د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې د کلتوري ټولنو ګډه خبرتيا

په ننګرهار کې کلتوري ټولنې 14.02.2008 16:05

په ننګرهار کې دکلتوري ټولنوګډې جرګې دژورنالستانو خپلواکې ټولنې
او سفما داستازې ټولنې ګډه اعلاميه

درسنيو له لارې مو واوريدل چې دولسي جرګې دديني او فرهنګي چارو کميسون دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزير عبدالکريم (خرم)پدې موخه ورغوښتې چې ګواکې دبلخ په ولايت کې يې خپل اړوند څو تنه کارکوونکي دقانون پر خلاف نقدي جريمه کړي .
ښايې دولسي جرګې ياد شوي کميسون چارواکواوغړو ته دا نه وي څرګنده چې ښاغلي خرم قانون تر پښو لاندې کړى نه بلکې پلى کړى يې دى او هغه چاته يې جزا ورکړې چې ملي ترمينالوژي او يووالي ته يې زيان رسولې دى.دافغانستان اساسي قانون (١٦) مادې څلورم بند ډاګيزه کړې چې ((په هيواد کې موجودملي،علمي او اداري مصطلحات خوندي دي))اوس څرګنده شوه هغه څوک چې دقانون جوړونې پرګدۍ ناست پخپله قانون تر پښو لاندې کوي او دکلتوروزيرته چې دهمدې مادې پلې کولو ته ژمن دې دقانون څخه دسرغړاوي ګواښنه کوي .په افغانستان کې ددود له مخې دهرې موضوع اومسلې سره سليقوي چلند کيږي اساسي قانون که ديواړخ ګټې تضمينوي په وچ زور يې پلې کول غواړي خو که داقانون له قومي،سمتي اوګوندي ګتو سره په تضاد کې وي پلې کوونکي مجرمان ګڼي دا دافغانستان دهغه قانون جوړونکو دريځونه دي چې دخپلو ګټو دخوندي ساتلو لپاره دقانون او ټوپک دواړو نه ګټه اخلي .
مونږ پداسې حال کې چې دولسي جرګې دديني او کلتوري چارو دکميسون ددې پريکړې په کلکه مخالفت کوو دولسي جرګې له مشرتابه غواړو چې دياد شوي کميسون دا پريکړه بيرته واخلي او هم لاندې ټکو ته داړوندو ادارو دچارواکو جدي پاملرنه رااړوو.
١-دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزير ددې اقدام په کلکه ملاتړ کوو او ترې په نورو سيمو کې هم دقانون دورته پلې کولو غوښتنه کوو.
٢-دافغان دولت او په ځانګړي ډول داطلاعاتو او کلتور وزارت نه په ټينګه دملي ترمينالوژۍ او مصطلحاتو دخوندي ساتلو غوښتنه کوو.
٣-په ملي ترمينالوژۍ کې چې په هيواد کې دملي يووالي او دټولو ژبو دخوندي تابه ښکارندويه ده دهردول لاسوهنې غندنه کوواو هغو ادارو او څيرو ته چې دې کار ته لمن وهي دقانون سره سمه جزا غواړو.
٤-مونږپدې باور يو چې په ملي ترمينالوژۍ کې لاسوهونکي دګوتو په شميرڅيرې دي چې فکر يې له بهر نه خړوبيږي چې دا څيرې په هيڅ صورت ديوه قوم استازيتوب نشي کولاې بنا له تولو مليتونوغواړو چې په هيواد کې دورونو قومونو تر منځ شته يووالي ته دزيان رسوونکو په پوچو تبليغاتو ونه غوليږي .
٥-که ولسي جرګه دديني او کلتوري چارو دکميسون پريګړه بيرته وانخلي مونږ به اړ شو چې دملي ترمينالوژۍ دساتلو هڅو ته دوام ورکړو او دقانون په چوکاټ کې يې دلا ساتنې لارې چارې ولټوو.
درنښت
دننګرهار دکلتوري ټولنودګډې جرګې-ژورنالستانوخپلواکې ټولنې
او دسفما دسيمه ايز دفتر مشر تابه