د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلام نړيوال او بشپړ دين

سليم فاروق 31.01.2008 11:50
څه وخت چې سلطان صلاح الدين ايوبي په منځني ختيځ کې صليبي يرغلګرو ته سختې ماتې ورکړي او هغوي او د هغوي سره راغلي ټول پوځونه او سامانونه يې له خاورو اوايرو سره برابر کړل ، صليبي او عيسوي واکمن ددې لپاره په خپلو کې سره راټول شول چې سلطان صلاح الدين ايوبي او اسلام سره څنګه مقابله وکړي او صليب په ټوله نړۍ کې واکمن کړي ، صليبي مشرانو مختلفې رايې لرلې ، ځيني يې ددې طرفدار و چې بايد جنګ ته دوام ورکړل شي او صليب بايد په زوره په ځمکه او په ځانګړي ډول په منځني ختيځ او بيت المقدس کې واکمن شي ، ځينو بيا دا رايه لرله چې صلاح الدين ايوبي او د هغه نزدې مشران که قتل کړى شي نو صليب واکمن کېدى شي او اسلام له منځه تلى شي او هم بيت المقدس فتحه کولى شو، يو شمېر نورو ددې ټولو نه خطرناکه نظريه ورکړه او هغه دا چې د مسلمانانو د ختمولو او په هغو باندې د غالبېدلو لپاره بايد په دهغوى په فکر کار وکړل شي او د هغوى فکر د ننيو صليبيانو خبره ازاد ديموکرات کړى شي ، ټولو صليبي مشرانو په دې موافقه وکړه ، په لومړي قدم کې دوى د فلسطين او خواو شا سيمو څخه وړې ماشومانې او انجونې تښتولې او خپلو هېوادونو ته به يې بېولې ، ددې انجونو د ساتلو لپاره دوى يو غټ ځاى جوړ کړى و او په هغوې کې يې د دوى ساتنه کوله او دوى ته به يې د ژوند هر ډول اسانۍ ورکولې او دوى به يې داسې ساتلې لکه شهزادګۍ ، د دوى هر ډول وړانديزونه به يې منل ، په اخره کې به دا انجونې دومره ښايسته شوې چې هر ليدونکى به يې په حيرت کې اچولونتيجه دا چې دوى به دا انجونې ساتلې او دوى ته به يې د جاسوسۍ تربيت ورکولو او بيا به يې دا انجونې د مسلمانانو د مشرانو او د صلاح الدين ايوبي مشهورو قوماندانانو ته لېږلې ، دې انجونو به په يو ډول دې مسلمانانو قوماندانانو سره خپله مينه ښودله او هغوى ته به يې داسې ښودله چې ورباندې مينې دي ، کله به چې مسلمان قوماندان دا ښکلې انجونې وليدې نو د انساني فطرت پر اساس به له دوى هم لاره غلطه شوه او دوستي به يې ورسره پيل کړه ، په دې دوستۍ به نوموړو انجونو له دې قوماندانانو خاص خاص رازونه اخستل او هغه به يې صليبي قوماندانانو ته رسول او صليبي قوماندانو به ځانونه د مسلمانانو د جنګي تاکتيکونو نه خبرول ، بالاخره د اسلام د ستر مجاهد صلاح الدين ايوبي د جاسوسۍ ډله په دې کړنو خبره شوه او هغه قوماندانان چې له دا ډول انجونو سره يې اړيکې لرلې ونيول او هغوى ټول يې په خپله سزا ورسول. له دې وروسته صليبي يرغلګرو په بل ډول په مسلمانانو حملې شروع کړې او هغه داسې چې عيسوي مبلغين چې دوى به په اسلام کې هم پوره پوهه لرله د مسلمانانو سيمو ته لېږل او هغوى ته به يې داسې وعظونه کول چې تا به ويل چې تر ټولو خلکو نېکو کار او مسلمان خو همدا دى ، په لږ وخت کې به د نوموړي مينه وال دومره زيات شول چې د يو جمعې خطبې لپاره به يې له لرې لرې ځايونو نه خلک راتلل. دې مبلغينو به داسې کول چې په اسلام کې به يې ټول فضايل بيانول او د امربالمعروف او نهى عن المنکر پلوي به يې نه کوله ، په ښکاره ډول به يې د دې ټولو ستاينه کوله او په عملي ډګر کې به د دې کارونو سخت مخالف ول. عيسوي مبلغينو به ويل چې په اسلام کې خو جنګ نشته ، اسلام خو دامن