د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پسرلي ادبي ټولنې د ارواښاد ګل پاچاالفت تلين ولمانځه

نيازمند 03.02.2008 12:09

كندوز ميشتو ليكوالانو شاعرانو فرهنګيانواو دپسرلي ادبي ټولنې غړو خپله پرله پسې مشاعره چې په اونۍ كې يو ځل جوړيږي د ښاغلي استاذ ګل پاچاالفت د مړينې ديرشم تلين ته ځانګړې كړې وه، په دغه غونډه كې ليكوالانو او شاعرانو د ښاغلي الفت صيب د اثارو او دهغه د ادبي ژوند په اړه خبرې وكړې او په پاى كې يې ددغه ښاغلي په نامه مشاعره وكړه.