د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بست جريدې ٢٦ مه ګڼه چاپ شوه

بست جريده 12.02.2008 01:58

بست پنځلس ورځنۍ جريده چې له هلمند جګړه ځپلي ولايت څخه، د غلام سخي  نوريوال په مديريت او احمدشاه پاڅون په مرستيالۍ له تېرو دوو کلونو راهيسې چاپېږي، په دې ورځو کې يې پرله پسې ٢٦مه ګڼه په ٨مخونو کې چاپ شوې ده، چې بېلابېلې کلتوري، ادبي، هنري او علمي ليکنې لري.
په سريزه کې راغلي چې د چارواکو په وينا موسى کلا به د بيارغونې په برخه کې يوه نمونه ولسوالي وي:

”چارواکو هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې په ګړندۍ کېدو سره به امنيتي وضعيت هم ځکه سمېږي چې ځوانان به په کار ګمارل کېږي او بيا به دېته وزګاره نه وي چې وسله راواخلي  او جګړې وکړي.
موسى کلا د هلمند له سترو ولسواليو څخه ده، که چېرې چارواکي په رښتيا هم خپلې ژمنې پوره کړي، له موسى کلا څخه يوه نمونه ولسوالي جوړه کړي، پر نورو ولسواليو به يې هم اغېز پرېوځي.“

په جريده کې په هلمند ولايت کې د بيارغونې روانو چارو ته هم اشاره شوې ده چې په هلمند کې ٤٠٠٠ نوي کورونه جوړېږي او بېوزلو کسانو ته به ورکول کېږي. دغه راز د موسى کلا ولسوالۍ کې ١٦ نويو جوړېدونکو ښوونځيو په  اړه هم په کې ليکنه راغلې ده.

د دې جريدې د چلوونکي شمېره: ٠٧٩٩١٠٩٢٩٢
د جريدې برېښناليک پته: bust_journal@yahoo.com

د بست مخکېنۍ ګڼې په  www.taand.com کې لوستلاى شئ.

په درناوي
خپرنيزه څانګه