د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سوباړو سلطنت دی کنه!

هلال مومند 03.02.2008 12:22

په افغان وطن کې لا اوس هم د سوباړو سلطنت دی.

خبرونه وایي چې په کابل کې دوستم د خپلو وسلوالو او د ولسي جرګې د څو غړو (شاکر کارګر، عالم ساعي، فیض الله ذکي) او بدنامې سېرې لطیف پدرام سره یو ځای د خپلې ډلې د یو ناراضه کوماندان (اکبر بای) په کور برید وکړ. کوماندان یې وډبولو او بیا یې د ځان سره وتښتولو. پولیس پرې خبر شو. پولیسو کوماندان راخوشې کړ خو دا چې د کور د وړلو نه و نو روغتون ته یې ورسولو.

پولیسو د دوستم کور په وزیر اکبر خان کې محاصره کړ او ترېنه یې وغوښتل چې تسلیم شي. دوستم نشه د بام په سر ولاړ وو او تسلیم نشو. د لوړو مقاماتو څخه امر راغی او پولیسو محاصره ختمه کړه.

دا کار که په کوم پرمختللي او متمدنه ټولنه کې شوی ؤ، اوس به نه دوستم ؤ او نه به یې د نشې بوتل. پولیسو به  انتظار نه کولو، وختي به یې په کور ورختلي ؤ او د نه تسلیمېدو په صورت کې به یې په تندي ویشتلی ؤ. خو د سوباړو سلطنت دی کنه!

د سوباړو په سلطنت کې سخته ده چې پولیس کار وکړي. تر پولیسو ډاکوان ډېر پیاوړي وي. هر پولیس له ډز نه مخکې څو وارې سوچ کوي چې هسې نه څوک پرې ولګېږي؛ خوږ به شي او ځان ته به غم وګوري.

د سوباړو په سلطنت کې، چېرته چې د دوستم په څېر خلک ملېشې لري، او د لوی څارنوال د ډبوونکي (دېن محمد جرأت) په څېر خلک یواځې په کابل ښار کې د سیکورټي کمپنۍ په پلمه اته زره فعال وسلوال لري، سخته ده چې خلک د رڼا ناوې وویني.