د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډیلي ټیليګراف لیکوال: کرزی دې له وژل شوو ولسمشرانو عبرت واخلي

راپور: الهام الحق یاسيني 04.02.2008 12:21

د برېتانوي ورځپاڼې ډیلي ټیلګراف یو ايډیټر ډیویډ بلېر پخپله یوه لیکنه کې چې د روان کال د جنوري په ۳۰مه په ډیلي ټیلګراف کې خپره شوېده، افغان ولسمشر ته یادونه کړېده چې نوموړی " باید له دې حقیقت  سره ژوند وکړي چې د ۱۰۷ کالو راهیسې تر ده له مخه مشران ، بادشاهان و او که ولسمشران، د عنف ( زور) له لارې بې واکه شویدي. ته باید د بادشاه عبدالرحمان [دور] ته لاړ شې، چې په ۱۹۰۱ کال کې ومړ، چې داسې یو افغان مشر پیدا کړې چې ځان یې د بې واکه کېدلو یا ترور څخه ژغورلی وي."

د ډیلي ټیلګراف دا لیکنه تر هغې وروسته نشر شوېده چې افغان ولسمشر بریتانوي تبعه پډي اشډاون افغانستان ته د ملګرو ملتو د استازي په توګه ونه منلو. په دې هکله ډیویډ بلېر خپله غوصه د لیکنې په سر کې داسې څرګنده کړېده: "کله چې د ولسمشر حامد کرزي دا بې نظمه فیصله، په کابل کې د لورډ اشډاون د ملګرو ملتونو د استازیتوب نه تاییدول،  ارزوۍ نو دا باید په ذهن کې وساتۍ چې ... په کابل کې د ناکامه سیاستمدار سزا کېدای شي ډېره بده وي."

ډیویډ بلېر پخپله لیکنه کې زیاته کړېده چې " په تېرو درې لسیزو کې د افغانستان د لسو ولسمشرانو څخه څلور وژل شویدي چې یو یې د برېښنا د پایې پورې زړول شوی او سپک شوی ؤ." داسې ښکاري چې بلېر پخپله لیکنه کې د سردار محمد داود، نور محمد ترکی، حفیظ الله امین، او ډاکټر نجیب الله وژنو ته اشاره کوي.

 د یادونې وړ ده چې سردار محمد داود خان کمونستانو، نور محمد ترکی خپلو ملګرو، حفیظ الله امین خپلو ملګروـروسانو، او ډاکټر نجیب الله طالبانو (چې ځينې یې د مرګ تور د پاکستان په استخباراتي شبکې هم لږوي) وژلي دي. ډاکټر نجیب الله له وژلو وروسته د برېښنا د پایې پورې زړول شوی ؤ.

ليكوال دا ندي ویلي چې پدې مرګونو کې د ده د هېواد (بریتانیې) هم لاس ؤ او که نه. دا هم نده څرګنده چې د بلېر ددې لیکنې د منځپانګې سره به په برېتانیا کې په رسمي کچه څومره همغږي شتون ولري، خو ځيني افغاني رسنیو او کړیو دا لیکنه ولسمشر کرزي ته د مرګ د تهدید او اخطار  په مانا ګڼلي ده.

ډیویډ بلېر

ډیویډ بلېر اوس مهال د ډیلي ټیلګراف دیپلوماتیک ايډیټر دی. په ۱۹۹۹ کال کې یې د ډیلي ټیلګراف سره په زیمبابوی کې دنده پیل کړې وه. د زیمبابوی څخه د هغې ځای چارواکو په ۲۰۰۱ کال کې وشړلو. د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ پورې یې په پاکستان او منځني ختيځ کې ډیلي ټیلګراف دپاره کار وکړ. په ۲۰۰۴ کې د ډیلي ټیلګراف د افریقا د څانګې مشر شو. په ۲۰۰۶ کال کې یې له دې دندې استعفا وکړه. ډیویډ بلېر د برېتانیا د پخواني لمړي وزیر ټوني بلېر خپلوان ندی.  (ویکوپیډیا او د ډیلي ټیلګراف برېښنا پاڼه)

د دې راپو ر چمتو کونکي (الهام الحق یاسیني )د مصر د قاهرې پوهنتون د ژورنالېزم په څانګه کې زده کړه کړېده. اوس په دوبۍ کې د ميډيا پروډکشن په برخه کې د شخصي ارګانونو سره کار کوي. د نوموړي لیکنې د دې ارګانونو د نظر استازیتوب نکوي.