د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مورې ! زما خور وحيده دې څه کړه ؟

بشارت 30.01.2008 22:08

په هېواد کې زړو کفن وېستونکيو او نويو ديموکراسۍ پلوه واکدارانو خپل ازاد بازار ته دومره وده ورکړې، چې اوس يو شمېر کورنۍ دې ته اړ شوې دي ، چې خپلې شېدې خوړونکې لوڼې د (٥٠٠) افغانيو په بدل کې، چې د لسو يرغلګرو امريکايي ډالرو معادل کيږي وپلوري .

دلته ، خوله ور او جيبور يواځې د ازاد بازار ، ديموکراسۍ،د بشري حقونو او د ښځو د حقوقو کلېمې په ښکليو تودو هوټلونو کې په سيمينارونو، ورکشاپونو او غونډوکې په شد او مد سره ادا کوي ، خو د خپلې ټولنې بې وزلۍ او بې روزګارۍ ته نه ګوري ، چې اوس ځينې کورنۍ خپلې شېدې خوړونکې ماشومې نجونې په دې موخه پلوري ، چې نه د خپلو خوړو لپاره څه لري اونه ددغو معصومو نجونو د ساتنې لپاره .

د سلواغې په ٧مه ٢٦کلنې محبوبې د کندوز ولايت د سر دورې کلي کې چې په يوه خټينه کرايي تياره کوټه کې ، چې يو زوړ فرش په کې هوار او يو څه سوځېدلې پرده په کې راځوړنده وه ژوند کاوه او درې ماشومان يې د سړې هوا له امله مړه شوي وو، خپله څلور مياشتنۍ لور وحيده د دغه کور په څښتن په ٥٠٠ افغانۍ وپلورله.

هغې سره دا ويره وه ، چې که دا نجلۍ ونه پلوري، نو د نورو خپلو ماشومانو په څېر به د لوږې او سړې هوا له امله ومري .

محبوبه اوس دوه ماشومان لري ، چې يو يې ٩ کلن او بل يې ١٠ کلن دى .

د محبوبې خاوند ناروغ دى او د هغې ٩ کلن زوى سخي چغې وهلې او مور ته يې ويل چې زما خور ( وحيده ) دې څه کړه زه ورپسې خفه شوى يم .

دغه راز د سلواغې په ٨مه، يوه بله کورنۍ اړه شوه، چې د تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د بې وزلۍ او لوږې له امله خپله ٩ مياشتنۍ لور د سيمې په يوه اوسېدونکي د ١٢ زره افغانيو په بدل کې وپلوري .

ددغې ماشومې مور دخپلې ماشومې دسپارلو پرمهال بې اختياره ژړل .

دغه ماشومه دسيمې يوتن شتمن اخيستې ده .

په هغو ورځو به، چې دغه شېدې رودونکې ماشومې نجونې پلورل کېدې دبشري حقونو د ادارې چارواکي به ښه په تودو خونو کې له خپلو سرو سپينو ماشومانو او مېرمنو سره په ډالري کورونو او دفترونو کې بخاريو ته ناست وو او خوښ به هم و، چې دا د بشر لپاره کار کوي .

هغه شېبه ، چې دغو ميندو خپلې شېدې رودونکې لوڼې پلورلې ، ډير حکومتي چارواکي به هم د خپلو نازوليو اولادونو د لا هو ساينې په فکر او هاند کې و ، خو د هغو ميندو له حاله به نه و خبر، چې خپلې شېدې خوړونکې لوڼې له تيو بېلوي او د لسو ډالرو په بيه يې په بل پلوري .

په دې حال کې به د ازاد بازار پلويانو او دديموکراسۍ چيغې وهونکيو د ښيښي ودانيو د جوړولو نقشې پلې کولې ،ډيرو به خپلې شتنمۍ حسابولې ،ځينو به بهر ته د پانګو د لېږد فکر واهه او يوشمېر نورو به بياد درغلۍ او بډې اخيستو طرحې جوړولې ، خو هغو مورګانو به ، چې خپلې معصومې لوڼې يې پلورلې وې ، دبې وسۍ ، ناهيلۍ او ناچارۍ اوښکې تويولې او د تيو شېدو به يې د ماشومې خولې انتظار وېست .

بس دا د ازاد بازار ، ديموکراسۍ او بشري حقونو کانې دي ، چې څوک يې ښيښي ماڼيو ته پورته کړل او ځينې ميندې يې د شېدې خوړونکيو لوڼو پلور ته کښېنولې .

داکسان دې په ياد ولري ، چې : له ازاره چا بازار نه دى وړى .

په دې ازاد بازار کې ډيرې افغانې کورنۍ ازار شوي او ان دا چې د وجود دغوښو په پلور باندې ځان ته دا دردوونکى ژوند اوږدوي .