د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي او مشرانو جرګې ته مهم پيغام !

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه 13.02.2008 00:29

اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد د ملي مصطلحاتو او ملي کلتور مدافع وي !

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې داولسي جرګې د ديني او کلتوري کميسيون د مشر په غوښتنه د اطلاعاتو اوکلتور وزير ښاغلی کريم خرم له دې کبله د استجواب غونډې ته غوښتل شوی دی چې ولې د دې وزارت له لورې د بلخ ولايت پر يوه خبريال  ټينګار شوی دی چې بايد د افغانستان د اساسي قانون له حکم سره سم ، ملي مصطلحاتو ته جدي پاملرنه وکړي .
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په نظر ، دا هغه ګام دی چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت يې د اساسي قانون له مخې بايدواخلي . دغه وزارت مکلف دی چې د افغانستان دواحدو ملي مصطلحاتومدافع وي او که يې په دې لاره کې ناغېړي وکړه ، د ملي پارلمان دواړه برخې يعنې اولسي جرګه او مشرانو جرګه يې بايد د استجواب غونډې ته وروغواړي  ،خو اوس داسې ښکاري چې د اساسي قانــــون د مــــوادو د رعايت په لاره کــې ، د ملي  ـــ   افغاني کلتور د ساتنې په لاره کې پر ټينګار ترې پوښتنه کېږي او دا موږ ټولو ته د حيرانتيا ځای دی !!
موږ د مشرانو جرګې او اولسي جرګې له  ټولو درنو غړيو غوښتنه کوو چې په دې کار کې د اساسي قانون د موادو د پلي کوونکيو ملاتړ وکړي او د هغو کسانو د ملي ضد هڅو مخه ونيسي چې  له ډولونو څخه په يو ډول د کلتوري يرغلونو مدافعان او د ملي وحدت د شمزۍ ماتونکي دي .اولسي جرګه بايد له هغو کسانو او رسنيو څخه پوښتنې وکړي چې د اساسي قانون مندرجاتو ته احترام نه کوي  او د ملي کلتور د ودې پر ځای د پردي کلتور پالونکي او ترويجوونکي دي .
ملي ترمينالوجي د يوه هېواد ، د يوه واحد ملت د ملي يووالي نښه ده ، دا د هېواد په ژبو کې د لغوي توپيرونو په مسايلو پورې اړه نه لري ، په واحد ملت پورې اړه لري ، او له همدې کبله يې بايد ټول ملت او په تېره بيا د ملت استازي  ساتندويان وي .
په درناوي
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه
د 2008 کال د فبروري 12
جرمني  ، د فرانکفورت ښار