د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولانټاين مو مبارک شه !

شېبه مازيګر 14.02.2008 15:01
هې ګرانه ! هېر دې دي چې نن د مئينانو ورځ ده؛ مانا دا چې د مينې ورځ؛؟!
که په دې باور نه يې چې دا ورځ واقعا د مينې ده؟
نپوهېږم، مبارکي درکړم که نه؟
ولې غلى يې؟
ستا چوپتيا په دې مانا ده چې ته په دې باور نه يې،نن يا د کال هېڅ ورځ د مينې ورځ نه ده ؟
هو، ته رښتيا وايې؛ د کال هېڅ ورځ د مينې ورځ نشي کېدلاى، که چېرته نن د مينې ورځ وي بيا نو په نړۍ کې دا کرکې ولې شته دي؛ که نن د مينې ورځ وي نو بيا ولې په نړۍ کې انسان د انسان وينې تويوي ؟
نه، نه .... په دې نړۍ کې مينه هېڅ ورځ نلري، د کال ټولې ورځې د کرکې دي؛
زه تاته مبارکي نه درکوم، دا ورځ د مينې نشي کېدلاى ؛
ښايي دا اوس د کوم انسان سر له تنه بېلېږي؛
ښايي همدا شېبه څوک، څوک په ګولۍ ولي؛
ښايي همدا نن د يو انسان په دسترخوان شل ډوله خواړه ايښې وي او بل انسان د خوړلو لپاره هېڅ ونلري .
ښايي همدا شېبه يو انسان د خونې کړکۍ د ډېرې ګرمۍ د لاسه خلاصې کړې وي او بل انسان يخ وژني .
اوه خدايه !
د مينې ورځ دې خبرو پورې څه اړه لري؛ دا ورځ خو په دې مانا ده چې يوه نجلۍ بايد خپل معشوق ته او يو ځوان خپلې معشوقې ته مبارکي ووايي؛ دا ورځ يوازې د همدې مينې لپاره ده ....
خو آيا دلته دوه مئينان څوک زغملى شي؟
آيا دلته مينې وصل لري؟
نه، دلته د مينې ورځ نشته؛ ستا سکوت سم دى؛ ته هم ماته د دې ورځې مبارکي مه راکوه؛ ځکه دا ورځ هم د نورو ورځو په شان ده؛ بس په يو تفاوت ... نورې ورځې د کرکې ورځې دي او د کرکې جامې يې هم اغوستې وي، نن ورځ د کرکې ورځ ده او د مينې جامې يې اغوستي دي . ښايي نورې ورځې دومره زړونه مات نکړي خو دا ورځ د زړونو د ماتولو لپاره ده .
مونږ دا ورځ نه نمانځو؛
مونږ چاته نه وايو ولنټاين مو مبارک شه !