د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افسوس په داسې ژورنالستانو !!!

فرهاد افغان 29.01.2008 14:35
بسم الله الرحمن الرحيم الله پاک فرمايلي ،چې يهود او نصارى تر هغې ستاسې خپلېدى نه شي ترڅو تاسو د خپل دين پيرو نه کړي . له هغه مهاله ،چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ړنګ شو؛نو ځينوساده او کم عقله افغانان په دې فکر کښې شول ، چې امريکا غواړي افغانستان جوړ کړي!!! آيا نعوذ با الله؛ الله پاک ،چې په قرآن کريم کښې فرمايلي : ولن ترضى عنک اليهود ... يعنې د ا آيت څه معنا او مفهوم نه لري ؟؟ که لري يې داخلک ولې په دې خبره نه پوهيږي ؟ زه غواړم په دې موضوع يو څه لنډى بحث وکړم . څه وخت مخکې يو افغان ،چې عيسويت يې قبول کړى و؛ خبري سرچينو دعبدالرحمان په نوم ونومولو،چې دغه افغان دعيسويت دين قبول او په کابل کښې امريکايي ادارې پرې داعدام فيصله کړې ده . داخبره دغو سرچينو توده کړه ، کله،چې افغان حکومت ونه شوکولاى داعدام فيصله عملي کړي ؛ نو همداو،چې دايټاليا ځواکونو دزندان دروازې ورماتې کړې اوله زندانه يې يوړ او هغه ته يې په ايټالياکښې پناه ورکړه . بيا څه موده مخکې دافغان حکومت دسترې محکمې وياند غوث زلمي ،چې په قرآن کريم کې يې تحريف کړى و او تر اوسه پورې پرې چپتيا غوره گڼل شوې ده . د نوموړو دواړو نه په پند اخستنه يوه اوونۍ وړاندې په مزار شريف کښې يوبل داستعماري ژورناليزم ژورنالست پرويز کامبخش هم د ځينو کفري رسنيو هغه مضمون خپور کړ چې د اسلامي او افغاني کلتور او رواج سره هېڅ سمون نه خوري او بلکې داسې يو مضمون يې خپور کړ چې په نوموړي مضمون کې افغاني او اسلامي اساساتو سپکاوى شوى و. پروېز کامبخش چې کوم مضمون خپور کړى دى د هغې مضمون په يوه برخه کې راغلي دي چې : ((کافى است زنان حجابهايشان را پرت کنند و چند بار در تظاهرات اعتراضى چادر و مقنعه ها را آتش بزنند تا زير پاى بساط بحثهاى نسبى گرايى فرهنگى، فمينيسم اسلامى و تطبيق قرآن با حقوق زنان سست شود)) نوموړي وايي چې ښځې بايد خپل حجابونه لرې وغورځوي او په مظاهرو کې د اعتراض په ډول خپل څادرونو ته اور ور کړي ، او دا اسلامي او کلتوري رواجونه تر پښو لاندې کړي تر څو د قران تطبيق په دې ټولنه کې سست شي. د کامبخش لخوا په خپره شوې ليکنه کې نورې ډېرې خبرې هم شوي دي چې ټولې خپرول مناسب نه ګڼم ترڅو زه هم د نوموړي سره په لست کې ونه شمېرل شم. په هره توگه په افغانستان کښې دايوه لاره جوړه شوې ،چې څوک اسلام ته سپکاوى وکړي ؛ نو هغه بهرنيان بهر ته تښتوي او هغه ته پناه ورکوي . دا د"ازاد" ( استعماري ) ژورناليزم او" صحيح" ژورناليزم او " آزاد" ژورنالست دنده ده او دايې پايله ده !!! . اى آزادو ژورنالستانو ! آيا تاسو په پوهنتونو نو کښې داسې ژورناليزم زده کړى و؟ آيا دې ته آزاد ژورناليزم وايي ،چې مسلمانانو( پښتنو ) ته دهشت گر ، تررويست ،شرپسند وايي او داسلام دين پورې ملنډې وهي ... ؟ آيا "آزاد" او" صحيح " ژورناليزم داسې وي لکه دا اوس ،چې يې يوه اړخيزه بڼه غوره کړې ده ؟ مايوه مياشت وړاندې www.farhadafgan.110mb.com ويبپاڼه جوړه کړه او ملگرو ما ته دبرېښناليک په واسطه خبرونه ،شعرونه اومقالې رالېږلې وې ؛نو بيا "دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز" له سايټ [www.scprd.com ] څخه "دساپي مرکز "دچلوونکيو په اجازه مې ځينې خوښې شوې ليکنې ترې راواخيستې اوپخپل "افغان فرهاد" [farhadafgan.110mb.com] سايټ کښې مې واچولې . يوه ورځ يوملگري راته وويل ته خبر نه يې په ټول افغان ويبپاڼه کښې نن پر تا چانيوکې کړي دي او ... . کله ،چې مې دعادت