د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ظلم څه ته ويل كيږي؟

عصمت الله ميوند 10.02.2008 17:55

له ۲۰۰۱ ميلادي كال راپديخوا كله چې  نيويارك او واشنگټن د ترهگرو تر يرغل لاندي راغلل، نو لوديځې نړي د امريكا د متحده ايالاتو ، او انگريزانو په مشرۍ، په افغانستان له ځمكي او د هوا له لاري بريدونه پيل كړل۰ د دې بريدونو نښه د ترهگرو او د طالبانو د حكومت له منځه وړل وو، خو اوس دا دې شپږ كاله وروسته  د هغوي د تمه پر خلاف مقاومت ورځ په ورځ غښتلي كيږي، او د لوديځْې نړي دريځ په افغانستان كې ناكامه ښكاري۰ ځكه چې لوديځې نړي د ترهگرو د مخنيوي لپاره په سالمو لارو چارو كار نه دې كړي، او اوس د مقاومت مخنيوي يو ناشونى، او درنه خبره ښكاري۰  


 لوديځې نړي ،اوپه  اصطلاح افغان حكومت په افغانستان كې د عامو وګړو په حالت هېڅ غور او انديښنه  نده كړي، او د هغوي وژل ، زورول ورته يو عادي کار ښکاري۰ دلته د غور وړ موضوع دا نده ، خو د ولسمشر كرزي صيب حكومت او د هغه د حكومت  ملاتړې ناټو ځواكونو ظلم، زور، وژل، او زورول، اوس  د افغانانو يعني  د عامو وگړو په ذهنونو کې ډېرې پوښتنې پيدا کړې !! را  به شم اصلي موضوع ته!

زه له خپلي كورني سره د كابل په يوي ولسوالۍ كې ژوند كوم، زما وراره چې دولسم ټولگي يې لوستلي نا څاپه تري تم  شوو، له ډيري پريشاني وروسته راته جوته شوه، چې هغه د خپل ملگري سره يو ځاي د ترجماني لپاره كندهار ته تللي وو۰ د كندهار د امنيتي وضع په پام كې نيولو سره، ما بله چاره نه درلوده پرته له دې چې كندهار ته ولاړ شم، او له هغه ځايه يې لاس نيولي  كورته راولم۰ كندهار ته د رسيدو سره سم د كندهار هوايې ډگر ته ولاړم، كوم ځاي كې چې بهرني پوځونه ميشته دي۰ په ټول ژوند كې دا لمړي ځل وو چې په خپل هيواد او خاوره كې ځان راته مهاجر ښكاره شوو۰ لنډه دا چې له ډيرو پوښتنو وروسته راته وويل شول چې هغه كيدي شي يا په پنجوايې، او يا هم په ژړي كې وي۰ د سيمي خلكو راته ډير وويل چې دا دواړه ولسوالۍ ډيري خطرناكه او نارامه دي، خو زه مجبور وم چې خپل وراره بايد پيدا كړم۰  ستاسو سر به څه پري خوږوم  بلاخره  د كاناډا هيواد سرتيرو يو هزاره مليت پوري تړلي ترجمان چې كاناډايې نظامي يونيفورم  يې اغوستي وه راوست، دې ښاغلي ورور ځان كاناډايې وپيژانده۰ سره د دې چې زه لږ څه په انگليسي پوهيدم، خوما نه غوښتل چې په خبرو كې اشتباه وكړم، نو دا مي غوره وبلله چې ترجمان زما خبري ترجمه كړي۰   دې هزاره مليته ورور په پښتو خبري نشوې كولي، او پښتو يې ديره كمزوري وه۰ ټولي جمله يې غلطي وي، او زه  يې په خبرو هيڅ نه پوهيدم چې هغه څه وايې۰  ما تري په فارسي پوښتنه وكړه چې دلته خو اكثريت مطلق وگړي په فارسي خبري نشي كولي، نو تاسي څرنگه د هغوي ترجماني كوي۰ هغه په ځواب كې راته وويل چې دلته پخوا ايرانيانو د پښتو ترجماني كوله۰ د دې خبري په اوريدو زما په وجود وريښتان نيغ اودريدل۰ اوس به راشم اصلي موضوع ته، او هغه دا  چې  دا څنگه امكان لري چې د كاناډا ، يا امريكا په څير هيوادونه د پښتو او فارسي تر منځ توپير ونشي كولي؟ او د ا ښكاره حقيقت دي چې كه چيرته ترجمان پښتو ژبه  نه وي زده، نو د سيمي بيوزله  مظلوم خلك چې په فارسي خبري نشي كولي د غلطي ترجماني ښكار گرزي۰  په دې كې شك نسته چې زمونږ هزاره،يا تاجك وروڼه د دې هيواد خلك، او په كندهار كې د كار كولو پوره حق لري، خو بايد د ترجمه لپاره  په  پښتو ژبه پوره حاكميت ولري، او كه نه دا عمل د نړيوالو بشري حقوقو خلاف دي۰ 

