د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اريوب که آريوب ( دوهمه برخه)

عبدالقدير مصروف 03.02.2008 12:05

شاعر او ليکوال يا په عام ډول ، ادبيات هغه ژبنې هنر دى چې په منشور ، منظوم شفاهي او ليکلي ډول مينڅ ته راځي او د هغې اصلي ماده ژبه ده او ادبيات د ژبې څخه جوړ شوي دي . لکه څنګه چې د نقاشۍ اصلي ماده رنګ دى ،د مجسمې جوړونې اصلي ماده ډبره ،د موسيقۍ اصلي ماده غږ ، دنڅا اصلي ماده دڅهره او حراکات دي همدا رنګه د ادبياتو اصلي ماده ژبه ده .
زمونږ په ټولنه کې دا ډول شاعران او ليکوالان نن سبا زښت ډير ليدل کيږې چې يوه ورځ څو کرښي د شعر په بڼه وليکې او بله ورځ بيا پښتو ته د خدمت په نوم د خپلې څان غوښتنې له هيندارې په مطبوعاتو کې داسې نيغ ،نيغ کيږې چې ګواکې دااسې ښکاره کړي چې له ده څخه پورته ليکوال او شاعر هډو وجود نه لري .ځکه له شاعرۍ پرته ليکوالي هم کوي ،لنډې کيسې هم ليکي ،سريزې هم ليکي ناول هم لنډه دا چې له ټولو غيږ راتاوو کړي مګر ددوى په دې سوليدلو ليکنو کې هيڅ کيف او پښتو ژبې ته د خدمت څرک هم نه ښکاري او دوى پدې نه ګروهيږي چې هنر او ژبه د دوى په داسې ليکنو څومره غني کيږي يا څومره زيان ورته رسيږي ؟چې يوه ښه بيلګه يې د ((اريوب نوم په آريوب)) بدلول دي
زما په اند دا هم د فاړسو يانې د فارس د ژبې د چټکې پرمختيا ،تعميم او د ملي رسميت عامې تامې پيژندنې يو بل ثبوت دى چې د پښتو ژبې د ځپلو او ورو ،ورو له مينځه وړلو لپاره يې د اريوب په تشه خوله ليکوالان او شاعران په شعوري ډول هڅولي څو د اريوب هغه نو چې د سلګونو کالونو را په دې خوا همداسې ليکل کيږي بدل کړي او بله ورځ يې له نيشت سره يې برابر کړي ،خو ياده دې وي چې اريوب داسې ځوانان هم روزلي چې دخپل تاريخ او د خپلې ژبې موقف هيڅ وخت بايللو ته نه پريږدي او د خپلې ژبې دښمنو ډلو ته به د ژبې ، تاريخ او ليکوالۍ په اصولو قناعت څه چې ماته ورکوي ځکه ددې خبرې لوى ثبوت تاريخ دى او تاريخ په اريوب ګواهي ورکوي.
په هر ترتيب ! که چري دا عمل او کړنه دپښتو ژبې د ځپلو او دهيواد دښمنانو په اشاره شوى وي دا بايد د پښتو لپاره د يوه اخطارحکم ولري او زمونږ ښاغلي بايد خپلو بې پرواييو ته په کلکه متوجه شي خو زما په اند دوى د خپلود دې بې پرواييو په وړاندې هيڅ غوږ هم نه ګروي يانې اوس هم داسې ښکاره کوي چې مونږ په حقه يو .زمونږ ډيرو پښتنو شاهانو هم د خپل عيش او عشرت له امله خپله ژبه له لاسه ورکړه او ددوى د ډيرو بې پرړاييو له امله له ژبې څخه چکني او اچار جوړه شوې او هره ژبه پکښې محلول او مروج کيږي او زمونږ سوچه پښتو بې دريغه له پښو لاندې کوي او په داسې يو جرم کې د پښتوځينې تش په نوم ليکوالان او شاعران چې په ځينو غونډو کې ددوى د خوشحالۍ لپاره ستايل شوي دي پوره برخه لري . او دا په خپله د ځينو پـښتنو ګناه هم ده د بيګې په توګه ويلاى شو چې چې ځينې پښتانه د غيرې پښتنوسره واده کوي ، بيا هغو اولادونه په پښتو نه پوهيږي او په بله ژبه يربيه کيږي خو د اريوب د نوم د بدلولو په پيښه کې د داسې خلکو اقدام کړى د پښتو هم سمه نه ويلاى يا لوستلاى نورې ژبې خو لاپريږده د هپلى ژبې تلفظ هم ورته ګران دى .همدا رنګه د بشتنو ځينې غښتلي قومونه چې تاريخ ورباندې وياړنه کوي نن سبا يې خپله ژبه ګډه وډه کړې چې د رکود پر سر ولاړه ده د مثال په ډول خټکو ، افريدو ، مومندو او نورو قومونو په ژبه کې اوردو او انګريزي داسې کډې شوي دي چې حيرانونکې بڼه لري .