د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي جبهه څه غواړي !؟

محمد نعمان دوست 05.02.2008 14:20

کله چې د سږکال په لومړيو ورځو کې ځينې پخواني جهادي ، کمونستي ، شاهي او مليشه يي څېرې په استاد برهان الدين رباني راټولې شوې او خپلې ټوليدا ته يې د افغانستان د ملي جبهې نوم ورکړ نو په ډېرو زړونو کې شکونو غزونې وکړې .

خلکو ته چې ديادو شويو کسانو شاليد معلوم و ، نو په دې پوه شول چې دغه راټولېدا هم ملي نه ده بلکې خپلو اړتياوو راټول کړي دي .

هغه مهال د صدام حسين له اعدام څخه کم وخت تېرشوى و او د بشرد حقونو د څار کمېټې يو راپور خپور کړ او په هغه کې په ښکاره ځينې کسان جنګي مجرمين ګڼل شوي و او د محاکمې غوښتنه يې شوې وه .
همدغه کسان له محاکمې وويرېدل او يو دفاعي سپر يې جوړ کړ .
په جبهه کې راټولو کسانو له هماغې ورځې يو بل ته ددې په موخه لاسونه ورکړل چې يو له بل نه په هر ډول حالت کې ( روا وي که نا روا ) دفاع وکړي .
درې ورځې وړاندې د يادې شوې جبهې يوې مخکښې څېرې او د ازبکو مليشو ( ګلم جمانو ) مشر جنرال عبدالرشيد دوستم په خپل سياسي حريف او د ترک ټبارو د شورا مشر اکبر باى پرکور د کابل په وزيراکبرخان کې چې له ارګه ايله څو کيلومتره واټن لري ، بريد وکړ .

دوستم او پلويانو يې اکبر او دهغه زوى وډبو او اکبرباى يې د څو ساعتونو لپاره ځان سره يو وړ او په خپل کور کې يې يرغمل کړ .
پوليس چې دنده يې داخلي امنيت ساتل دي ، د دوستم له کوره راتاوو شول او د لسو ساعتونو لپاره يې په محاصره کې وساته .
د همدغې محاصرې برکت و چې ، اکبر باى له برمتې ژوندى خلاص شو او د کابل په زړه کې د يوې وسلوالې نښتې مخه ډب شوه .
دغه جريان چې له ټلويزيونونو خپور شو ، په کې ښکارېدل چې د دوستم پلويان له راکټونو او ماشيندارو سره بامونو ته وختل او د ټوپکو شپيلۍ يې پوليسو ته سيخې کړې وې .

خو ملي جبهې ، دغه محاصره وغندله او له خپل غړي دوستم څخه يې ملاتړ اعلان کړ .

د جبهې وياند خو په حامد کرزي هم نيوکه وکړه او وه يې ويل : (( ښاغلي کرزي کولى شول ددوستم د کور د محاصره کولو حکم ورنه کړي . ))
سنچارکي په دې هم بسنه ونه کړه او دولت يې وګواښوه ، هغه بي بي سي سره ويلي دي :
ملي جبهه د جنرال دوستم دکور محاصره يوناوړه ، غيرقانوني ، غير مسوولانه او خطرناک عمل ګڼي او هغه په ټينګه غندي او د افغانستان دولت ته ګواښ کوي چې دغه شان عملونه کولى شي د هېواد ټيکاو ګډوډ کړي . ))
که څه هم اکبر باى په روغتون کې خبريالانو ته ويلي دي چې دوستم وهلى ډبولى او بيا يې برمته کړى دى او د اکبر باى زوى هم ويلي چې دوستم يې د پلار د وژلو هڅه کوله ، خو سنچارکي وايي چې دولت غواړي په دې توګه د جبهې لوړ غړي بدنام کړي .

ملي جبهه د قانون له عملي کېدو نه په ويره کې ده ، ځکه قانون کولى شي هر زورور د عدالت ميز ته راوړاندې کړي .
دغه شان زورور چې خپلې کړنې ورته ښې معلومې دي او هره شيبه د ويرې احساس کوي همېشه دقانون پروړاندې درېږي .
که څه هم سنچارکي په دې پوهېږي چې قانون د کورونو پر مصونيت ټينګار کوي او دوستم د اکبر باى په کور بريد کړى خو هغه په دې هر څه سترګې پټوي .

سنچارکي په دې هم پوهېږي چې د قانون پلي کول د حکومت دنده ده خو بيا هم سترګې پټوي او وايي :
د جنرال دوستم او اکبر باى ترمنځ شخړه يوه وړه مسله وه او دواړه د يوه قوم او سيمې دي او لازمه نه و چې دولت مداخله کړې واى .
ملي جبهې کې د بشر د حقونو ماتونکي او جنګي جنايتکاران يوځاى شوي ، دوى هميشه له قانونه په تېښته کې دي .
دوى زيار ګالي چې دغه نسبي امنيتي حالات هم ګډوډ کړي او د ( ١٣٧١-١٣٧٥ ) کلونو په څېر داسې يو حالت رامنځ ته کړي چې دوى هرڅه وغواړي هماغه وکړي .
په هرصورت !
له دوستم او دوستم ته ورته کسانو هيڅ ماڼه ( ګيله ) نه ده په کار ، دوى د يو چا د ضعيف مديريت له شامته دومره زړور شوي دي او که دغه مديريت همداسې روان وي ، نو پايلې به يې ټول په رڼو سترګو وګوري .

زما چې څومره زړه خوږيږي دومره ښېرا به د يار سترګو ته کومه