د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سيدا خان

ډاكتر كمال سادات 09.02.2008 19:21

سحر ماښام به يې زمونږ په حجره كې پښې غزولي وي ډير بلد وو او له مونږ سره يې دومره مينه درلوده ته به وا چې داد كورنى غړى دى،بل ميلما ته به يې له مونږ وړاندې په ټټر لاسونه ايښي وو او زر به يې بلښتونه ور دوه كړل.د ډوډ ۍ په مهال به لاسونو ته اوبه اچول او دسترحوان ټولول خو يې خپل خق باله آن كله كله به يې زمونږ د كورنۍ ځني شوخ ماشومان هم په ځپړو او لغتو تير كړل،لكه زمونږ بابا به يې خپل نصيحت ته ودرول.
كاكا او مشر ورور (ورك) به چې د ده دا چارې وليدې په جان ګل به يې نوره غصه هم زياته كړه چې هغه د پرد ى مور ځوى دى هر څه ته يې فكر وي خو ته ايله د ځان په جوړولو پوهيږي او بس،پكى د ورك شه!!راتلونكي جمعې ته چې حليفه سخي راشي دا پكى به پري لنډ كړې كنه پدې ګوتو يې درنه شوكوم.
جان ګل بې لد چې سر يې ښكته كړي نور به يې څه كړي واى.
سيدا خان چې ځان د كورنۍ نيږدي غړى باله جان ګل ته به يې د كاكا او ورك خبرى غبرګې كړې او په اوږد نصيحت به يې پيل وكړ.
د جمعې په ورځ به معمولا په كور كې وم او يا به له خپلې كورنى سره د ثپات او ملې لپاره كوم ځايې ته تلو،خو دا جمعه په كور كې وم په ډوډ ۍ سره ناست وو چې كاكا مخ راواړه وه.
په ډيره مينه ناكه لهجه يې راته وه ويل، بچيه!سيدا خان خو پيژنى چې له مونږ سره ډيره مينه كوي او لكه د كور غړۍ داسې دى كه ريښتيا راباندي وو وايې دا زمونږ ځينو هلكانو نه يې زمونږ په كور ډير زړه سوزي.
په دفتر كې يې درسره ولګوه لكه پدي كور يې چې پام د ۍ هلته به هم درسره مرسته كوي،دا كار به خامخه كوې هير د نشي او بانې د هم نه منم ځكه چې نوى كال هم په پيل كيدو د ۍ پداسې ورځو كې په ډيرو دفترونو كې دندې پيدا كيږي.
څو ورځې وروستو مې له سيدا خان نه څلور عكسونه او تذكره وغوښته او د خپلې كمپنۍ مشر ته مې د سيدا خان په سر بر حده لاپې ووهلې او دلوي استعداد څښـتن مې پې قبول كړ.

