د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان راتلونکی جمهور رئیس

سنګروال 01.02.2008 12:59
د افغانستان ټولټاکنو ته لا ښایسته وخت پاتې دی ولې بیا هم د یو شمېر کسانو لخوا پټې او ښکاره هاندې هڅې روانې دي او کوښښ کوي چې په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر اړوندو کړیو سره خبرې اترې وکړي.
دا سمه ده چې د هر هېواد په ټولټاکنو کې د اولس ونډه ټاکونکې  وي په ځانګړي ډول په لویدیزې نړۍ او یا د هند غوندې هېواد کې چې په پرتلیزه توګه په کې دېموکراسي غوړېدلې ده ، خو افغانستان لا هغې کچې ته نه دی رسېدلی که  څه هم کوډه ماته دېموکراسۍ لا په کې لاسو پښې وهي ولې زورور اوس هم  په زور کې دي . هغه څوک چې ډېرې پېسې او وسلې لري  خپل ځان د دې جوګه ګڼي چې هرومرو به  ټاکنې ګټي .
 لکه څنګه چې د مخه اشاره وشوه د افغانستان په ټول ټاکنو کې یو بل ټکی هم د پام وړ دی او هغه په ټاکنو کې د بهرنیو هېوادونو اغېزې دي چې موږ به د کورنیو او بهرنیو اغېزو په رڼا کې د حامدکرزي په ګډون هغه نومونو ته اشاره وکړو چې اوس د ژبو په سر دي په دې هیله چې په راتلونکي کې د اولس مشرۍ مقام ته ورسیږي :
۱-  مصطفی ظاهر چې د سلطنتي کورنۍ یو فعال سیاسي شخص دی هیله لري چې د ټول ټاکنو له لارې د هېواد ځواک او واک تر لاسه کړي نو په هېواد کې دننه له یو شمېر قومي مشرانو ، د سیمې له  چارواکو او سیاسي کارپوهانو سره کله ناکله ګوري خو کومه خبره چې ډېره مهمه ده هغه د ملي متحدې جبهې  رول دی په سر کې د برهان الدین رباني پاملرنې ته ګوته نیسو چې نوموړی یې په شا ډبولی دی چې  ګنې موږ دې تر شا یو خو له بده مرغه چې مصطفی ظاهر  یا خو نه پوهیږي او یا دا چې د هېواد له وروستیو سیاسي پېښو سره بېګانه او پردی دی  که داسې نه وای نو ایا په ملي متحده جبهه کې د ده غړيتوب ده او د ده کورنۍ ته څومره ګټه او زیان رسولی دی ؟ زه نوموړي ته سپارښتنه کوم چې لږ تر لږه د خپل ستر نیکه محمدنادرخان له مهاله بیا تر اوسه پورې د هېواد له تاریخ سره ځان بلد کړي  او ځان په دې پوه کړي چې برهان الدین رباني رښتیا ده ته ښه نیت لري او که د یو غولونکي سیاست له مخې غواړي چې دی د سیریښو په ډنډ ورګډ کړي؟ دا ځکه چې رباني پوهیږي چې مصطفی ظاهر ګټونکی نه دی خو دی (رباني ) ګټونکی ځکه دی چې لږ تر لږه خو به د حامد کرزي رایه کمه کړي او د یونس قانوني لپاره به د بریالیتوب چانس زیات کړي
۲-  یونس قانوني له هر چا زیات لاس او پښې وهي  چې په راتلونکي کې اولس مشر شي  خو څومره چې اولس پوهیږي نوموړی  لا تر اوسه د دې جوګه نه دی چې د دې واک وړتیا تر لاسه کړي  ځکه چې تېرو اولس ټاکنو دا په ګوته کړه چې نوموړي دومره هلو ځلو سره سره بیا هم بری تر لاسه نه کړ .
تر اوسه پورې څو وارې پرته له کومې مهمې دندې  څخه د دې پلمه برابره کړې ده چې بهرنیو هېوادونو په سر کې د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا ته سفر وکړي چې د دغو هېوادونو د چارواکو پاملرنه ځانته راواړوي . پرته له دېنه د نوموړي یوشمېر پلویان او خواخوږي هم کوشش کوي چې د یونس قانوني په ګټه په هېواد کې دننه او بهر د ده د راتلونکي بري په هیله کار وکړي . مارشال فهیم په هېواد کې دننه  او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر  عبدالله له هېواد نه بهر له یو شمېر مخورو کسانو سره ګوري  او په ډېرې سپین سترګۍ د حامد کرزي غندنه او د قانوني ستاینه کوي .