او محبت دين دى ، که عيسويان دي يا نورې ډلې دي د دې ټولو سره جنګ کول خو د اسلام خلاف کار دى ؛ ځکه هغوى سره هم اسماني دين دى او له مونږ سره هم نو بيا جنګ ولې وکړو ، د عيسويانو او مسلمانانو شخړې خو د خبرو له لارې هم حل کېدى شي ، مګر کله به چې هغوى ته وويل شول چې صلاح الدين ايوبي چې د صليبيانو سره جنګېږي ايا هغه په غلطه دى ، نو دوى به ويل چې نه صلاح الدين ايوبي خو د اسلام يو ستورى دى او مونږ هغه ته ډېر احترام لرو ، مونږ هېڅکله هم د هغه سپکاوى نه شو کولى او په دې ډول خبرو به يې ځان خلاص کړ. مګر د دې ټولو دسيسو سره سره هم صلاح الدين ايوبي دا مبلغين ونيول او هغوى يې هم په خپله سزا ورسول. مګر صليبيانو به ويل چې تر څو به دا صلاح الدين ژوندى وي او زمونږ مخه به نيسي ، اخر به دا هم ختم شي او د ده نه وروسته داسې څوک مونږ په مسلمانانو کې نه وينو چې هغه د ده ځاى ډک کړي . تر څه وخته پورې چې صلاح الدين ايوبي ژوندى و نو صليبيان هم کمزوري و مګر بيا يې هم خپله پوره لاس وهنه کوله ، کله چې صلاح الدين ايوبي وفات شو ، نو عيسوي مبلغين هم د مسلمانانو ملکونو او سيمو ته په زيات شمېر کې داخل شول . صليبيانو د مسلمانانو د فاحش کولو لپاره د دوى کليو او بانډو ته خپلې انجونې بيا راولېږلې او د مسلمانانو د ګمراه کولو لپاره يې د مسلمانو ملکونو ته داسې وسايل ور ولېږل چې په هغې سره مسلمانان په خپله ګمراه کېدل. په ارامه ارامه سره مسلمانان هم د هغوى په قدم روان شول ، او اخر يې نتيجه دا شوله چې نن يې تاسې ګورئ. په نړۍ کې ډېر داسې په نوم مسلمانانو چې ځانونه له پلار نيکه مسلمانان بولي مګر په عمل کې صليبي وي او د صليب خدمت کوي ، په مختلفو ډولونو د اسلام او اسلامي اصولو سپکاوکړى دى ، او په هغه يې داسې انتقادونه کړي دي چې د اسلام سره هېڅ اړخ نه لګوي او اسلام يې يو ناقص دين بللى دى ، چې ټول همدې صليبيانو ساتلي دي او هغوى ته يې پناه ګانې ورکړي دي ، د نړۍ ستر منافق سلمان رشدي د دې خبرې غټ ثبوت دى چې د انګريزي صليبيانو لخوا په نړيوال امنيت کې ساتل کېږي او د سلمان رشدي په امنيت په ملياردونو ډالر لګوي تر څو هغه د مسلمانانو له بريدونو ساتي او په راتلونکي کې داسې نور کارونه هم وکړي چې په کې اسلام سپک شي او مسلمانان ملامته شي . له سلمان رشدي وروسته نورو نړيوالو منافقانو هم داسې کتابونه نړيوالو ته وړاندې کړل چې د دوى په وينا اصل قرانونه هغه دي او مسلمانان غلط شوي دي او خپل اسماني کتاب يعنې قران يې غلط کړى دى . مګر دا ټولې ډلې په خپلو حيلو او چلونو کې ناکامه شول ځکه چې (انا نحن نزلنا الذکر وانا له لحافظون ) الله تعالى چې د کوم شي ساتنه کوي بيا په هغې کې څوک تغير او تبديل نه شي راوستلى نوځکه قران تر دې زمانې پورې له تحريف څخه خوندي شوى دى .او په راتلونکي کې به هم خوندي وي. صليبي يرغلګر له تېر وخت څخه اوس ډېر متحرک شوي دي او پخوا به يې چې د تبليغ لاره چلوله اوس يې د خپل تبليغ په زور عملي کولو لپاره دمسلمانانو دملکونو اشغال هم پيل کړى دى . او خلکو ته دا جرئت ورکوي چې هر څوک چې څه کوي هغه کولاى شي ، هرڅوک ازاد دى او حق لري چې څه فحاشي او يا غير اسلامي کار کوي کولاى شي ، مګر غيرصليبي او د صليب خلاف څه نه شي ويلاى که چا د صليب او يا د صليب د ګټو خلاف څه وويل نو و به ونيول شي او هغو زندانو