ددفتر مشر ضمانت رانه داخيل واخيسته چې كه چيرې سيدا خان په خپلو چارو كې صادق نه وو او يا ددفتر د كاركونكو لحوا پرې كومې نيوكې كيدې نو ته او ديې دواړه به بې چون او چارې له فتره ترك وظيفه وى.
خبره مې دستې ورسره ومنله او په څو ورقو مې ورته لاسليك وكړ.
سيدا خان ته يې هم چې څنګه د لاس ليك وه ويل كركر شو څو پاڼي يې په انګليسي باندې لاس ليك كړې.
د دفتر مشر قرار داد وركړ،او په ډيره مينه يې له دفتره راووتو،سيدا خان په لاره تله قرار داد يې م لوسته او له مانه به يې هم شيبه په شيبه مننې كولې،خو چې څنګه زما دفتر ته ننوتو بيايې په لوړ غږ سره مباركي راكړه او غيږ يې رانه تاو كړه ،په ډيره ميړانه لهجه يې راته وه ويل سكرتر د شومه هيڅ مه راځه ټولې چارې د زه كومه.
ما هم ترې مننه وكړه او د ده ډالري تنخوا مو په خپلو وطني پيسو واړه وله،څو شيبي وروستو يې په مسكى او غرور سره وه ويل دڅو مياشتو په تنخوا مې كور هم جوړه ولۍ شم او موټر هم پې اخيستۍ شمه.
ما هم مباركي ورته وه ويله او دامې هم وراضافه كړه چې زمومږ كاكا او خپل دركړي انسانيت ته دوعا كوه كنه ته او دا كارونه ګمان مې نه كاوه.
سيدا خان هم د هو سر وخوزاوه او زما كاكا ته يې لدې ځايه لاسونه په ټټر كړل.
بيګا ته هم له وړاندې د كاكا په څنګ كې ناست وو ډير خوښ ښكاريده،زما په هكاله يې خبري كولې،دومره مې تي واوريدل چې ډير ښه سړۍ دى لوړ تعليم او ښه سواد لري خو د حولي پلو چې ما وليده ډير سست دى.كاكا جانه كه زه خو درته بلند شوم بيامې ګوره چې څنګه چارې كوم.
ماهم ځان په نا پوهى واچوه لكه دده خبري مې چې نه وي اوريدلې،چې ور ورسيدم ډير په احترام پاڅيده،
د مننې تر څنګ مې د كيناستو ورته وه ويل.
كاكا مې هم رانه مننه وكړه او د ده د انسانيت خبرې يې پيل كړې.
كاكا ته مې ډير په ادبي لهجه وه ويل چې سيدا خان د هم دا خبره واوري چې هر څه له خپله لاسه كيږي.
څه به د سر خوږم لا مو په دفتر كې څو مياشتې نه وې وتلې چې د دفتر مشر وروغوښتم،په ډيره ترخه ژبه يې راته وه ويل چې ته له مراجعينو سره ښه چلند نه كوې،په چلند كې د تغير راوله سرمايه داري نظام دى د كمپنى پراخوالى بايد ډير زر وشي.
خپل كسان درنه خفه دي كه ستړى وى او يا دنده خوند نه دركوي نوبيا…
دفتر ته اوس تلايې شي خونيمګړتياو ته د پام كوه.
دفترته چې راغلم سيدا خان ډيرې سختې سختې لوړې كوي چې زه نه يم خبر.
هيڅ مې ونه ويل.
ماښام بيا له ما وړاندې كاكا جان سره ناست دى
لګيادى ورته وايې چې پدې پنځو شپږو مياشتو كې والله كه لايه شوى وم چې ستا پوښتنه مې كړي وه،كارونه بيخي ډير دي.دجمعې په ورځ د كور كارونه كوم او اوس له مايوسۍ وتلى يم ژوند خو مې اوس جوړشو نور به هم الله خيركړي. پدې دنيا كې به له چلاكى كار اخلې او كاكا!كيداى شي چې پدي څو ورځو كې مې رتبه هم لوړه شي.
سيدا خان همداسې په سور كې راغلى دى ،ټوخۍ مې وكړځان مې پې وليده او سلام مې واچوه.
كاكا ته مې وه ويل:سيدا خان خود په خير سره چې ايله نن وبريښده،لكه چې ويې ګټله كه څهِ!
سيدا خان هم وښوريده او بالښت ته يې تكيه وكړه.
كاكا ته مې د كمپنۍ دمشر خبره وكړه چې له ما د كارونو په هكله راځي ندۍ او دا خبري پدي وروستيو كې دكمپنى مشر راته كوي،نه پوهيږم چې دا خبري چا په خوله كې وركړي دي.
داد خبري په اوريدو سره د سيدا خان رنګ بل خيل شو،اوپه الپاتو يې پيل وكړ.
كه هر څومره يې ځان سپيناوه ونشوه.
په همدې شيبه مې د موټر غږ تر غوږ شو او زمونږ دكور خواته ودريده .ددفتر يو تن مامو وه ويل چې د دفتر مشر په خقيقت رسيدلى دى .دسيدا خان كور ته ورغلى وم خو د دروازي نه چا راته وه ويل چې ستاسو كره دى.دا پاڼه وكړۍ.
پاڼه مې چې يو څه ولوسته څرګنده شوه چې د سيدا خان لپاره په دفتر كې نور ځاي نشته.
سيدا خان ته مې مخ ورواړه وه،ورته مې وه ويل چې هر څه له خپله لاسه د مكارۍ او چلاكۍ عمر كم وي.