له مخې دټول افغان ويبپاڼه وليده ؛ نو دمحمداصف نيازي په نوم يو"آزاد" ژور نالست ،چې دپېښور پوهنتون دژورناليزم دڅانگې محصل دى ،داسې نيوکه کوي : فرهاد افغان صيب تا دژور ناليزم داصولو څه خيال نه دى ساتلى او بل دا،چې تاخبرونه له ټول افغان څخه غلا کړي دي . ١- نيازى صاحب ! ستا يوه نيوکه داوه ،چې تا په خبرونوکښې " ځانمرگي " ته د" فدايي" ، بهرنيو ځواکونو ته د "يرغلگر " ، ملي اردو ته د "اجير اردو "او دهشت گرو ته د "طالبانو " نومونه کارولې ده . ښاغلى نيازى صاحب ما نه ځانمرګي بريد ته استشهادي او نه ائتلافي ځواکونو ته بهرني يرغلگر يا د ملى اردو عسکرو ته اجير ويلي دي، بلکې دا د طالبانو د وياندويانو(قاري يوسف او ذبيح الله مجاهد) له خولې کټ مټ اخستل شوي و او ما په خپل وېب پاڼه کې هم اچولي و. نيازى صاحب ! کومې نومونې ( اصطلاحات ) ،چې بهرنيواشغالگرو او" آزادو ژورنالستانو" زمونږ پښتنو مسلمانانو ته جوړې کړي ، هغه تاسې "آزاد ژورنالستان " دژورناليزم داصولو سره سم بولئ او کومې نومونې اويا هره هغه کلمه ،هر هغه چاته ،چې په حقيقت کښې يې په افغانستان کښې دښکاره ژورناليزم ډگر ته وړاندې کړي دي او يا يې کارولې "تا سې" هغه "دآزاد ژورناليزم " ( پټ ژورناليزم ) له اصولوسره برابر نه بولئ دا ولې ؟ حال دا،چې هر هغه سړى ،چې داحقيقت ښکاره کړي ؛ نو تاسو ورته "دهشت گر" او په بله اصطلاح "تروريست" يا شرپسند وايئ. نيازى صاحب ! هغه ښکيلاکي اصطلاحات ، چې بهرنيان يې په ژورناليزم کښې کاروي دهغې وخت فکر کوم ،چې ډېر لنډشوى ؛ نو بيا خپله محصله "خوله " پر دغو استعماري اصطلاحاتو ولې ککړوئ او د دوى ( بهرنيانو ) له شړلو وروسته به دې مسلمانانو(پښتنو ) ته کوم اصطلاحات پر خپله "خوله " وکاروئ ؟ عجبه خو داده ،چې داسې "ژورنالستان" ځانته مسلمانان اوپښتانه هم وايي او داسې " ژورناليزم" ،چې دوى پلى کړى او خبري سرچينې يې ورته جوړې کړي ،آزاد ژورناليزم نوموي . آيا نيازى صاحب! ستاسو دا "وضعي ژورناليزم" "سم " دى اوکه ناسم ؟ ٢- دنيازي صاحب بل تور داو ،چې فرهاد افغان صيب تا د ټول افغان له ويبپاڼې څخه داخبر غلا کړى دى . په دې باره کښې بايد زه دومره ووايم ،چې ما ته دا خبر يو ملگري دبرېښناليک په واسطه رالېږلى واو هغه ماکټ مټ خپور کړى دى . راځم خپلې خبرې ته ،چې زمونږ بعضې وروڼه دناپوهۍ او يا د ډالرو په مزو کښې ډوب دي او دپښتنو نسلي وژنه ،بې حيايي ، دين ،کولتور ،خاورې ته په سپکه سترگه کتل او پر خپلواکۍ تېرى کول دوى ته نه ښکاري او داچيغې وهي ، چې مونږ ته وطن جوړوي او مرستو ته يې لاس په نامه ولاړ يو . آيا دې ته وطن جوړول وايي ،چې پښتانه مسلمانان وژل کيږي ، کروندې او څاروي يې له منځه وړل کيږي او پرځنگلونو او طبيعي شتمنو يې لوټ گډ دى ؟ آيا دې ته وطن جوړول وايي ،چې ميندې دې بې پردې کيږي ؟ آيادې ته وطن جوړول وايي ،چې ددين توهين يې ښکاره او تبليغات ورته پټ کيږي ؟ آيا دې ته وطن جوړول ويل کيږي ،چې ديني مدرسې دترهه گرو ځالې او بندول يې د ملي ارزښتونو پلوي وگڼل شي؟ ؟ آيا دې ته وطن جوړول وايي ،چې نن 2008 ع دجنوري 28 مه په يو خبر کې داسې اوريدل کيږي ،چې په زابل ولايت کښې ائتلافي او افغان گډ ځواکونه په زابل ولايت کښې دځايي خلکو کورونو ته ننوځي او دکورونو تالاشي اخلي او سپکاوى يې کوي . نن ځايي خلکو دزابل ولايت ټول ښار بند کړى اوغواړي ،چې .... که لږ عقل او لږ شعور په چاکښې وي؛ نو هغه په دې خبرو ډېر ښه پوهيږي . زمونږ دا هيله شته ،چې الله پاک به داتورې تيارې او داککړې ورځې لېرې کړي او دا دغرب پلوي او دهغوى مبلغين به الله تعالى نيست او نابود کړي .