د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امنيت راوستل ، همغږۍ ته اړتيا لري!

عبدالله شيرزى 02.02.2008 17:44

امنيت اوبيارغونه هغه كلمې دي چې په هېواد كې دسياسي بدلون په راتلو سره دهر چارواكي دخبروپه سركې لومړى ځاى لري او كه ارزښت ته ئې ځير شو په ريښتيا هم چې دهر انسان په فكر كې خاص ځاى نيسي ځكه هرانسان غواړي په امنيت كې ژوند وكړي اوهېواديې ورغول شي.
خو رغونه پرته له امنيت څخه امكان نلري اوبل لورته دامنيت په راوستوكې دخلكوپه كار اچول زيات رول لري ،داپدې مانا چې په اوسني وخت كې امنيت اوبيارغونه تقريبا يوله بل سره تړلي دي ،اوكه چېرې په نوروموضعاتوډير بحث ونشي وزګارتوب هغه حالت دي چې كله ناكله انسان ډيرو ناوړو كارونوته هڅوي اوناوړه پايلې له ځآن سره لري ،دلته كه چيرې چارواكي دهغوستونزودله منځه وړلوپه هڅه كې شي چې بې روزګاري وركه كړي ياپه بل عبارت كه چېرې يوكس ته كاروركړل كيږي په حقيقت كې بلې خواته دټوپك له ماشې څخه دګوتولري كولوسره سرخوري .
په هېوادكې اوس اوس ځينې چارواكي دې پايلې ته رسيدلي دي چې لدې سره سره چې دامنيتي ستونزولامل يوازې په بې وزګارۍ كې نشي خلاصه كيدلې خوبياهم كه چېرته خلكوته كار وركړل شي ډيرې ستونزې له منځه تللې شي اودلته ديوچارواكي په خپل مهارت اوښه ليډرشيپ پورې په اړه لري چې بايدله كوم ځايه څخه پيل وكړي .
دميدان وردګو ولايت چې سږ كال له يوڅۀ امنيتي ستونزوسره مخ شوى وو،ددې ولايت مشرتابه دراتلونكي كال لپاره داسې پلانونه په نظركې نيولي چې انشاء الله ډېرې ستونزې به ورسره حل شي.
لومړى: ددې ولايت مشرتابه دخپلو نوښتونو په ادامه راتلونكى كال يانې ۱۳۸۷ ل دميدان وردګوپه ولايت كې دبيارغونې كال نومولى دبيارغونې له نوم سره طبيعي ده چې خلكوته كارهم وركول كيږي دسيمې خلكوته له يوې خوا دكارپه مقابل كې معاش اوپيسې وركول كيږي بل لور ته بيا رغونه و ابآدول دهر چا خوښيږي كيداى شي چې ددولت ځينو مخالفينوپه ذهن هم ښه اغيز وكړي او له مخالفت څخه لاس واخلي ځكه چې افغانستان دهر افغان كور دى اوهر څوك غواړي چې خپل كوريې آباد واوسي.
دوهم : داچې دامنيت په ګډوډولوكې قاچاقبران انسان تښتونكي غله او… هم لوى لاس لري ددې ستونزودله منځه وړلوپه موخه دميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي دخپلو نورونوښتونوترڅنګ په ميدان ښآر كې دڅلوروګاونډيو ولايتونو ( كابل،لوګر،غزني اوميدان وردګ) ترمنځ دامنيت دټينګښټ ،همغږۍ اوګډوهلوځلوترعنوان لاندې يوه غونډه رابللې وه،چې پدې كې ددغوولايتونوواليانواوامنيتي مسؤلينوګډون كړى وو،دغونډې موضوع هم ترډيره پدې راڅرخېده چې ځينې وران كاره عناصر په يوه ولايت كې په ناوړه عمل لاس پورې كوي اوبل ګاونډي ولايت كې په آرامه ژوندتيروي ياداچې بايد عام خلك په يوه نوم اوبل باندې ونه ځورول شي اوحكومت بايد داسې صالح كسان په كار وګوماري ترڅو دولس او دولت ترمنځ ،رامنځ ته شوې فاصلې لرې كړي اوچارواكي بايد دخلكوپه خوښۀ دخلكوپه زړونوحكومت وكړي ترڅو ولس په حكومت اعتماد اودولتي چارواكي په واقيعت كې خپل وروڼه اواولادونه وګڼي اوكه حقيقت ته وګوروهمدغه ولس دى چې خپل اولادونه دحكومت كولولپاره ټاكي او استوي يې ځكه چې ملت پرته له دولت او دولت پرته له ملت څخه كومه معنانلري .
اوس لومړي بايدد دولت لوړپوړي چارواكي دغه اوهمدې ته ورته لارې چارې په كارواچوي ترڅوهغه ستونزې چې دهېواد دبربآدۍ لپاره راولاړې شوې مخه ونيسي .
بل لورته ولس بايد دې ټكي ته نظروكړي چې دملت بقاء ددوئ دخپل حكومت اونظام په بقاء كې نغښتې ده.

دلوى خداى( ج) په مرسته