خو اريوب ځاځي به هيڅ کله هم داسې يوه کړنه ونه زغمي چې ددې سيمې نوم او تاريخ ته پرې ويان ورسيږي .نو که ليکوالان او شاعران ددې بې پرواييو پر وړاندې غلي پاته شي نو ښکاره خبره ده چې مونږ به د حقايقو د څرګندولو پر وړاندې ماته او شکست خوړلى وي .ځکه چې ليکوالان او شاعران هم د د خپلې ټولنې پروړاندې لوى مسووليت لري يوازې په يوه شعر ټولنې ته د خدمت جامې نه اغوستل کيږي چې د اريوب مجلې ځينې شاعران پرې وياړې او فکر کوي چې ډير نوښتونه يې کړي دې او د(( اريوب)) نوم يې په ((آريوب )) واړوه ،زه په ډاګه وايم چې ژبې ته د ټکو زياتول يا بله ژبه په خپله ژبه کې ځايول هغه هم په نا خبرۍ کې او په نا علمۍ کې ددوى د صلاحيت خبره نه يوازې نه ده بلکه ژبه تر سخت ګواښ لاندې راوستل دي .
د پښتو ژبې د پيداښت ټاټوبى افغانستان دى د پښتون ملت ژبه ده او په دې ژبه ار او بر پښتانه ،پاکستان ،هند ، کشمير او د نړۍ په نورو هيوادونو کې خلک خبرې کوي چې د تاريخ په تکاملي پړاوونو کې يې ډير لوړې ژورې ليدلي دي شاعران اوليکوالان له ژوندانه او چاپريال هر څه هر څه زده کوي او بيا يې انساني ژوند ته خوند خوند او رنګ ورکوي دوى د هنر په وسيله خپله بشري ټولنه له تيارو څخه رڼا ته راکاږي او دجهل پر وړاندي هڅندويي کوي . خو زمونږ ځيني ښاغلي له خپلې بړستنې بښې را کاږي او برعکس کارونه نوښت ګڼي چې بيا هم آريوب يادوم چې له اريوب ځحخ يې جوړوي خو د خپلې ژبې او کلتور څخه ناخبره او ليرې پاته دي .د بشر پيژندنې د علم له نظره ژبه د ثقافت د انتقال عراده ده او له کلتور سره ډيرې نږدې اړيکې لري ځينې بيا ژبه او ثقافت د يوې سکې دوه مخونه بولي يا هم ځينې بيا ژبه داسې راپيژني چې ژبه د ټولنيز چاپريال هغه نښه ايز سيسټم دى چې د خپلې ټولنې د غړو او وګړو تر مينځ د ګډون له مخې را پيدا شوې ده او د پوهيدلو يوه اساسي وسيله ده يا هم ژبه د فکر پرمختيا موندلوله يوه نسل څخه بل نسل ته د کلتوري ،تاريخي عننوي او نورو چاروکې د انتقال وسيله ده او انساني فکر تنظيمو .
نو د پورتنيو ولاړو دليلونه پر بنسټ هر پښتون ليکوال، روڼ اندي، د قلم خاوندان دا حق او دنده لري چې تر خپلې وسې عين د ژوند تر پايه خپله ژبه له مرګ څخه وژغوري او د خپلې ژبې او کلتو پيروان ووسي او خپلي مټې له اريوب څخه په ملاتړ او ننګه را ونغاړي .کنه چې نن ((اريوب ))په ((آريوب )) راوتپل شې سبا به يې ((ر)) باندې بل څه تحميل شي او بله ورځ په که خير وي چې د اريوب مجلې دا نا خبره او تش په خوله ليکوالان او شاعران له (( اريوب)) څخه د ((يوروپ)) يا کوم بل نړيوال نوم جوړ کړې ددې لپاره چې ځانونه نړيوال ښکاره کړي. زه له همدې ښاغلو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې په خپله دې بې ځايه کړنه دې د نظر بياوالى وکړي او د ملت تاريخ او ژبه دې نه تر پښو لاندې کوي او د بل چا په لمسون په خپلو کړنو زور وا نه چوي او لږ تر لږه خپل قوم ، تاريخ ،ژبه او کلتور له ګواښ څخه وژغوري او د بلې ژبې څړيکې د پشتو ژبې په لمن ونه لګوي کنه نو په راتلونکې کې به له سخت او نه جبرانيدونکي مسؤليت سره مخ وي . او سوچه پښتو دې نه راخرابوي هغه د تراب صيب خبره چې !

ګنـجى دې خپل ســرته ويښــته پـيدا کـړي
زمونږ په ويښتو کې دې ګومنـځ نه وهــي

نورپه راتلونکې کې