ته به ولېږل شي چې مړى او ژوندى يې معلوم نه شي. په مسلمانانو کې که چا وغوښتل چې اسلام سپک کړي نو دوى ورته هرکلى وايي او د هغه امنيت او ساتنه دوى پر خپله غاړه اخلي او د نړۍ هر هېواد يې چې خوښ وي دوى به يې ارمان پوره کړي او هلته به ولېږل شي . د دنيا کوم نعمت چې غواړي ورکول کېږي . نو په همدې بنا يو شمېر د کمزوري ايمانونو خاوندانو مسلمانانو چې وليدل د سلمان رشدي امنيت انګرېزان ساتي او هغه په شاهي محلونو کې اوسېږي نو دوى هم له اسلام څخه وا اوښتل او يا يې په اسلام پسې داسې خبرې وکړې چې هغه د اسلام له شان سره مناسبې نه وې ، چې صليبيانو هم دوى له ځان سره خپلو هېوادونو ته بوتلل ، او دوى يې هم ونازول. په دې منافقانو او د سلمان رشدي په ښوونځي کې زمونږ د هېواد ځيني افغانان هم شامل شول ، چې لومړى بنسټ يې عبدالرحمان نومي منافق کېښود. چې د صليبيانو لخوا ډېر ونازول شو او له افغانستان او د افغانستان له سترې محکمې ،ملي اردو او ملي پوليسو د ٦٢ هېوادونو له امنيتي ځواکونو يې والوزولو چې نن يې هم نازوي او د راتلونکي درسونه ورته ښايي. دعپدالرحمان له انجام څخه په ګټه اخستنه زمونږ د هېواد يو بل د سلمان رشدي شاګردپروېزکامبخش (په نوم ژورنالست) هم داسې جرئت وکړ چې د صليبي يرغلګرو او د هغوى د پيروانو ليکنې او د اسلام ضد تبليغات په خپله ټولنه کې خپاره کړي او له صليب څخه دفاع وکړي او اسلام يو داسې نيمګړى دين وبولي چې په هغې کې د ښځې لپاره هېڅ حق نشته ، او اسلام يو داسې ديکتاتور نظام وګڼي چې په اسلامي ښځه باندې حاکم وي او نه پرېږدي چې ښځه خپل حق وغواړي. که څه هم دا مضمون پرويز کامبخش په خپله نه دى ليکلى مګر نوموړي دا مضمون نورو ته رسولى دى او ددې مضمون نظريه يې تاييد کړېده او ځان يې هم ددې نظر له پلي کوونکو څخه ګڼلى دى چې په دې کار نوموړى هم په دې ليکنه کې د ليکوال سره سم مجرم دى. په همدې ډول ځيني غرب پلوه د سلمان رشدي شاګردان بيا اسلام د عربو دين ګڼي او وايي چې ښايي چې په اسلام کې ځيني نيمګړتياوې وي ((دا خبره تېره ورځ په يوه وېب پاڼه کې د کامبخش په ضد خپره شوې يوه ليکنه کې يو تبصره کوونکي کړې وه )) دا کسان ځان افغانان هم ګڼي او مسلمانان هم ځان ته وايي او کامبخش ته واقعي اتل وايي ، تاسو فيصله وکړئ چې د داسې کس به د اسلام سره څه اړيکې پاتې وي ؟. اسلام د ټول بشريت دين دى يواځې د عربو يا بل کوم ځانګړي قوم لپاره نه دى راغلى . اسلام داسې يو کامل دين دى چې د ټولواسماني دينونو مجموعه ده او د انسان لپاره په کې د هغه هر ډول حقوق موجود دي ، د ژوند ټولې کړنې په کې روښانه شوي دي . دا چې کوم کم ظرفه او له اسلام لرې پاتې شوي افغانان د اسلام په اړه بشپړ معلومات نه لري او نعوذ بالله اسلام نيمګړي دين ګڼي دا د هغوى له اسلام په پوره بېخبرۍ او سوچه کفر باندې دلالت کوي زما په اند اسلام يو داسې مکمل دين دى چې په کې ټولو اديانو او انسانانو حقوق په ځانګړي ډول ورکړل شوي دي او هېڅ ډول نيمګړتيا نه لري. په اخره کې بايد ووايم چې هر هغه څوګ چې اسلام نيمګړى دين بولي هغه هېڅکله افغانان نشي کېدى مسلماني خو لا لرې خبره ده . په رښتيا هم چي كه افغانان چا د لت و كوب نه خلاص كړل او يا يي د ازادۍ او ديموكراسۍ په نامه څه وربوى كړل نو دوى به هغه څه كوي چي د100 كلنو ازادو هيوادونو خلكو نه وي كړي