د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملالۍ جویا رښتیا ویل

پوهنمل عبدالمحمد زرمتی 13.02.2008 15:11

دافغانستان داساسی قانون ۱۶ ماده حکم کوي ( ... په هیواد کې موجود علمي او اداري مصطلحات خوندې دي) داطلاعاتو کلتور وزیر دیوه مسوول کس په توګه دنده لري دهیواد په رسنیو کې د اساسي قانون ددغې مادې له سر غړونکو سره قانوني چلند وکړي د ټولو هیواد والو هیله هم همدا ده ، اوس چې زموږ په ماته ګوډه کابینه کې داسې وزیر پیدا شو چې غواړي قانون تطبیق کړي خو زموږ دپارلمان دفرهنګي چارو کمسیون چې مشر یې مشهور جنګسالار محقق دی غواړي چې له ښاغلي خرم څخه پوښتنه وکړي چې ولې یې قانون تطبیق کړی؟
واه واه عجیب پارلمان لرو دپارلمان دا ګام سړي ته د ملالۍ جویا خبرې ور یادوي ، چې پارلمان یې تبیله(غوجل) بللی و ،دیوشمیر وروڼواو خویندو مخې ته دې دیوال وي دملالې جویا خبره اوس رښتیا را ته ښکارې.
کله کله مې له دې خپل خواږه وطنه زړه تور شي له داسې ملکه چې مارشال یې فهیم وي ، دپارلمان رییس یې یونس قانوني وي ، درستیزوال یې دوستم وي قهرمان یې مسعود وي دجمهورریس مرستیال یې غل وي او دفرهنګي او دیني چارو مسوول یې محقق وي څنګه به دسړي زړه نه ترې توریږي ،خدایه موږ به تر څو له ښامارانو سره شپې تیروو دموسی (ع) امسآ به څه وخت رارسیږي؟
دهیواد دغه ستر فرهنګي شخصیت !محقق ویلي چې خرم باید کمیسیون ته ځواب ووایي چې ولې یې خلک دمورنۍ ژبې له ویلو څخه منع کړې دی!؟
له محقق څخه پوښتم چې ایا ستا مور پوهنتون ته دانشګا او پوهنځي ته دانشکده اوښاروالي ته شهردار ي ویل ؟
دا پوښتنه ښاغلو زریاب، آخګر، قانوني، ضیآ مسعود ،پدرام،فهیم او څو نورو ګوته په شمار ایران پلوو ته هم متوجه ده ،چې ایا ددوی میندو هم پوهنتون ته دانشګاه او محکمې ته داد ګاه ویل ؟ ایا دا ستاسې مورنۍ ژبه ده؟

وایې تیر کال یو همداسې متعصب دانشګای غوښتل چې پوهنتون ته ولاړ شي ،ټکسي یې ودروله ډریور ته یې وویل :
- مرا به دانشګاه برسان.
ټکسي هم زایشګاه (ملالۍ زیږنتون )ته ور ساوو.هر وطن خپل اصطلاحات لري چې دټولو ژبو ویونکو ته خپل دي.نو دغو متعصیبینو ته وایم چې حداقل ددې لپاره چې دپوهنتون پر ځای زایشګاه ته ولاړ نه شی ،له دغه خره را کوز شﺉ.
دقانون ددغې مادې تطبیق طلوع اوآیینه تلویزیونونه چې دواړه دایران پلوه متعصیبیونو په واک کې دي هم په قهر کړل ایران ته دخدمت لپاره یې په دغه موضوع خپرونې جوړې کړلې ،له دې څرګندیږي چې دوطن ټول دښمنان داساسي قانون پرضد سره یوشوي دوی په دې وطن کې قانون نه بلکې د تنظیمونو د وخت د ځنګل قانون غواړي.دداسې یو کوښښ ښه بیلګه څه وخت مخکې د دوستم اوپدرام کارنامه ده! ، چې کله یې دشرابو نشه وکړه له خپلو ځنګلیانو سره دترک توکمو دمشر اکبر بای پر کور ورننوتل او ویل کیږي چې پر اکبربای او دهغه پر کورنۍ یې جنسي تیری هم وکړ دوی خو داسې دځنګل قانون غواړي چې هر څه یې زړه غواړي هغه وکړي خو نور هغه وختونه تیر دي که حکومت او پار لمان اوس هم دجنګسالارانو په لاس کې دی او قانون په زیاترو مواردو کې نه عملي کیږي خلک به قانون عملي کوي .
اوس چې موږ په ولسي جرګه کې د څو تنو دا ډول عمل ګورو دخلکو ریښتنې استازې ملالۍ جویا ته مو درناوی لا زیات شي په هغه پارلمان کې چې یو جنګسالار او تاریخي جنایتکار یې د فرهنګي کمیسیون مسوول وي او دقانون دتطبیق په اړه وزیر د پوښتنو لپاره ور غواړي نو له تبیلې پرته سړی باید څه خطاب ورته وکړي؟
ملالۍ جویا رښتیا ویل.ملالۍ جویا رښتیا ویل.