د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ايران مخامخ لاسوهنه او دمېرمن بارکزۍ ښوييدنه

الماس افغان 14.02.2008 15:06

ايران غواړي دافغانستان حکومت ته د سردرد په رامنځ ته کولو سره خپل زاړه غليمان ( امريکا او لويدیځ ) په افغانستان کې په ګونډو کړي ، امريکایانو او انګريزانو له څه مودې راپه ديخوا په افغانستان کې د ايراني وسلو دموجوديت ماميله راپورته کړې ده اوايران په کلکه رد کړې ده. دا چې دغه وسلې اوماينونه به په فزيکې بڼه وي که نه ،بېله پلټنه غواړي ، خو دا نور نه شي پټیدای ، چې ايراني ماينونه په ملي شورا کې په چاوديدو دي . ايران د افغانستان په ملي شورا کې دومره نفوذ کړی ،چې اوس غواړي د افغانستان دولت او خلک په یوبل نفاق اواړدوړ کې بوخت کړي ، داځل يې په ملي شورا کې د ایرانۍ لهجې د دفاع سنګر تود کړی او له دانشګاه اودانشکدې څخه دفاع کوي.

دا ځل هغه وژونکي ، چې په ايراني څټکونو او ميخونو يې افغانان وژل ، د اويايمې لسیزې په پیل کې يې د کابل پوهنتون له کتابتون څخه ټول پښتو کتابونه وايستل او د ايراني پلاوي په مخ کې یې وسوځول . ډاډمنو سرچينو زباد کړې ،چې په کابل پوهنتون کتابتون کې د ټولو موجودو پښتو کتابونو لست له ايران څخه راوړل شوی و او د همدغه لست له مخې يې راټولول او سيځل . د هماغه وژونکي لوټمار او وحشي تنظيم مشران اوس له خپلو ايراني ماينونو سره په پارلمان کې ناست وي او په افغاني فرهنګ باندې هره ورځ ماينونه چوي . زه نه پوهیږم ، چې مداخله توره وي که سپینه ، په پارلمان کې د ايراني لهجې اوايرانی تر مينولوژي مدافعين په همدومره سپين سترګې فعاليت کوي ، د اطلاعاتو او فرهنګ د يوه لوړپوړي چارواکي په مخ پښتو متن ورولي او وايي « برو به زبان آدمها نوشته کو !  » او اوس د اطلاعاتو او کلتور وزیر په دې ورغواړي ، چې ولې ايراني تر مینولوژې ته د عاميدو اجازه نه ورکوي بيا دې نو د افغانستان دولت خپله کډه په شاه کړي او افغانستان دې دايران کومې ته وروسپاري . امريکايي پنډتان هم دې ته نه دې متوجه ، چې په همدې فرهنګ ضد ماينونو به آخر د دوی تر پښو لاندې هم اور بل کړي .


دا په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې د کابل پوهنتون د کتابتون د سېځلو یو ثبوت دی. کابل پوهنتون دا وخت د نظار د شورا په واک کې ؤ. په دې انځور کې ګورو چې کتابونه یې د سېځلو دپاره باره کړیدي. په انځور کې څو کسان ښکاري چې  دکتابونو لیستونه ګوري.

ګيله خو له هغو تش په نامه ، پښتنو څخه کیږي ، چې په يوه غربي ادا او خرام خپل ټول اصالت له لاسه ورکړي . د مېرمن شکريې بارکزی په اړه لا تراوسه افغان فرهنګيان په شک کې وو ، چې دا واقعا افغانه ده  که افغانستانۍ ، د پښتنو په محفلونو کې به يې د افغانيت ډبره پر سينه وهله او په نورو کې به بياافغانستانۍ شوه ، مګر دغه شک همدا بيګاه لرې شو او له بده مرغه ، چې مېرمن بارکزۍ هم افغانستانۍ شوه . هغې په ښکاره وويل : « مه واقعا متآسف استم که چرا وزارت اطلاعات وکلتور اینچنین کرد .... » هغه له دانشگاه څخه دفاع کې دومره احساساتي وه ،چې دتل په شان يې خپله فيشني او غربي سټايل ادا او لغت پراني هم هېره کړې وه .

زموږ په نظر هغه وښوييده او بيا به ونه شي کولای راپاڅیږي . روح دې دستر دواي ښاد وي ، اوس به په جنت کې خپه وي . نوره نو مېرمن بارکزۍ نه د پارلمان د رياست نه د ژورناليستانو اونه هم دبل کوم رياست د ګټلو چانس لري ځکه ايرانيان یې د خټې له نظره خپله نه ګڼي او افغانانو هم بيګاه پرې اعتماد له لاسه ورکړ وايې « کارغه د زرکې رفتار کاوه خپل هم ترې هېرشو » دا خواره هم له زاغه پاتې شوه او هم له رزاقه هغوی يې خپل نه کړل او دايې بايلودل :

( ... ځینې کارونه په پيسو نه کيږي )

لوی خدای به يو بل ميرويس او شاه اشرف پيدا کا ، چې د افغاني همت په خرپ اصفهان هم ولړزوي.