له خپل وراره سره يوځاي  په ۳۰۳ بس كې ناست  او د كابل په لوري روان وو، او په ټوله لار مې د هغو بيوزله كسانو، او كورنيو په هكله چرت واهه كوم چې د داسي غلطو ترجمانيو قرباني گرزيدلي، كه غلطه ترجمه ظلم او جرم ونه گنړل شي، نو ظلم څه ته ويل كيږي!! په حقوقي ډول غلطه ترجمه په قضا كې هيڅ ارزښت نلري، بلكه هغه خلك چې په دي پوه وي، او د اصلاح لپاره يې مثبت قدمونه وانخلي په حقيقت كې جرم گنړل كيږي۰

زه په ملگرو ملتونو او نړيوالو بشري حقوقو ټولنو باندي ژغ كوم چې په جنوبې سيمو كې، او په ځانگړي توگه كندهار ولايت كې دې د ټولو نيول شويو كسانو پلټنه د له سره بايد وشي۰ ځكه چې د ملگرو ملتونو د اشخاصو د توقيف په  ماده  كې داسې راغلي دي:

نيول شوي يا توقيف شوي شخص دا حق لري، تر څو د تحقيق، او پوښتنو پر محال كه چيرته د مستنطق په  خبره پوه نشي، نو دا نيول شوي شخص د مسلكي ترجمان د مرسته او غوښتني حق لري۰

 

امريكا او كاناډا هيوادونه د ملگرو ملتونو غړي، او د بشري حقوقو ډنډوري غږوي ، نو بشري حقوق او ملگري ملتونو په ټولمنل شوي قوانينو كې، نيول شويو اشخاصو  ته د هغوي په مورنيو ژبو حاكم ترجمانانو  حق وركړي۰ كاناډا، امريكا، هالند، استراليا، او نور هيوادونه له ځان سره  د ترجماني لپاره گونگيان  كندهار، او نور پښتو ژبو جنوبي ولاياتونو ته د ترجماني لپاره  راولي او په گونگيانو د پښتو ترجماني  كوي۰ كاناډا او امريكا ځانونه د بشري حقوقو عاميان گنړي ، نوډيرو ښاغلو گونگيان ترجمه نشي كولي !!هغه خلك چې خپلوان يې  د بهرنيو پوځونو لخوا  نيول شوي وي، د خپلو بنديانو د دوسيو له سره  سپړيدو غوښتنه دي وكړي۰ ځكه چې دا جرم دي، او د جرم په وړاندي چپه خوله پاته كيدل تر هغي لوى جرم دي۰ 
اوس هغه کسان چې د بهرنيو پوځونو لخوا ملي امنيت ته د تحقيق لپاره نه ، بلكه په غلطو ترجمود شکنجو  لپاره ليږدول شوي، او اوس د ملي امنيت د ظلم او زورلاندې شپې او ورځې تېروي، د مدافع وکيل د نيولو په گډون د ټولو انساني حقوقو څخه  محرومه شپي ورځي تيروي۰  که خپلوان يې ليدلو ته ورځي هغوى هم ورسره يو ځاى په  بند کې اچول کېږي، په اخر کې  يې خپل سري  محکمه کې په اعدام او يا دوامداره حبسونو باندې محکوم کيږي۰  افغان چارواكې ، او ناټو پوځونه خپل مرموز جرم چې د بنديانو سپارل په غلطه ترجمه ملي امنيت ته پټوي۰   
افغان ولس د تل په څير په دروند خوب ويده  او د خپلو مشرانو، او د پخوا په څيرد بهرنيانو لوبي او دروغ  يې رښتيا گڼلي دي، او په همدې  لوبو او دروغو کې يې زمونږ د خلكو ژوند او كورونه ور وران كړي۰
د قانون له مخې هر ډول غلطه ترجمه ناروا ده، کوم اقرار او اعتراف چې په غلطه ترجمه اخېستل کېږي، هېڅ ډول حقوقي حيثيت او اعتبار نلري۰ دا خو جوته خبره ده چې په افغانستان كې قانون ته څوک ارزښت قايل نه دي، او د افغان چارواكو لپاره د قانون تعريف يعنې څو بېکاره کرښې چې سپينې پاڼې يې پري تورې کړې دي۰ خو كاناډا و امريكا او نوره پرمختللي نړي څخه افغانانو د بشري حقوقو ضد عمل تمه نه درلوده۰ راځي چې په گډه دا مظلوم ولس له دې ظلمه خلاص كړو، په دې چې دا د ټولو افغانانو مسؤليت دي۰