د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ملکي اپوزیسیون د کولتور نشتوالی

محب 09.02.2008 00:46

د هیواد د سیاسي مبارزو تاریخ ته په کتو سره لیدل کیږي چې له مشروطیت غوښتوونکیو او ویښو زلمیانو پرته د نورو نږدې ټولو سیاسي ګوندونو او ډلو مبارزه او هاند و هڅه د وسله والې جګړې او له زور نه د ګټې اخیستنې پر ارونو (اصولو) ولاړه وه او لا ده. هغه څه چې په « افغان ملت» پورې اړه لري، نو دغه ګوند له بده مرغه په داسې حال کې له جګړه مارو او ان پر جنګي جنایتونو له تورنو ډلو او تنظیمونو سره د حکومتي ټلوالې ډګر ته وردانګلي، چې د هیواد خپلواکي، د خپل ویلاړ او ارادې له حق نه د هغه برخمنتیا او د ملي واکمنۍ یا حاکمیت Sovereignty) ( درلودنه د ګڼ شمیرحقوق او سیاستپوهانو په اند لا تر پوښتنې لاندې ده. له همدې امله د سیاسي چارو ځیني څیړوونکي نوموړی ګوند د ملکي اپوزیسیون د کولتور د نوښتګر او سرلاري کیدو پر ځای له بده مرغه د ماکیاولیزم پر ناروغۍ اخته بولي.

زموږ په اند د دولتي واک تندې، او زور و ځواک ته لیوالتیا د افغانستان په سیاسي ډلو او له بده مرغه ان یو شمیر روښاندو کې هم د ملکي اپوزیسیون د رامنځته کیدو اړتیا دویمې او ان وروستۍ کچې ته راټیټه کړې ده. اوس چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ټلوالې او د دوی پخپله وینا «متمدنې» نړۍ زموږ په هیواد کې د مدني ټولنې جوړولو او ولسواکۍ (دیموکراسۍ) د پلي کولو چارې ته رادانګلي، نو پخپله د دوی د متمدنوالي او ولسواکۍ ورا او ډولۍ هم له بده مرغه تر هر څه مخکې له توپ او ټوپک ( ب ـ دوه پنځوس الوتکو او تورنادو) سره ملګرې وه او لا ده. د متمدنې نړۍ پوځي شتون نه یوازې په هیواد کې د پوځي ـ سیاسي ډلو د له منځه تلو، د وسله وال او ټوپکمار کولتور د بې رنګه او پیکه کیدو او د افغانستان د ملکي کیدو سبب نه شو، بلکې بر عکس په ځینو ځایونو کې ان پخپله د همدغو نړیوالو(بین المللي، انترناسیونالیستو!) دوستانو په لاس د ځینو ډلو او کسانو د وسله وال کیدو سبب هم شو. برسیره پر دې د بهرنیو وسله والو میلمنو! شتون په هیواد کې د کوکنارو او نشه یي توکیو کمزوری شوی او نږدې له منځه تللی کښت او قاچاق او دغه راز څنډې ته شوې وسله واله جګړه نه یوازې له منځه یو نه وړل شول، بلکې له بده مرغه د هغو د بازار د تودیدو کچه یې یوې بې سارې پولې ته لوړه کړه.

امریکا چې له القاعده او ترهګرۍ سره په چلند کې پرې د «فرانکینشتاین»(۱) کانه شوې، د افغانستان او عراق په څیر خپلواکو ولسونو ته د بلواکه ولسواکۍ د ورلیږدولو (صادرولو) او ورزده کولو په چاره (داعیه)! کې له ستونزو او پاتې راتلو سره مخامخ لیدله کیږي. زموږ په اند د دې کار یو لامل د ملتونو د «متمدن کولو» او د سیاسي روزنې او ورزده کړې د کولتور په پلي کولو کې د زور او ټوپک له وسیلې څخه په ګټې اخیستنې کې نعښتی دئ.

د ځینو کارپوهانو او شننوونکیو په وینا، په افغانستان کې په تیره د وروستیو څه کم دوو لسیزو ازمییښت او تجربې وښوده چې یو د بل په وړاندې د سیاسي ګوندونو، ډلو او تنظیمونو جګړه، مخالفت او هاند و هڅه یا مبارزه د بلواکۍ او سیاسي مرییتوب پر خلاف نه، بلکې د بادار د بدلولو په سر وه. د دغو شنوونکیو په اند، د دې کار لامل هم تر ډیره ځایه په افغانستان کې د ملکي سیاسي ګوندونو، یا په بله وینا، د دولتي واک په وړاندې د ملکي اپوزیسیون په نشتوالي کې «پټ» دئ.

د کورنۍ جګړې له ترخو تجربو سره سره د هیواد د ګڼ شمیر ګوندونو په سیاسي رګونو کې له بده مرغه لا تر اوسه هم پوځي وینه چلیږي!

لکه څرنګه چې لیدل کیږي په افغانستان کې د یوه ملکي سراسري اپوزیسیون ډګر له بده مرغه لا تش دئ. هر هغه ځواک چې د دغې سیاسي تشي د ډکولو سرلاری او نوښتګر شي، نو دارو (نوش یې جان) دې شي!

هغوی چې یوازې او یوازې د خبرو له لارې د ستونزو پر هوارولو ګروهه او باور لري، په کار ده چې بې له ځنډه د ملکي هاند و هڅې (مبارزې) د کولتور لاره خپله کړي. دا ډیره اړینه ده چې سیاسي ګوندونه باید لومړی ملکي وي او بیا د دولتي واګو د تر لاسه کولو تابیا وکړي ( اول یې زده کړي، بیا کوزده کړي!)، که نه نو د سیاسي مبارزې او پوځي کودتا تر منځ توپیر په څه کې شو!

له جګړه لارۍ او وسله وال اپوزیسیون سره د مخه ښې په هیله!

(۱) فرانکینشتاین یا موډرن پرومیتیوس د بریتانیانوۍ لیکوالې میری شیلی (۱۷۹۵ ـ ۱۸۵۱) یو نامتو رومان دئ چې د لومړي ځل له پاره پر ۱۸۱۸ زیږدیز کال په بې نومه توګه خپور شو. په رومان کې د یوه ځوان سویسي څیړونکي ویکتور فرانکینشتاین کیسه بیانیږي چې څنګه پخپلو لاسونو یو مصنوعي انسان جوړوي او له دغه «انسان» نه وروسته بیا څنګه یوه بلا جوړیږي. دغه رومان ټولو هغو له لویې او غرور نه ډکو کسانو ته یوه هیښونه او خبرداری دئ چې پر خپل عقل باندې په ویاړ سره ادعا کوي چې کولی شي نعو‌‌ذ باالله ان ژوندی انسان هم جوړ کړي، خو وروسته پخپله د همدې بلا ښکار کیږي.