د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زرياب د سرو ارمانونو په ارمان كې!

افغان 28.01.2008 23:27
پيام مجاهد اونيزې په خپله وروستۍ (۴۵) مه ګڼه كې له رهنورد زرياب سره يوه اوږده مركه كړې چې هغه تر ډېره حده د خپل زړه غوټې پكې خلاصې كړې او د خپل زړه بوج يې سپك كړى دى.
د ښاغلي زرياب څرګندونې چې د بېلابېلو پوښتنو په ځواب كې دي د ده د تالا شويو ارمانونو او سوځېدلو هيلو ښكارندويې دي. د ده ايډيال ټولنه او څېرې داسې څوك دي چې له نېكه مرغه يا د زرياب له بده بخته افغاني ټولنه ورسره همغږې او همغاړې نه ده. دا چې د دې مركې عنوان د اطلاعاتو او فرهنګ د اوسني وزير په باب د ښاغلي زرياب خبره غوره شوې دا به د مركيال او يا د اونيزې د چلوونكي انتخاب وي خو د زرياب صېب درد او رنځ بېل دى.
د هغه په ويناوو كې ايډيال او يا نسبي ايډيال ټولنه د پخواني شوروي تر پوځي وزرونو لاندې هغه نظام و چې ببرك كارمل پكې د سر سړى و او زرياب په ځانګړو رسمي! مراسمو كې د ببرك كارمل او يا د هغه د مرستيال تر څنګ درېده! زرياب صاحب اصلا پخپله ځان افغان ولس ته ورښيي چې څوك دى او ارمانونه يې كوم دي.
د زرياب لپاره د سټالين له خوا د يوې تاريخي كليسا د ساتنې بېلګه هم ډېره عجيبه ده. د هغه سټالين له خوا چې د كمونيستي څېرو په منځ كې تر ټولو د لوى قاتل په نامه پېژندل كېږي او د ميليونونو انسانانو وژنه د هغه تر ټولو لويه ځانګړتيا ده.
زرياب د فرهنګي غنا دوره هم هماغه د ببرك كارمل وختونه او د كمونيستانو دوران بولي چې د هغو لاملونه هم معلوم دي. د يوې بلې پوښتنې په ځواب كې چې د سرو جامونو په باب ده، بيا هم د ښاغلي مفتي!! د سرې فلسفې تيوريسن او د تودۀ كمونيستي ګوند مشهور فكري لارښود ((احسان طبري)) دى. احسان طبري هم فتوا ور كړې چې د ادبي او فرهنګي ځواكمنتيا لپاره د جامونو پر سر اړول او مدهوش! كېدل ضروري دي!! زرياب صاحب دومره د سرې فلسفې په سرو ارمانونو كې ډوب دى چې كه د اوسني حكومت د چارواكو په اړه هم پوښتنه ترې شوې، ده يې د لينن د فرهنګ دوستۍ!! مثال راوړى او كه په كومه بله برخه كې ځواب ترې غوښتل شوى دى هم ده يو ځل د سټالين لينن او يا ببرك كارمل د دوران يوه ستاينه پكې ضروري بللې ده.
بل ځاى بيا د غزنوي سلطان محمود او احمد شاه بابا وياړونه هېڅ بولي ،له هغو هندي متعصبو كړيو سره په وېر ناست دى چې ګواكې ولې يې سومنات مات كړ؟
دلته دى د هندوانو لپاره يا له مسلمانانو سره د دښمنۍ په احساس وايي چې سلطان محمود اوس مونږ بتشكن بولو، خو هغه سومنات د جواهرو او غميو لپاره مات كړى و او محمود د همدغو جواهرو لپاره هند ته تلو. زرياب په دې برخه كې له هغو هندو مذهبه مؤرخينو څخه نه شرمېږي چې له محمود غزنوي نه د تاريخي حقايقو په رڼا كې دفاع كوي چې د فتنو مركز (سومنات) يې له منځه يووړ او د هندي راجه ګانو جواهر او رشوتونه يې ونه منل.
دلته زرياب دومره انسان دوست شي چې سلطان محمود او احمد شاه ابدالي ورته غاصبان ښكاري چې خلك وژني، خو د حيرانۍ ځاى دى چې مثال يې هغه نظام راوړي چې څو كرښې وړاندې يې دى په ستاينه بوخت دى او د شوروي پوځ تر سيوري لاندې د دې نظام داسې نازولى دى چې د صدراعظم تر څنګ پكې ولاړ وي!!
كه د زرياب اوتې بوتې څوك ولولي له ورايه به وپوهېږي چې يا يې د هنري ذوق د ويښتيا په تمه د خپل مفتي احسان طبري په اجازه! حواس سرو جامونو الوزولي دي، يا د هماغو سرو فلسفو د بې جلبه هوسونو د دوران د نيمه خوا كېدو په حسرتونو كې سوځي.
كه څه هم له ورايه ښكاري چې زرياب او د ده په څېر نورې څېرې زموږ د تاريخ، فرهنګ او هويت د له منځه وړو لپاره ګومارل شوې دي، خو نور زموږ ولس داسې ويده نه دى چې د ((استاد رفيع )) په وينا د داسې(( رېشين فكرانو!)) څېرو هذيان! اغېز پرې وكړي.
د ((پيام مجاهد)) خبره هم همدغسې ده. مسوول يې ښاغلى حفيظ منصور له طلوع ټلويزيون سره شرعي حد د غله لاس غوڅول د سنتي اسلام! خبره بولي او ځان بنيادګرا ګڼي. كېداى شي د ده اندېښنه د خپلې ټلوالې هغه دوستان وي چې سنتي اسلام پرېږده د نړۍ په هېڅ نظام كې به يې د وژنو او لوټونو جرمونه ونه بښل شي. اوس زريابيانو له همدغه منصوريانو سره د ژبې تر نامه لاندې نوى غومبر جوړ كړى، په دې لاره كې دوى له هېڅ ډول سپكتوب څخه ډډه نه ده كړې او ښايي دې لوبې ته نور هم دوام وركړي، كه كوم بادار! د خريدار په سترګه ورته وګوري او خدمت وروسپاري.