۳-  ځنې ګونګوسې په دې وروستیو کې تر غوږو کیږي او یو شمېر خبرلوڅي  انګېري چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر  جلالي  هم غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او په دې هیله چې اولس مشر شي.  دې اوازو هغه وخت زور واخست چې  نوموړی یو ځل بیا له امریکې  افغانستان ته راغی چې د دولت په چارو کې ځان د خدمت  جوګه کړي .
که څه هم جلالي د دوه لومړنیو کسانو په پرتله د ښه نوم څښتن دی او کله چې نوموړي د کورنیو چارو په وزارت کې دنده لرله ځنې کارونه یې د ستاینې وړ دي . دی نه یوازې په هېواد کې یو پېژندل شوې څېره ده بلکې د امریکا او بریتانیا له چارواکو سره هم د ده پېژندګلوی د پام وړ دی ولې بیا هم د ده د بري په لاره کې  لا خڼدونه او ګواښونه تر سترګو کیږي . لومړی دا چې جلالي نه ډېرې وسلې لري او نه ډېرې پیسې او دویم دا چې کوم بشپړ  قومي ملاتړ هم ورسره نه لیدل کیږي  دریم دا چې د خپلې واکمنۍ په مهال یانې  هغه وخت چې دی د کورنیو چارو وزیر وو په دغه لنډ مهاله پېر کې دا سې فوق العاده کار ونه کړ چې اوس یې اولس تر شا ودریږي  یوازې دغه کار یې  د ډېرې ستاینې وړ وو چې  (هغه ځه چې کړي وای وې نشو کړی) له کاره ګوښه شو د دې لامل ځنې  کسان داسې ګڼي چې ګڼې ده غوښتل د هغو کسانو لست ډله ییزو رسانیو او خپرونو ته وسپاري چې  د هېروینو په قاچاق ککړ وو . ویل کیږي چې جلالي د دولتي مافیا تر ګواښ لاندې وو نو د دې وس یې پیدا نکړ چې دغه هیله یې تر سره شي  نو ځکه یې ځان ګوښه کړ .
۴-  یو مهال مې داسې واورېدل چې حامد کرزی نه غواړي  راتلونکو اولس ټاکنو ته ودریږي  ، ولې اوس یو ځای بل ځای داسې ګونګوسې ګډې شوي دي چې نوموړی  غواړي یوځل بیا اولس مشر شي .
که چېرې وروستۍ خبره سمه وي نو د حامد کرزي هغه خبره چې  بیا به د اولس مشرۍ ټاکنو ته نه دریږي  یو له وخته د مخه تېروتنه وه ځکه چې په سیاست کې ؛سجده سهوه؛ پخپله یوه لویه تاریخي سهوه ګڼلی شي او موږ افغانان د تاریخ په رڼا کې د جنګ ګټلو ویاړ لرو خو له بده مرغه چې ډېر ځله  په سیاست کې د تاریخ ګټونکي نه بلکې بایلونکي یوو.
د بن له پرېکړو نه وروسته حامد کرزي په لنډ مهاله ، منځمهاله او اوسمهاله پېرونو کې داسې د پام وړ کار ونه کړ چې افغان اولس ترې ګټه اخستې وي . نوموړی باید په دې پوه شوی وای  چې  یواځې د ده د ټاکنې په بدل کې د  افغانستان دیوه کلي اوسېدونکو هر یو ؛مارشال؛ فهیم، یونس قانوني او عبداله ډېر امتیازات تر لاسه کړل  او د همدوی په لمسون یو شمېر کسانو بهرنیو ځواکونو ته د ناسمو رپوټونو له مخې داسې ځایونه ور په ګوته کړل چې په لوی لاس یې  اولس وترهوه چې د بېلګې په توګه د ارزګان پېښه  یادولی شو چې په یوه واده  یې ګولۍ وورولې  د ناوې او هلک په ګډون یې ډېر کسان په وینو ولړل. داسې ډېرې بېلګې لرو خو د دې لپاره د ښکالو د اصلي مینځپانګې نه لرې لاړ نشو راځم دې خبرې ته چې  بیا هم حامدکرزی  د یادو شو کسانو په پرتله بریالی ځکه بریښي چې افغان اولس د دوه بدو په وړاندې ولاړ دی  لومړی لږ بد (حامدکرزی) دویم ډېر بد (یونس قانوني)             خاونده کوم یو پکې خوښ کړم    ـــ   مرګ او بېلتون راته جوړه راغلي دینه
۵-  ښایي زلمی خلیل زاد هم  زړه نازړه وي چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او کنه؟  زړه نا زړه په دې مانا چې نوموړی په بشپړه توګه د ځان واک  ځکه نه لري چې دی نیم افغان دی  نیم امریکایي  . که چېرې امریکایي چارواکي وغواړي پرته له شکه ویلی شو چې خلیل زاد به دېته چمتو شي چې د ټاکنو ډګر ته راووځي . دا چې د نوموړي بری به څومره د ډاډ وړ وي  دا به وخت وښي  ولې دا چې افغانانو ته به یې ګټه څه  وي ؟ دا مهمه ده .
