د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په زړه پورې خبرتيا

د ويدا ښوونځي اداره 14.02.2008 09:28

زموږ يوې پښتنې خور ليمې مجديدي، د ويدا ښوونځي ته د يو تن ماشوم د يو کال د زده کړې لګښت په غاړه اخيستى دى. ويدا ښوونځي د دې لپاره چې حق يې په ښه شان حقدار ته رسولى له تاسې ټولو ښاغلو څخه هيله کوي چې په کابل کې مېشت  يو ماشوم، چې له اقتصادي اړخه په  شخصي ښوونځي کې د لوست توان ونلري موږ ته راوپېژنئ. ښوونځى به ستاسو له راپېژندل شويو کسانو څخه ازموينه واخلي او يو تکړه زده کوونکى به وټاکي.
همدا راز هر هغه څوک چې غواړي له نورو ماشومانو سره دا ډول مرسته وکړي له ويدا ښوونځي سره اړيکې ټينګولى شي.
زموږ سره د اړيکو پته:
خوشال خان مېنه، دکويټي جومات شاته، ويدا ښوونځى
Weda.school@gmail.com
0700221340