي په اورکې کړېدلۍ ولس  تر منځ داختلاف اونفاق تخم وشبدی . دا دول لاسونه  بايد  لنډ اسوڅېږئ ېې رسوا شی .
پدې به ئي پاي ته ورسو :
څو چې دامځکه آسمان  وي 
څوچې داجهان ودان وي
څو ژوند په دې جهان  وي
څو چې پاته يو افغان وي
تل به دا افغانستان  وي
تل دي وي ملي وحدت