خلیل زاد په سیاسي او اقتصادي ډګر کې ښایي ګټور ځکه وي چې د امریکا غوندې  ستر ځواکمن هېواد به یې تر شا ټینګ ودریږي  ولې کورني ، سیمه ییز او بهرني غبرګونونه به ورسره هرومرو مل وي . په کورني غبرګون کې له یوې خوا هغه کسان  د ده په وړاندې ودریږي چې  غواړي د اولس مشرۍ لپاره ځان ونوموي  او د دغو کسانو تر شا چې کوم ځواک ولاړ دی پخپل ټول وس  به ډول ډول پروپاګڼډو لاسپورې کړي او ښایي چې یاد شوي ټول کسان د ده په وړاندې یو موټي شي  ان  حامدکرزی هم . د زلمي خلیل زاد په وړاندې بهرنی غبرګون ښایي د کورني غبرګون په پرتله لا ډېر وي ځکه چې د سیمې هېوادونه په سر کې پاکستان او ایران نه غواړي  چې په افغانستان کې داسې یو ځواکمن اولس مشر چې امریکا او د امریکا متحدین تر شا ولاړ وي  بري ته ورسیږي .
 خپلې وروستۍ خبرې د پایلې په دود  داسې را ټولووم  چې ښایي حامدکرزی   اوس هم  په سلو کې شپېته بری تر لاسه کړي دا ځکه چې د ولایتونو په سلو کې اویا والیان د کرزي پلویان دي خو په دې شرط چې لویدیزوال  یې د پخوا په څېر تر شاولاړوي او خلیل زاد د ده په وړاندې ونه دریږي . که چېرې خلیل زاد د اولس مشرۍ ټاکنو ته ودریږي  ښايي د ده بری په سلو کې پنځوس یقیني وي . ولې یوه خبره باید هېره نکړو چې لویدیزوال به دېته زړه ښه کړي  چې کرزی او خلیل زاد دواړه د اولس مشرۍ ټاکنو ته ودریږي  یو تن به هرومرو خپل ځای بل ته پریږدي .
 د یونس قانوني بری د تېرو ټاکنو په پرتله تر پوښتنې لاندی دی . اولس انګېري چې قانوني د اولسي جرګې  د یوه مشر په توګه چې د اولس استازی وو څه وکړل چې بیا به یې د اولس مشرۍ په مهال وکړي !؟ خو بیا هم په سلو کې دېرش د ده چانس یقیني ځکه دی چې ښایي یو شمېر کسان د وسلو او پیسو په زور دېته غاړه کیږدي چې ده ته رایه ورکړي  او یو شمېر نور چې  په ژبنیو او سیمه ییزو  ناروغیو اخښته دي یا د ملي متحدې جبهې تر شا ولاړ دي.
د مصطفی ظاهر نسبي بری هغه  مهال تر پوښتنې لاندې راغی چې نوموي د ملي متحدې جبهې غړیتوب  ته غاړه کېښوده . ښایي هغه شمېر کسان د ده تر شا ودریږي چې د افغانستان پخواني پاچا محمدظاهرشاه ته  یو ښه نیت لري  ولې بیا هم ځوان نسل  له نوموړي سره بېګانه او پردی دی ځکه چې څلوردېرش کاله دمخه محمدظاهرشاه د افغانستان پاچا وو په دغه موده کې چې څوک زېږېدلي دي  دغه نسل ورسره په بشپړه توګه پردی او بېګانه دی .
نو ویلو شو چې مصطفی ظاهر خپله پښه پخپله په تېشه ووهله .