د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نښه (دلنډو کيسو ټولګه)

11.02.2008 10:22

نښه د تکړه ليکوالې او خبريالې آغلې روشنا وردګ د کيسو ټولګه ده، چې د ختيځ بيارغونې (کور) ادارې له خوا د ٢٠٠٠ ټوکو په شمېر په کابل کې چاپ شوې ده.
دغه ټولګه ١٠٠ له سريزې پرته په ١٠٠ مخونو کې چاپ شوې چې ټولټال په کې ١٩ ليکنې راغلې دي. د کتاب په سريزه کې پخپله ليکواله ليکي:
سره له دې چې دغه كيسې به د کيسو ليکونکيو استادانو او کره کتونکيو په تول برابرې نه وي، خو كه حالاتو، امكاناتو او افغاني ټولنې ته ګورو نو هيله ده دغه كيسې په هغه تله و نه تلل شي چې د كيسو د استادانو له خوا اېښودل شوې ده.
په كتابي بڼه د دغو کيسو چاپول ځكه بې ګټې نه بولم چې د خپلو ځورېدليو خويندو د بيدارۍ او هڅولو لپاره به يو ګام وي. ځكه چې په كليو كې د نجونو او مېرمنو لومړنيو حقوقو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې، د دې تر څنګ چې دوى له زده كړې بې برخې دي بيا هم د غوره استعدادونو درلودونكې دي، په دې توګه به کليوالې نجونې وهڅېږي، چې د خپلو استعدادونو څرګندونه وكړي ځكه چې په همدغو كليو كې داسې ډېرې بااستعداده، پوه او تجربه لرونكې مېرمنې او نجونې پټې، وركې او غلې دي چې کړاى شي د هنر او استعداد څرګندولو ډب مخه پرانېزي.
د نښه کتاب د ليکوالې او په خپله د کتاب په اړه ليکواله او د ولسي جرګې غړې آغلې ارين يون ليکي: په افغانستان کې د ښځو د ادبي او معنوي فعاليتونو لپاره چاپېريال ډېر تنګ او اغزن و او لا دى، هرې ښځې چې له دې اغزنو شرايطو سره سره ادبي او فرهنګي هڅې کړې دا په خپله لويه اتلولي ده.
آغلې روشنا وردګ د هغو ښځمنو ليکوالو له جملې څخه ده چې په داسې شرايطو کې يې خپلې ګڼې ليکنې په ”هيله“، ”ګوربت“ او نورو ګڼو مجلو کې چاپ کړي چې د ښځو فرهنګي فعاليت خو لا څه چې تش د ښځې نوم اخېستل هم ”کفر“ ګڼل کېده، خو روشنا وردګ له تنګ کليوالي او کلتوري چاپېريال سره سره بيا هم خپلو ګڼو ادبي فعاليتونو او هڅو ته دوام ورکړ او لا دوام ورکوي. زما په نظر روشنا وردګ په هغو اتلانو کې شامله ده چې د کلونو په تېرېدو سره به يې ځلا زياتېږي او خلک به يې په قدر پوهېږي. زه ورته د لوى خداى(ج) له درباره د لا زياتو برياوو او د ستونزو او اغزنو حالاتو پر وړاندې د لا زياتې مقابلې او حوصلې هيله کوم.
همدا ډول شاعره او ليکوال پروين ملال د کتاب په اړه ليکي:
روشنا د خپل وخت غميزې ته يوازې په ننداره نه ده ناسته، قلم ته يې لاس كړى او د جګړې تصويرونه يې د لفظونو په جامه كې كيسې كړي. روشنا د خپلو كيسو د اتلانو له ځانګړنو سره پوره اشنا ده. هغې دا درك كړې چې دغه ډول خلك په دغه ډول ځانګړنو ددې په ټولنه كې وجود لري.
کتاب په ښکلې بڼه چاپ شوى، د دوټنۍ انځور يې د هېواد تکړه انځورګر او کارتونيست هژبر شينوارى ښکلى دى.
نښه کتاب په کابل کې د ختيځ بيارغونې (کور) ادارې څخه تر لاسه کېدى شي.